Proverbs 17
۱په سکون سره د سپورې ډوډۍ خوړل ښه دي د هغه کور نه چې په کې کبابونه د جنګونو سره وي. ۲هوښیار نوکر به د پلار په شرمېدلي زوی باندې حکم وکړي او د کورنۍ د نورو غړو په شان به په میراث کې برخه واخلي. ۳سره او سپین زر په اور ازمایل کیږي خو […]
Proverbs 16
۱انسان په خپل زړه کې ډېرې نقشې جوړوي خو وروستۍ خبره د څښتن په لاس کې ده. ۲د انسان په نظر خپلې ټولې لارې پاکې ښکاري خو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي. ۳خپل ټول کارونه څښتن ته وسپاره نو ستا نقشې به بریالې شي. ۴څښتن هرڅه د خپل مقصد دپاره پیدا کړي دي […]
Proverbs 15
۱نرم ځواب د غوسې اور سړوي خو سخته خبره سمدلاسه د قهر لمبې پورته کوي. ۲د هوښیارانو ژبه علم ته ښایست ورکوي خو د کم عقلانو له خولې نه جهالت توییږي. ۳هرځای د څښتن تر نظر لاندې دی او په ښو او بدو باندې ټینګ پام ساتي. ۴نرمه ژبه د ژوندانه د ونې په څېر ده […]
Proverbs 14
په حکمت ژوند کول ۱هوښیاره ښځه خپل کور ودانوي خو جاهله ښځه خپل کور په خپل لاس ورانوي. ۲څوک چې له څښتن څخه وېریږي هغه په سمه لار ځي خو څوک چې په غلطو لارو روان وي څښتن سپکوي. ۳د جاهل له کبرجنې ژبې نه د سزا شنه لښته جوړیږي خو د هوښیارانو د خولې […]
Proverbs 13
ژوند او تعلیم ۱د حکمت خاوند د خپل پلار نصیحت قبلوي خو ملنډې وهونکی خپله ملامتیا نه مني. ۲د ښه سړي د خولې له هوښیارو خبرو ښه خوند اخیستل کیږي خو د خاینانو زړونه د ظلم تږي دي. ۳څوک چې ژبه په واک کې ساتي نو خپل ځان ساتي خو څوک چې بېځایه خبرې کوي […]
Proverbs 12
خبرې او عملونه ۱څوک چې نصیحت مني نو د علم سره مینه لري خو څوک چې له اصلاح نه کرکه کوي بې عقله دی. ۲ښه انسان د څښتن رضا او خوشحالي حاصلوي خو هغه انسان ته سزا ورکوي چې بدې نقشې جوړوي. ۳هېڅوک د بدۍ له امله ټینګ نه پاتې کیږي خو د نېکانو ریښه هېڅکله […]
Proverbs 11
۱څښتن د تلې له غلط استعمال نه کرکه کوي خو په پوره کاڼي تول تل خوښوي. ۲کله چې غرور راشي نو رسوایي هم راځي خو د عاجزۍ سره حکمت راځي. ۳د صادقانو پاک زړه د هغوی لارښوونه کوي خو د خاینانو ګمراهي هغوی تباه کوي. ۴د عدالت په ورځ دولت ګټه نه لري خو صداقت […]
Proverbs 10
د سلیمان پورې تړلي متلونه ۱دا د سلیمان متلونه دي. رښتینې شتمني او د حقیقت خبرې هوښیار زوی خپل پلار خوشحالوي خو کم عقل زوی خپله مور په غم اخته کوي. ۲هغه دولت چې د ناروا لارې تر لاسه کیږي ګټه نه لري خو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري. ۳څښتن نېک انسان لوږې ته نه پرېږدي […]
Proverbs 9
د حکمت بلنه ۱حکمت د یوې ښځې په څېر خپل کور ودان کړی دی او اووه ستنې یې توږلې او بیا یې ودرولې دی. ۲هغې د مېلمستیا دپاره غوښه تیاره کړې او د انګورو شیره یې جوړه کړې ده او دسترخوان یې هوار کړی دی. ۳هغې خپلې وینځې ورولېږلې چې د ښار له لوړو ځایونو […]
Proverbs 8
د حکمت غږ او ځان پېژندل ۱حکمت د یوې هوښیارې ښځې په څېر نارې وهي او پوهه په لوړ اواز خپل غږ پورته کوي. ۲هغه د لارې په غاړه په لوړو ځایونو ولاړه وي او د څلور لارو په سر ودریږي. ۳هغه د ښار د دروازو دننه د تګ راتګ د لارو په خوا کې […]