Psalm 2
د خدای غوره شوی پاچا ۱ولې په قهر شول نور قومونه دومره؟ ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟ ۲تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهان دي لګیا حکمرانان د دسیسو په جوړولو یو له بله سره د څښتن او د هغه د غوره شوي پاچا په وړاندې ۳وایي: «راځئ چې زنځیرونه مات کړو د غلامۍ […]
Psalm 1
لومړی کتاب (زبور ۱ - ۴۱) رښتینې خوشحالي ۱چې عمل د بد عملو په ویناوو باندې نه کړي نه په لار د ګناهکارو باندې درومي مسخرو ډلو کې هم کښېناستل نه کړي نو بیا هغه بختور دی بختور دی ۲خو شریعت کې د څښتن چې خوشحالیږي شپه او ورځ کاندي فکرونه په هغې کې ۳په مثال د […]
Esther 10
د خشایار شاه او مردخای شان او شوکت ۱خشایار شاه په خپلې امپراتورۍ کې هر یو دې ته مجبور کړ چې باج ورکړي، حتی هغه خلک چې د دریاب څخه لېرې او یا د دریاب په غاړه اوسېدل. ۲هغه ټول لوی او عجیبه کارونه چې خشایار شاه کړي وو او هغه پوره کیسه چې هغه […]
Esther 9
یهودیان او د خپلو دښمنانو له منځه وړل ۱د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ، یعنې هغه ورځ چې لومړی شاهي فرمان باید عملي شي راورسېدله، په دې ورځ د یهودیانو دښمنان په دې هیله وو چې په هغوی باندې بریالي شي. خو د دې په ځای، یهودیانو په هغوی باندې بری وموند. ۲یهودیان د خشایار […]
Esther 8
د پاچا له خوا د مردخای ترفیع ۱په هماغه ورځ خشایار شاه د یهودیانو د دښمن یعنې هامان ټوله شتمني او جایداد ملکې استر ته ورکړ. استر پاچا ته وویل چې مردخای د هغې خپلوان دی. وروسته له دې مردخای ته اجازه وه چې د پاچا حضور ته ورشي. ۲پاچا خپله د مهر ګوته چې […]
Esther 7
په دار باندې د هامان ځړول ۱نو پاچا او هامان د ډوډۍ خوړلو دپاره د استر مېلمستیا ته لاړل. ۲د دوهم ځل دپاره چې هغوی شراب څښل، پاچا بیا پوښتنه وکړه: «ای استر ملکې، ته څه غواړې؟ هغه به درکړل شي. ستا غوښتنه څه ده؟ که ته وغواړې، زه به حتی نیمه امپراتوري هم درکړم.» […]
Esther 6
پاچا او د مردخای عزت ۱په هغه شپه پاچا ته هېڅ خوب نه ورته، نو هغه امر وکړ چې د امپراتورۍ د پېښو تاریخي کتاب راوړئ او ماته یې په لوړ اواز ولولئ. ۲په هغه کې یې داسې لیکنه وموندله چې څنګه مردخای د پاچا د وژلو هغه دسیسه چې د پاچا د کوټې د […]
Esther 5
پاچا او هامان ته د استر له خوا د مېلمستیا بلنه ۱د روژې په درېمه ورځ استر خپل شاهانه کالي واغوستل، بیا لاړه او د ماڼۍ په دننه حوېلۍ کې د پاچا د شاهي تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. پاچا دننه ؤ او په همدې کوټې کې دروازې ته مخامخ په خپل تخت باندې ناست […]
Esther 4
د استر څخه د مردخای مرسته غوښتل ۱کله چې مردخای د هغو ټولو کارونو څخه چې شوي وو خبر شو، هغه له خفګانه خپل کالي وشکول، د ویر کالي یې واغوستل او ایرې یې په سر باندې واچولې. بیا هغه ښار ته ووت او په لوړ اواز یې سخت ژړل. ۲هغه د ماڼۍ تر دروازې […]
Esther 3
د یهودیانو له منځه وړلو دپاره د هامان دسیسه ۱څه موده وروسته خشایار شاه د همداتا زوی هامان ته چې د اجاج د طایفې ؤ، ترفیع ورکړه. هغه یې په خپلې امپراتورۍ کې لومړنی وزیر کړ. ۲پاچا حکم وکړ چې ټول درباریان دې هامان ته د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیت کړي. هغوی ټولو […]