Psalm 96

خدای تر ټولو لوی پاچا (لومړی تواریخ ۱۶: ۲۳ - ۳۳) ۱څښتن ته ووایئ یوه نوې سندره ای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسې ۲څښتن ته ووایئ سندره او ستاینه یې د نوم وکړئ اعلان کړئ هره ورځ دا زېری چې نجات یې دی راکړی مونږ ته ۳قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغه ټولو خلکو ته […]

Psalm 95

څښتن ته د ثنا او صفت سندره ۱راځئ چې ووایو څښتن ته د ثنا سندرې! راځئ چې خپل قوي ژغورونکي ته مونږ چیغې د خوښۍ ووهو ۲راځئ حضور ته د هغه د شکرانې سره یوځای ورشو وکړو ستاینه په سندرو د خوښۍ د هغه ۳ځکه څښتن لوی خدای دی ټولو خدایانو څخه لوی پاچا دی […]

Psalm 94

خدای د ټولې نړۍ قاضي دی ۱ای څښتنه، ته یې خدای غچ اخیستونکی ای غچ اخیستونکیه خدایه، وښایه ته خپل جلال! ۲ای د نړۍ قاضي راپاڅېږه ته ورسوه د خپلو بدو عملونو په سزا مغروران! ۳ترڅو به بدکاران ای څښتنه بدکاران به خوشحالي کوي تر کومه؟ ۴هغوی د کبر او غرور غټې خبرې کوي ټول […]

Psalm 93

د څښتن پاچاهي ۱څښتن کوي پاچاهي هغه اغوستې د جلال چپنه څښتن اغوستې ده چپنه او په قوت یې خپله ملا تړلې په رښتیا نړۍ یې ټینګه ودرولې هغه هېڅکله خوځېدلې نه شي ۲ای څښتنه تخت دې قایم دی له ډېر پخوا نه ته موجود وې له ازله ۳راپورته شوي سېلابونه ای څښتنه! راپورته کړی […]

Psalm 92

د ثنا او صفت سندره (زبور او د سبت د ورځې دپاره یوه سندره) ۱څومره ښه ده ای څښتنه چې مونږ ستا شکر ادا کړو خدای تعالی چې صفت وکړو ستا د نوم مونږ په سندرو کې ۲چې هر سهار د ستا تلپاتې مینه او هره شپه کړو بیان ستا وفا ۳د چنګ د ساز […]

Psalm 91

خدای زمونږ ساتونکی ۱څوک چې اوسیږي په پناه د خدای تعالی کې هغه به ژوند تېر کړي د خدای مطلق قادر د سیوري لاندې ۲زه به څښتن ته داسې ووایمه چې ته پناه ځای او هم کلا یې زما او زما خدای چې توکل پرې کوم ۳په رښتیا به څښتن خلاص کړي تاسو د ښکاریانو […]

Psalm 90

څلورم کتاب (زبور ۹۰ - ۱۰۶) خدای او فاني انسان (د خدای د نبي موسی دعا) ۱تل پناه ځای یې زمونږ د ټولو نسلو ای څښتنه ۲مخکې له دې نه چې ته غرونه او یا ځمکه او نړۍ پیدا کړې ته له ازله تر ابده خدای یې ۳ته انسان بېرته ورولې خاورو ته، وایې ورته: «خاورو ته […]

Psalm 89

د ملي کړاو په مهال سندره (د ازراحي ایتان زبور) ۱ای څښتنه، زه به تل ستا د تلپاتې مینې وایمه سندره په خپله خوله ټولو نسلونو ته به ستا وفاداري بیان کړم ۲ما ویل چې ستا مینه به شي پاتې تل دپاره وفاداري به دې وي ټینګه اسمانونو په شان ۳وویل تا چې ما لوظ […]

Psalm 88

د مرستې دپاره زاري (یوه سندره او هم د قورح د طایفې زبور. د سرود ویونکو د مشر دپاره: د مهلات لعنوت په اساس د هیمان ازراحي زبور) ۱ای څښتن خدایه خلاصوونکیه زما ټوله ورځ تاته زاري کړم د شپې ستا حضور ته ژاړم ۲کړه قبوله زما دعا غوږ مې ونیسه زاریو ته! ۳ډېر تکلیفونه […]

Psalm 87

د اورشلیم په صفت کې (د قورح د طایفې زبور چې سندره هم ده.) ۱څښتن خپل ښار ودان کړ چې یې بنیاد دی ایښی په سپېڅلو تپو ۲د اسراییلو په ټولو ښارونو کې د صهیون ښار څښتن ته ګران دی له هره ځایه ۳ای د خدای ښاره خبرې کیږي ستا د جلال په هکله: ۴«مصریان […]

Verified by MonsterInsights