Ecclesiastes 5

له خدای څخه وېره ۱کله چې د خدای کور ته ځې نو په خپلو قدمونو پام کوه. هلته د اورېدو دپاره تلل، له هغه قربانۍ څخه ښه ده چې د کم عقلانو له خوا وړاندې کیږي. ځکه هغوی په دې نه پوهیږي چې کوم کار تر سره کوي، هغه بد دی. ۲په خپلو خبرو کې بیړه مه […]

Ecclesiastes 4

قدرت او یوازېتوب ۱یوځل بیا مې ټول هغه ظلمونه ولیدل چې د اسمان لاندې تر سره کیږي. ما اوښکې ولیدلې د مظلومانو چې په ځمکه څڅېدلې خو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤ ظالمان وو ځواکمنان وو بې وسه مظلومان خو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤ ۲نو ما هغه کسان نېکمرغه وګڼل چې مړه […]

Ecclesiastes 3

د هر شي دپاره ټاکلی وخت ۱په نړۍ کې د هر شي دپاره وخت ټاکل شوی دی او هر مقصد په خپل موقع تر سره کیږي: ۲د زېږېدلو دپاره وخت او د مړ کېدلو دپاره وخت د تخم کرلو دپاره وخت او له بېخه ویستلو دپاره وخت ۳د وژلو دپاره وخت او د روغولو دپاره وخت […]

Ecclesiastes 2

د عیش او عشرت او د شتمنۍ ګټه ۱له ځان سره مې وویل: «راځه چې عیش او عشرت وازمایم ترڅو له ژوند نه خوند واخلم.» خو چې ومې لیدل دا حالت هم لوګی او پوکی ؤ. ۲نو ما فکر وکړ چې خندا او خوشحالي جهالت دی او د عیش او عشرت ګټه څه ده؟ ۳په […]

Ecclesiastes 1

د کتاب سریزه ۱دا د هغه څېړونکي خبرې دي چې د داود زوی دی او په اورشلیم کې پاچا ؤ. هرڅه لوګی او پوکی دی ۲دا څېړونکی وایي: «لوګی او پوکی! لوګی او پوکی! نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!» ۳انسان چې د اسمان لاندې زیار او زحمت وباسي نو بیا ګټه یې څه […]

Proverbs 31

د لموییل پاچا خبرې ۱دا د لموییل پاچا خبرې دي چې مور یې ورته زده کړي دي. د پاچا دپاره نصیحت ۲«ای زما زویه! ای زما د ګېډې نه پیدا شویه زویه چې په نذرونو مې لاسته راوړی یې. ۳د ځوانۍ قوت دې په ښځو باندې مه ختموه او په هغو لارو تګ مه کوه […]

Proverbs 30

د اګور خبرې ۱دا د یاقه د زوی اګور خبرې دي. اګور ایتییل ته پیغام ورکوي. دعا او اقرار «ای خدایه! زه ډېر ستړی شوی یم ای خدایه! زه ډېر ستړی او ستومانه یم. ۲په حقیقت کې زه د هر چا نه ناپوهه یم او په ما کې د انسان په شان عقل نشته. ۳ما […]

Proverbs 29

۱څوک چې د ډېرې رټنې نه وروسته بیاهم سرغړونه کوي نو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي او د جوړېدو به نه وي. نېکي او بدي ۲کله چې نېکان آبادیږي نو ټول خلک خوشحالیږي خو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک خفه کیږي. ۳څوک چې له حکمت سره مینه لري نو خپل پلار خوشحالوي […]

Proverbs 28

شتمني او واک ۱بدکاران تښتي که څوک ورپسې روان هم نه وي خو نېکان د زمري په شان زړور وي. ۲په کوم وطن کې چې ګډوډي وي نو واکداران یې ډېر وي خو پوه او هوښیار مشران د دولت نظام ټینګ ساتي. ۳کوم غریب واکدار چې په خوارانو ظلم کوي د هغه تېز باران په […]

Proverbs 27

دوستان او دښمنان ۱د سبا ورځې د بریالیتوب په هکله لاپې مه وهه ځکه ته نه پوهېږې چې سبا به څه کیږي. ۲دا به ښه وي چې نور خلک ستا ستاینه وکړي هسې نه چې ته په خپله د ځان ستاینه وکړې. ۳کاڼي درانه او شګې درنې دي خو جاهل چې کومه غوسه راپاروي د […]

Verified by MonsterInsights