Isaiah 3

په اورشلیم او یهودا کې ګډوډي ۱ اوس څښتن، مطلق قادر څښتن به د اورشلیم او یهودا نه ټول شیان چې د خلکو ژوند ورسره تړلي دي، واخلي. هغه به د خوړو او اوبو قحطي راولي. ۲ څښتن به د هغوی جنګیالیان او د هغوی عسکر، د هغوی قاضیان او پیغمبران، د هغوی فال کتونکي او سپین ږیري، ۳ د هغوی […]

Isaiah 2

ابدي سوله (میکاه ۴‏: ۱‏ - ۳) ۱ دا هغه پیغام دی چې خدای د یهودا او اورشلیم په هکله د آموص زوی اشعیا باندې نازل کړ: ۲ راتلونکو ورځو کې به په کوم غر چې دی جوړ شوی د څښتن کور وي به نړۍ کې دا غر لوړ له ټولو غرونو څخه هغه به لوړ وي ټولو غونډیو څخه […]

Isaiah 1

۱ په دې کتاب کې هغه رویا ده چې خدای د یهودا او اورشلیم په اړه د عزیا، یوتام، احاز او حزقیا د پاچاهۍ په دوران کې د آموص زوی اشعیا ته ښکاره کړه. څښتن خپل غوره شوی قوم رټي ۲ څښتن وویل: «ای اسمانه او ځمکې، زه چې څه وایم ورته غوږ ونیسئ! کوم اولادونه چې […]

Ecclesiastes 12

خپل خالق په یاد لره ۱مخکې له دې چې درباندې سختې ورځې راشي او هغه کلونه راشي چې ته ووایې: «نور زما د ژوند خوند نشته» نو د ځوانۍ په ورځو کې خپل خالق په یاد لره ۲مخکې له دې چې د لمر رڼا کمه شي او د سپوږمۍ او ستورو روښنایي لاړه شي او […]

Ecclesiastes 11

د انساني پوهې حدود ۱خپلې دانې په لمده ځمکه کې وشینده ځکه څو ورځې وروسته به ته هغه بېرته حاصل کړې ۲د خپلو دانو یوه برخه له اوو اتو کسانو سره شریکې کړه ځکه ته نه پوهېږې چې په ځمکه باندې به څه افت راځي ۳که ورېځې نمجنې او درندې شي نو په ځمکه باندې […]

Ecclesiastes 10

۱لکه څنګه چې مړه مچان د خوشبویه عطرو بوی خرابوي همدا شان لږ حماقت هم حکمت او شوکت ته زیان رسوي ۲د هوښیار سړي زړه هغه د سمې لارې په لور بیایي خو د کم عقل سړي زړه هغه د ګمراهۍ په لور بیایي ۳یو احمق انسان حتی که په لاره هم روان وي، خو ناپوهه […]

Ecclesiastes 9

د انسانانو پای ۱نو ما په دې ټولو کارونو باندې فکر وکړ، ترڅو دا هرڅه وڅېړم. زه دې نتیجې ته ورسېدم چې نېکان او هوښیاران او د هغوی کارونه د خدای په لاس کې دي. دا چې له انسان سره مینه کیږي یا کرکه، خو هېڅوک په دې نه پوهیږي چې د انسان په راتلونکې […]

Ecclesiastes 8

۱د حکمت خاوند څوک دی؟ څوک د یو موضوع په څرګندولو پوهیږي؟ د یو انسان حکمت د هغه څېره روښانوي او د هغه سخت صورت نرموي د خدای د وېرې او د پاچا د اطاعت په اړه نصیحتونه ۲زما نصیحت دا دی چې د پاچا د حکم څخه اطاعت وکړه، ځکه خدای له هغه سره […]

Ecclesiastes 7

د انسان دپاره ښه او ګټور شیان ۱له قیمتي عطرو نه نېک نامي غوره ده او د زېږېدو له ورځې نه د مړینې ورځ بهتره ده ۲محفلونو ته له تګ نه جنازو ته تګ غوره دی ځکه د هر انسان د ژوند پای مرګ دی او ژوندي خلک باید دا په زړه کې وساتي ۳له […]

Ecclesiastes 6

د تېرېدونکي ژوند په اړه غوره نصیحتونه ۱ما د اسمان لاندې بله بدبختي هم لیدلې ده چې د انسان په اوږو یې دروند بار ایښی دی. ۲یو سړي ته خدای مال، دولت او عزت ورکړی دی ترڅو له ټولو هغو شیانو څخه بې برخې نه وي چې زړه یې غواړي، خو خدای ورته دا قدرت نه […]

Verified by MonsterInsights