Ezra 5

د خدای د کور د بیا ودانولو کار شروع کیږي ۱په هغه وخت کې دوه نبیانو یعنې حجي او د عیدو زوی زکریا د اسراییلو د هغه خدای پیغام چې د ټولو نه اوچت دی، هغو یهودیانو ته ورساوه چې په یهودا او اورشلیم کې اوسېدل. ۲کله چې د شالتي ییل زوی زروبابل او د یوصاداق […]

Ezra 4

د خدای د کور د بیاجوړونې سره مخالفت ۱کله چې د یهودا او بنیامین د خلکو دښمنانو واورېدل چې هغه خلک چې له جلاوطنۍ څخه راستانه شوي دي د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت ځای بیا جوړوي، ۲نو هغوی زروبابل او د طایفو مشرانو ته ورغلل او هغوی ته یې وویل: «مونږ ته اجازه […]

Ezra 3

د قربانۍ د مراسمو بیا پیل ۱کله چې اوومه میاشت راورسېدله، د اسراییلو قوم په خپلو ښارګوټو کې ځای په ځای شول. بیا هغوی ټول په اورشلیم کې په اتفاق سره راغونډ شول. ۲د یوصاداق زوی یشوع او د هغه ملګرو کاهنانو، د شالتي ییل زوی زروبابل او د هغه خپلوانو د اسراییلو د خدای د […]

Ezra 2

د راستانه شوو جلاوطنو خلکو لست (نحمیا ۷: ۴ - ۷۳) ۱ډېرو جلاوطنو خلکو د بابل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه بابل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې. ۲دا د هغوی مشران وو: […]

Ezra 1

کوروش پاچا او د یهودیانو راستنېدل ۱د فارس د پاچا کوروش د امپراتورۍ په لومړي کال هغه وعده چې څښتن د ارمیا نبي په وسیله کړې وه، پوره کړه. هغه کوروش دې ته وهڅاوه چې دا لاندې حکم جاري کړي او هغه په لیکلي ډول خپلې ټولې امپراتورۍ ته واستوي او په هرځای کې دې […]

2 Chronicles 36

د یهودا پاچا یهوآحاز (دوهم پاچاهان ۲۳: ۳۰ - ۳۵) ۱د یهودا خلکو د یوشیا زوی یهوآحاز غوره کړ او هغه یې په اورشلیم کې پاچا کړ. ۲یهوآحاز درویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او درې میاشتې یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. ۳د مصر پاچا نیکو هغه د تخت څخه لېرې کړ او د یهودا […]

2 Chronicles 35

یوشیا او د فسحې اختر لمانځنه (دوهم پاچاهان ۲۳: ۲۱ - ۲۳) ۱یوشیا پاچا د څښتن د درناوي دپاره په اورشلیم کې د فسحې اختر ولمانځه. هغوی د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه ورځ د اختر دپاره وري حلال کړل. ۲هغه کاهنانو ته وظیفې وروسپارلې او د څښتن په کور کې یې خدمت ته وهڅول. ۳هغه لاویانو ته چې […]

2 Chronicles 34

د یهودا پاچا یوشیا (دوهم پاچاهان ۲۲: ۱ - ۲) ۱یوشیا اته کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یودېرش کاله پاچاهي وکړه. ۲یوشیا هغه کار کاوه چې د څښتن په نظر کې ښه ؤ. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره کړه او په ټینګه یې د څښتن د ټولو قوانینو اطاعت […]

2 Chronicles 33

د یهودا پاچا منسي (دوهم پاچاهان ۲۱: ۱ - ۹) ۱منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. ۲منسي د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم شړلي […]

2 Chronicles 32

آشوریان او اورشلیم ته ګواښ (دوهم پاچاهان ۱۸: ۱۳ - ۳۷، ۱۹: ۱۴ - ۱۹‏، ۱۹: ۳۵ - ۳۷ او اشعیا ۳۶: ۱ - ۲۲، ۳۷: ۸ - ۳۸) ۱له دې ښو او نېکو کارونو څخه وروسته چې حزقیا پاچا په وفادارۍ سره سرته ورسول، د آشور پاچا سنخاریب په یهودا باندې حمله وکړه. هغه هغه قوي شوي ښارونه کلابند کړل او غوښتل یې چې دا ښارونه ونیسي. ۲کله چې […]