1 Kings 17

ایلیا او وچکالي ۱یو نبي چې ایلیا نومېده او د جلعاد د تشبي څخه ؤ، اخاب پادشاه ته وویل: <د اسراییلو د ژوندي څښتن خدای په نامه چې زه یې خدمت کوم قسم خورم چې تر هغې پورې چې زه یې ونه وایم په راتلونکي څو کلونو کې به نه پرخه او نه به باران […]

1 Kings 16

۱څښتن د حناني د زوی ییهو نبي سره خبرې وکړې او هغه ته یې د بعشا دپاره دا پیغام ورکړ: ۲<ته هیڅ شی نه وې، مګر ما د خاورو څخه راپورته کړې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې کړې. اوس دې د یروبعام په شان ګناه وکړه او زما د قوم اسراییلو د ګناهکار […]

1 Kings 15

د یهودا پادشاه ابیاه (دوهم تواریخ ۱۳: ۱ - ۱۴: ۱) ۱د نباط د زوی یروبعام د پادشاهۍ په اتلسم کال، ابیاه د یهودا پادشاه شو ۲او هغه درې کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. د هغه د مور نوم معکه وه چې د ابشالوم لور وه. ۳ابیاه د خپل پلار په شان هماغسې ګناهونه وکړل او هغه د […]

1 Kings 14

د یروبعام په ضد د اخیا وړاندوینه ۱په هغه وخت کې د یروبعام پادشاه زوی ابیاه ناروغ شو. ۲یروبعام خپلې ښځې ته وویل: <خپله څېره بدله کړه ترڅو هیڅوک تا ونه پېژني چې زما ښځه یې او اخیا نبي ته چې په شیلوه کې اوسیږي ورشه. دا هماغه سړی دی چې ماته یې ویلي وو […]

1 Kings 13

د یهودا څخه یو نبي ۱یو نبي د څښتن په امر د یهودا څخه بیت ئیل ته لاړ او کله چې هلته ورسېده، یروبعام د قربانۍ وړاندې کولو په خاطر د قربانۍ په ځای کې ولاړ ؤ. ۲هغه نبي د څښتن په حکم د قربانۍ د ځای په ضد وینا وکړه: <ای د قربانۍ ځایه! ای […]

1 Kings 12

د شمالي قبیلو یاغیتوب (دوهم تواریخ ۱۰: ۱ - ۱۹) ۱رحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راغونډ شوي وو چې هغه پادشاه کړي. ۲کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، هغه په مصر کې نور هم پاتې شو. ۳خو هغوی یروبعام راوغوښت او هغه […]

1 Kings 11

د سلیمان ښځې ۱سلیمان د ډېرو بهرنیو ښځو سره مینه لرله. د فرعون د لور څخه پرته هغه د حیتي، موآب، عمون، ادوم او صیدون د ښځو سره هم ودونه وکړل. ۲څښتن امر کړی ؤ چې اسراییلیان دې د دې قومونو سره ودونه نه کوي، ځکه چې هغوی به د اسراییلیانو زړونه د خپلو خدایانو […]

1 Kings 10

د سلیمان او د سبا د ملکې لیدنه او کتنه (دوهم تواریخ ۹: ۱ - ۱۲) ۱کله چې د سبا ملکې د سلیمان د شهرت په باره کې واورېدل (هغه شهرت چې څښتن سلیمان ته ورکړی ؤ)، نو هغه راغله چې په سختو پوښتنو سره هغه وازمایي. ۲هغه د یو لوی کاروان او اوښانو سره چې عطر، ډېر […]

1 Kings 9

سلیمان ته د څښتن بیا ښکاره کېدل (دوهم تواریخ ۷: ۱۱ - ۲۲) ۱کله چې سلیمان د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ جوړونه پای ته ورسوله او هغه څه چې هغه د جوړولو پلان درلود ترسره یې کړل، ۲څښتن د دوهم ځل دپاره هغه ته ورښکاره شو، لکه څنګه چې په جبعون کې ورته ښکاره شوی […]

1 Kings 8

د خدای کور ته د لوظ صندوق راوړل (دوهم تواریخ ۵: ۲ - ۶: ۲) ۱وروسته بیا سلیمان د اسراییلو سپین ږیري، د قبیلو ټول مشران او د اسراییلو د خېلونو رئیسان اورشلیم ته راوغوښتل، چې د څښتن د لوظ صندوق د صهیون یعنې د داود د ښار څخه د خدای کور ته یوسي. ۲د کال په اوومه یعنې […]