Psalm 107

پنځم کتاب (زبور ۱۰۷‏ - ۱۵۰) د خدای د ښه والي په هکله ثنا او صفت ۱د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه ده ابدي د هغه مینه ۲ای ټولو خلکو چې څښتن یئ ازاد کړي داسې ووایئ هغه خلاص کړي یئ د خپلو دښمنانو ځینې ۳او بېرته یې راوستلئ له پردیو ملکونو څخه له […]

Psalm 106

په خپل قوم باندې د خدای مهرباني ۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ! د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه ده ابدي د هغه مینه ۲څوک کولای شي بیان کړي د هغه عظیم کارونه؟ څوک په پوره توګه کولای شي صفت یې وکړي؟ ۳بختور هغه دي چې کړي انصاف د نورو سره چې […]

Psalm 105

خدای او د هغه قوم (لومړی تواریخ ۱۶: ۸ - ۲۲) ۱کوئ شکر د څښتن او د هغه په نوم دعا کوئ! نورو قومونو ته دا ووایئ څه چې هغه کړي دي ۲هغه ته حمد ووایئ ووایئ هغه ته د ثنا او صفت سندره هغه چې کړي عجیبه کارونه کړئ یې بیان خلکو ته ۳په پاک نوم د […]

Psalm 104

د خالق خدای په ستاینه کې ۱ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه! څومره عظیم یې ته زما څښتن خدایه! د لویۍ او د جلال لباس کې پټ یې ۲تا په رڼا کې ځان پوښلی د کالیو په څېر تا اسمانونه غوړولي د خېمې په شان دي ۳پاسنی چت دې د خپل کور جوړ کړی […]

Psalm 103

د خدای مینه (د داود زبور) ۱ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه! ای زما ټول بدنه، د هغه سپېڅلی نوم ثنا ووایه! ۲ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه! مه هېروه ټول احسانونه یې ته! ۳څوک چې ستا ټول ګناهونه بخښي او ستا ټول رنځونه روغوي ۴څوک چې ژغوري تا له مرګه او خپل […]

Psalm 102

د یو مظلوم سړي دعا (د ژور خفګان په مهال د یو مظلوم سړي د څښتن په وړاندې دعا او شکایت) ۱ای څښتنه کړه قبوله زما دعا زما فریاد دې تاته ورسیږي ۲په سخته ورځ کې دې مخ مه اړوه زما نه ماته غوږ ونیسه کله چې تاته کړم دعا ته یې قبوله کړه زر […]

Psalm 101

د پاچا وعده (د داود زبور) ۱زه به ووایم سندره د تلپاتې مینې او انصاف ای څښتنه، تاته به ووایمه زه د ثنا سندره ۲زه به کومه پام چې خپل ژوند تېر کړم بې ګناه ته به زما مرستې ته کله راځې؟ زه به په خپل کور کې ژوند کومه په صداقت سره ۳بدو شیانو ته […]

Psalm 100

د ثنا او صفت سندره (د شکر ادا کولو زبور) ۱ای ټولې نړۍ، څښتن ته ووهئ د خوشحالۍ چیغې ۲وکړئ عبادت د څښتن خدای په خوشحالۍ سره په سندرو د خوښۍ د هغه حضور ته راشئ ۳ومنئ دا چې څښتن خدای دی مونږ یو خلق کړي هغه او د هغه یو مونږه مونږ یو خلک […]

Psalm 99

خدای ډېر لوی پاچا ۱پاچاهي کوي څښتن نو ودې لړزیږي د دنیا قومونه هغه دی ناست په تخت د اسماني مخلوق دپاسه نو ځمکه دې شي په لړزېدلو باندې ۲څښتن لویي څرګندوي صهیون کې او دی اوچت په ټولو ولسونو باندې ۳هغوی دې ووایي ثنا د هغه د لوی او هیبتناکه نامه ځکه چې دی […]

Psalm 98

څښتن د ټولې نړۍ ټولواک دی (زبور) ۱څښتن ته ووایئ یوه نوې سندره ځکه کارونه یې عجیبه کړي دي په خپل قدرت او خپل سپېڅلي ځواک یې بریالیتوب تر لاسه کړی هغه ۲څښتن اعلان کړی دی خپل بری خپل عدالت یې ښکاره کړی دی قومونو ته ۳تلپاتې مینه او وفا یې خپله کړله وریاده د اسراییلو […]