2 Chronicles 36

د یهودا پاچا یهوآحاز (دوهم پاچاهان ۲۳: ۳۰ - ۳۵) ۱د یهودا خلکو د یوشیا زوی یهوآحاز غوره کړ او هغه یې په اورشلیم کې پاچا کړ. ۲یهوآحاز درویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او درې میاشتې یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. ۳د مصر پاچا نیکو هغه د تخت څخه لېرې کړ او د یهودا […]

2 Chronicles 35

یوشیا او د فسحې اختر لمانځنه (دوهم پاچاهان ۲۳: ۲۱ - ۲۳) ۱یوشیا پاچا د څښتن د درناوي دپاره په اورشلیم کې د فسحې اختر ولمانځه. هغوی د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه ورځ د اختر دپاره وري حلال کړل. ۲هغه کاهنانو ته وظیفې وروسپارلې او د څښتن په کور کې یې خدمت ته وهڅول. ۳هغه لاویانو ته چې […]

2 Chronicles 34

د یهودا پاچا یوشیا (دوهم پاچاهان ۲۲: ۱ - ۲) ۱یوشیا اته کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یودېرش کاله پاچاهي وکړه. ۲یوشیا هغه کار کاوه چې د څښتن په نظر کې ښه ؤ. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره کړه او په ټینګه یې د څښتن د ټولو قوانینو اطاعت […]

2 Chronicles 33

د یهودا پاچا منسي (دوهم پاچاهان ۲۱: ۱ - ۹) ۱منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. ۲منسي د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم شړلي […]

2 Chronicles 32

آشوریان او اورشلیم ته ګواښ (دوهم پاچاهان ۱۸: ۱۳ - ۳۷، ۱۹: ۱۴ - ۱۹‏، ۱۹: ۳۵ - ۳۷ او اشعیا ۳۶: ۱ - ۲۲، ۳۷: ۸ - ۳۸) ۱له دې ښو او نېکو کارونو څخه وروسته چې حزقیا پاچا په وفادارۍ سره سرته ورسول، د آشور پاچا سنخاریب په یهودا باندې حمله وکړه. هغه هغه قوي شوي ښارونه کلابند کړل او غوښتل یې چې دا ښارونه ونیسي. ۲کله چې […]

2 Chronicles 31

د حزقیا له خوا د مذهبي ژوند اصلاح کول ۱وروسته له دې چې اختر پای ته ورسېده، د اسراییلو ټول خلک د یهودا هر ښار ته لاړل او د تیږو ستنې یې ماتې کړې، د اشیره بتان یې راوغورځول او د قربانۍ ځایونه او سیمه ییز عبادتځایونه یې وران کړل. هغوی د یهودا په پاتې سیمه […]

2 Chronicles 30

د فسحې د اختر دپاره تیاری ۱‏-۳د کال په لومړۍ میاشت خلکو نه شو کولای چې د فسحې اختر په سم وخت ولمانځي، ځکه چې زیات شمېر کاهنانو خپل ځانونه پاک کړي نه وو او په اورشلیم کې ډېر خلک راغونډ شوي نه وو. نو حزقیا پاچا، د هغه درباریان او د اورشلیم خلک په […]

2 Chronicles 29

د یهودا پاچا حزقیا (دوهم پاچاهان ۱۸: ۱ - ۳) ۱حزقیا پنځه ویشت کلن ؤ چې پاچا شو او هغه نهه ویشت کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم ابیا ؤ چې د زکریا لور وه. ۲هغه لکه د خپل نیکه داود پاچا په شان هغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې […]

2 Chronicles 28

د یهودا پاچا آحاز (دوهم پاچاهان ۱۶: ۱ - ۴) ۱آحاز شل کلن ؤ چې پاچا شو او شپاړس کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره نه کړه او داسې کارونه یې ونه کړل چې د څښتن په نظر کې ښه وو. ۲آحاز د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. هغه […]

2 Chronicles 27

د یهودا پاچا یوتام (دوهم پاچاهان ۱۵: ۳۲ - ۳۸) ۱یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یروشه د صادوق لور وه. ۲یوتام د خپل پلار په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو د هغه په شان […]