Psalm 22
د تکلیف، فریاد او د ستاینې سندره (د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سباوون د هوسۍ» په تال د داود زبور) ۱زما خدایه، زما خدایه، تا زه ولې یم پرې ایښی؟ شولې دومره لېرې ته ولې له ما نه؟ نه مې اورې ته زګېروي، ولې نه راځې خلاصون له؟ ۲هره ورځ درته فریاد کړم […]
Psalm 21
د کامیابۍ دپاره د څښتن ثنا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱پاچا ستا په طاقت کوي څښتنه خوشحالي کړي څومره لویه خوشحالي ځکه چې تا ورته بری ورکړی ۲تا دی پوره کړی د هغه د زړه ارمان رد کړی نه دی تا د هغه د خولې سوال ۳تا پاچا کړ استقبال […]
Psalm 20
د فتحې دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱په سختۍ کې دې څښتن کاندي قبوله ستا دعا د یعقوب خدای دې ساتنه وکړي ستا ۲له خپل سپېڅلي ځای نه دې کومک واستوي تاته د صهیون له غره دې مرسته وکړي ستا ۳کړي رایادې دې ستا ټولې نذرانې کړي قبولې دې […]
Psalm 19
د دنیا په پیدایښت کې د خدای لویي (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱اسمانونه څومره ښه بیانوي د خدای جلال کارنامې د لاس یې وایي فضا ۲هره ورځ یې اعلانوي راتلونکې ورځ ته هره شپه یې تکراروي سبا شپې ته ۳نه کوي هغوی خبرې نه اواز یې اورېدی شي ۴خو بیاهم […]
Psalm 18
د داود د بریالیتوب سندره (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د څښتن د خدمتګار داود زبور کله چې څښتن داود د شاوول او د هغه د نورو ټولو دښمنانو څخه خلاص کړ. هغه دا زبور ووایه.) (دوهم سموییل ۲۲: ۱ - ۵۱) ۱ته زما قوت یې ای څښتنه په ما ګران یې ۲څښتن دی زما ساتونکی دی […]
Psalm 17
د بې ګناه سړي دعا (د داود دعا) ۱واوره زارۍ زما څښتنه، د انصاف دپاره هم د مرستې په خاطر زما فریاد واوره واوره دعا ته زما د بې ریا زړه ۲زما په حق کې ته انصاف وکړه ځکه پوهېږې حقیقت باندې ته ۳تا امتحان کړ زما زړه ته په شپه کې راغلې ماته زه دې […]
Psalm 16
د ډاډګېرنې دعا (د داود زبور) ۱ته مې وساته ای خدایه، زه پناه غواړم له تا نه ۲ما دا وویل څښتن ته: «ته زما څښتن یې ټول زما نعمتونه دي د ستا له خوا نه» ۳د وطن سپېڅلي خلک، شریف خلک دي! په هغوی کې زما ټوله خوشحالي ده ۴چې ځغلي څوک نورو خدایانو پسې […]
Psalm 15
خدای څه غواړي؟ (د داود زبور) ۱ای څښتنه څوک کولای شي چې پاتې شي ستا کور کې؟ اوسېدی شي څوک د ستا په مقدس غره؟ ۲څوک چې کاندي اطاعت د خدای هر کار کې او همېش کړي نېک کارونه چې خبرې یې رښتیا د زړه له کومي ۳څوک چې نه وایي تهمت په نورو باندې […]
Psalm 14
د انسان بدکاري (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) (زبور ۵۳) ۱کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي ۲له اسمانه څښتن ساتي خپل نظر په انسانانو ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل چې […]
Psalm 13
څښتن ته د مرستې دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱ته ترڅو به هېروې ما ای څښتنه؟ تر ابده؟ ته ترڅو به اړوې خپل مخ زما نه؟ ۲ترڅو به روح وي پرېشانۍ کې زما؟ ترڅو به هره ورځ زړګی له غمه ډک وي زما؟ ترڅو دښمن به بریالی وي په […]