2 Chronicles 31
د حزقیا له خوا د مذهبي ژوند اصلاح کول ۱وروسته له دې چې اختر پای ته ورسېده، د اسراییلو ټول خلک د یهودا هر ښار ته لاړل او د تیږو ستنې یې ماتې کړې، د اشیره بتان یې راوغورځول او د قربانۍ ځایونه او سیمه ییز عبادتځایونه یې وران کړل. هغوی د یهودا په پاتې سیمه […]
2 Chronicles 30
د فسحې د اختر دپاره تیاری ۱-۳د کال په لومړۍ میاشت خلکو نه شو کولای چې د فسحې اختر په سم وخت ولمانځي، ځکه چې زیات شمېر کاهنانو خپل ځانونه پاک کړي نه وو او په اورشلیم کې ډېر خلک راغونډ شوي نه وو. نو حزقیا پاچا، د هغه درباریان او د اورشلیم خلک په […]
2 Chronicles 29
د یهودا پاچا حزقیا (دوهم پاچاهان ۱۸: ۱ - ۳) ۱حزقیا پنځه ویشت کلن ؤ چې پاچا شو او هغه نهه ویشت کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم ابیا ؤ چې د زکریا لور وه. ۲هغه لکه د خپل نیکه داود پاچا په شان هغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې […]
2 Chronicles 28
د یهودا پاچا آحاز (دوهم پاچاهان ۱۶: ۱ - ۴) ۱آحاز شل کلن ؤ چې پاچا شو او شپاړس کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره نه کړه او داسې کارونه یې ونه کړل چې د څښتن په نظر کې ښه وو. ۲آحاز د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. هغه […]
2 Chronicles 27
د یهودا پاچا یوتام (دوهم پاچاهان ۱۵: ۳۲ - ۳۸) ۱یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یروشه د صادوق لور وه. ۲یوتام د خپل پلار په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو د هغه په شان […]
2 Chronicles 26
د یهودا پاچا عزیا (دوهم پاچاهان ۱۴: ۲۱ - ۲۲، ۱۵: ۱ - ۷) ۱د یهودا ټولو خلکو د امصیا شپاړس کلن زوی عزیا د هغه د پلار په ځای د پاچا په توګه غوره کړ. ۲(عزیا د خپل پلار تر مړینې وروسته د ایلوت ښارګوټی د یهودا دپاره بېرته ونیوه او بیا یې ودان کړ.) ۳عزیا د شپاړس کلنۍ په […]
2 Chronicles 25
د یهودا پاچا امصیا (دوهم پاچاهان ۱۴: ۲ - ۶) ۱امصیا د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې نهه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یهوعدان نومېدله چې د اورشلیم څخه وه. ۲هغه داسې کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو د زړه له کومي یې نه […]
2 Chronicles 24
د یهودا پاچا یوآش (دوهم پاچاهان ۱۲: ۱ - ۱۶) ۱یوآش اووه کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او په اورشلیم کې یې څلوېښت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور زبیه د بیرشبع د ښار څخه وه. ۲ترڅو پورې چې یهویاداع ژوندی ؤ، یوآش هغه کارونه کول چې څښتن ورباندې خوشحالېده. ۳یهویاداع د یوآش پاچا دپاره دوه […]
2 Chronicles 23
د عتلیا په ضد یاغیتوب (دوهم پاچاهان ۱۱: ۴ - ۱۶) ۱د شپږ کالو انتظار څخه وروسته یهویاداع کاهن پرېکړه وکړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې یو کار وشي. هغه د دغو پنځو عسکري منصبدارانو سره تړون وکړ: د یروحام زوی عزریا، د یهوحانان زوی اسماعیل، د عوبید زوی عزریا، د عدایا زوی معسیا او […]
2 Chronicles 22
د یهودا پاچا اخزیا (دوهم پاچاهان ۸: ۲۵ - ۲۹، ۹: ۲۱ - ۲۸) ۱ځینو عربانو د یرغلګرو مشري وکړه او حمله یې وکړه او پرته له اخزیا چې کشر ؤ د یهورام ټول زامن یې ووژل. نو بیا د اورشلیم خلکو اخزیا د هغه د پلار څخه وروسته پاچا کړ. ۲-۳اخزیا د دوه ویشت کالو په عمر ؤ چې پاچا […]