Psalm 56

په خدای باندې توکل (د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د څېړیو په لېرې ونو کې ناستې کوترې» په تال، د داود زبور، وروسته د هغې چې فلسطینیانو هغه په جت کې ونیوه.) ۱په ما رحم وکړه خدایه ځکه خلک راپسې دي خپل دښمنان ما همېشه ځوروي ۲زما دښمنان دي راپسې ټوله ورځ کوي بریدونه […]
Psalm 55

د دوست د خیانت په هکله دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور) ۱دعا قبوله کړه زما خدایه زما زاریو ته شا مه اړوه! ۲زما خبرو ته غوږ ونیسه او راکړه ځواب زه اندېښنو سخت راګېر کړی یم زګېروي کومه ۳د دښمنانو له شورونو وېرېدلی […]
Psalm 54

له دښمن څخه د ساتنې دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور، وروسته د هغې چې د زیف اوسېدونکي سړي شاوول ته ورغلل او هغه ته یې وویل چې داود زمونږ په سیمه کې پټ دی) ۱ته په خپل واک باندې ما خلاص کړه […]
Psalm 53

د انسان ګناه (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مهلات» په تال د داود زبور) (زبور ۱۴) ۱کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي ۲په انسانانو له اسمانه خدای نظر ساتي خپل ترڅو وګوري کوم […]
Psalm 52

د بدکاره کس برخلیک (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور، کله چې دواغ ادومي شاوول ته ورغی او ورته ویې ویل چې داود د اخیملک کور ته تللی ؤ.) ۱ای زوروره، څه له فخر کړې په خپلو بدو؟ ده تلپاتې د خدای مینه ۲ته پلانونه جوړوې چې کړې تباه نور خلک د […]
Psalm 51

د بخښنې دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور، د هغه وخت په هکله چې ناتان نبي داود ته د هغې څخه وروسته راغی چې داود د بتشبع سره زنا کړې وه.) ۱په خاطر ستا د تلپاتې مینې خدایه ما باندې رحم وکړه ستا د لوی رحمت له وجې له منځه […]
Psalm 50

حقیقي عبادت (د آساف زبور) ۱کوي خبرې څښتن خدای چې دی مطلق قادر ټولې دنیا نه خلک راغواړي له ختیځه تر لوېدیځه پورې ۲د صهیون ښار چې په حسن کې کامل دی ځلیږي خدای ورڅخه ۳زمونږه خدای راځي خو خاموشه نه راځي د هغه مخکې سوځېدونکی اور وي او ګیرچاپېره ترې وي سخت توفان ۴ځمکه […]
Psalm 49

په شتمنۍ باندې د تکیه کولو کم عقلتوب (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور) ۱واورئ دا ټولو خلکو د نړۍ ټولو اوسېدونکو غوږ شئ! ۲ای غټانو او کوچنیانو ای شتمنو هم خوارانو ۳زه به کومه د حکمت خبرې خلکو ته پوهه ورکوي د زړه بیان زما ۴زه به خپل فکر اړومه […]
Psalm 48

صهیون یعنې د خدای ښار (یوه سندره کومه چې د قورح د طایفې زبور هم دی) ۱څښتن خدای دی لوی هغه لایق دی د ثنا ټولې په هغه ښار کې چېرې اوسیږي چې په خپل سپېڅلي غر باندې ۲لوړ او ښایسته دی صهیون د هغه لوی پاچا ښار کوم چې خوشحالي راوړي نړۍ ټولې ته […]
Psalm 47

خدای د جهان پاچا دی (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور) ۱ای ټولو خلکو پړکوئ لاسونه! د خدای ثنا په خوشحالۍ او لوړو چیغو وکړئ! ۲چې هیبتناکه دی څښتن تعالی هغه ډېر لوی پاچا دی کوي حکومت ټولې دنیا باندې ۳نورو قومونو باندې مونږ ته یې بری راکړی او یې […]