1 Samuel 2

د حنا دعا ۱نو حنا دعا وکړه او ویې ویل: <زما زړه کړ څښتن ډک له خوشالۍ زیات کړ څښتن ځواک زما خاندمه په خپلو دښمنانو او خوشال یمه ځکه وژغورلم خدای زه ۲هیڅوک د څښتن په شانتې پاک نه دي نه شته دی بل خدای بې له هغه څخه نه شته بل ساتونکی زمونږ […]

1 Samuel 1

د سموئیل زېږېدنه ۱یو سړی چې القانه نومېده او د افرایم د قبیلې څخه ؤ، د افرایم د غرنۍ سیمې په رامه کې اوسېده. پلار یې یروحام او نیکه یې الیهو ؤ. الیهو د توحو زوی او د صوف د کورنۍ څخه ؤ. ۲القانه دوه ښځې درلودلې، د یوې نوم حنا او د بلې نوم […]

Ruth 4

د روت او د بوعز واده ۱بوعز د غونډې ځای ته چې د ښار د دروازې سره ؤ لاړ او هلته کښېناست. کله چې د الیملک زیات نژدې خپلوان راغی، نو بوعز هغه ته بلنه ورکړه چې راشي او کښېني نو هغه همداسې وکړل. ۲بیا بوعز د ښار لسو مشرانو ته بلنه ورکړه چې په […]

Ruth 3

د روت دپاره د نعومي پلان ۱څه موده وروسته نعومي روت ته وویل: <ای زما لورې زه باید ستا دپاره مېړه پیدا کړم، هغه به تاته کور درکړي او په تا به پام کوي. ۲ته پوهېږې چې بوعز زمونږ خپلوان دی او تا وږي د هغو ښځو سره راټول کړي څوک چې د هغه دپاره […]

Ruth 2

روت د بوعز په پټیو کې کار کوي ۱نعومي یو شتمن او مهم خپلوان درلود چې بوعز نومېده څوک چې د هغې د مېړه الیملک د کورنۍ څخه ؤ. ۲یوه ورځ روت نعومي ته وویل: <که ستا خوښه وي زه به پټیو ته لاړه شم او هغه وږي به راټول کړم چې د لوګرو څخه […]

Ruth 1

الیملک او د هغه کورنۍ موآب ته کډه کوي ۱‏-۲د هغه زمانې څخه مخکې چې پادشاهانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه، یو سړی چې الیملک نومېده او د افراتې د خېلخانې څخه ؤ، د یهودا د سیمې د بیت لحم په ښار کې اوسېده. د هغه ښځه نعومي نومېده او دوه زامن یې محلون او کیلون […]

Judges 21

د بنیامینیانو دپاره ښځې ۱په هغه وخت کې چې اسراییلیان په مصفه کې سره راغونډ شوي وو هغوی داسې قسم خوړلی ؤ: <زمونږ څخه به هیڅوک خپله لور بنیامینیانو ته په نکاح نه ورکوي.> ۲نو د اسراییلو قوم بیت ئیل ته لاړ او هلته تر ماښامه پورې د خدای په حضور کې کښېناستل. هغوی په لوړ […]

Judges 20

د بنیامینیانو سره د اسراییلیانو جګړه ۱بیا ټول اسراییلیان په شمال کې د دان څخه په جنوب کې تر بئرشبع پورې او همدارنګه د جلعاد د خاورې څخه په یوه لویه غونډه کې په مصفه کې د څښتن په حضور کې سره راټول شول. ۲د هغوی شمېر د پیاده عسکرو او مشرانو سره څلور لکه […]

Judges 19

لاوي او د هغه وینځه ۱په هغې زمانه کې چې اسراییلو پادشاه نه درلود، د لاوي د قبیلې یو نفر چې د افرایم د غرنۍ سیمې په یو لېرې ځای کې اوسېده، د بیت لحم څخه چې د یهودا په سیمه کې ؤ یوه وینځه وکړه. ۲مګر هغه وینځه یعنې د لاوي ښځه له لاوي څخه […]

Judges 18

د دان قبیلې له خوا د میکا کاهن او بتانو وړل ۱په هغې زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود. د دان قبیلې یو ځای لټاوه چې په کې واوسیږي، ځکه چې هغوی لا تر هغه وخته پورې د اسراییلو د قبیلو په منځ کې خپله ځمکه ترلاسه کړې نه وه. ۲نو د دان د قبیلې […]