Isaiah 33

د مرستې دپاره دعا ۱ افسوس ستاسو په حال چې خلک تباه کوئ او خیانت کوئ، که څه هم تاسو تباه او برباد شوي نه یئ او نه ستاسو سره خیانت شوی دی. ستاسو د تباهۍ او خیانت وخت به پای ته ورسیږي او هغه وخت به راورسیږي چې تاسو د تباهۍ او خیانت ښکار شئ. […]
Isaiah 32

عادل پاچا ۱ وګورئ، یو وخت به یو عادل پاچا په تخت کښېني او د هغه ټول مامورین به هم په انصاف او صداقت سره حکومت وکړي. ۲ هغوی هر یو به د باد او توفان څخه د پټېدلو د ځای په شان وي. هغوی به د داسې ویالو په شان وي چې په وچه ځمکه کې بهیږي […]
Isaiah 31

د اورشلیم ساتندوی ۱ افسوس د هغو کسانو په حال چې د مصر د خلکو څخه مرسته غواړي! هغوی د مصر په لوی نظامي قوت، یعنې اسونو، جنګي ګاډیو او په اسونو سپاره عسکرو باندې تکیه کوي. خو هغوی په څښتن، یعنې د اسراییلو په سپېڅلي خدای تکیه نه کوي او نه ورڅخه مشوره غواړي. ۲ خو څښتن […]
Isaiah 30

د مصر سره بې ګټې تړون ۱ څښتن ویلي دي: «افسوس د یاغي زامنو په حال! ځکه هغوی له ما سره مشوره نه کوي او خپلې نقشې جوړوي. زما د خوښۍ او رضا په خلاف د نورو سره تړون کوي او په دې ډول د خپلو ګناهونو بار ډېروي. ۲ هغوی بې له دې چې زما سره مشوره وکړي […]
Isaiah 29

د اورشلیم کلابندي ۱ ای د قربانۍ لویه ځایه، ای د قربانۍ لویه ځایه، افسوس ستا په حال! هغه ښار چې داود کلابند کړې ؤ. کال په کال خپل جشنونه او اخترونه ولمانځئ، ۲ خو بیا به څښتن په هغه ښار چې د «خدای د قربانۍ د لوی ځای» په نوم یادیږي، مصیبت راولي. په ټول ښار کې […]
Isaiah 28

افسوس د سامرې د ښار په حال ۱ افسوس د سامرې د ښار په حال! ځکه چې د اسراییلو د نشه یي مشرانو د پرتمین تاج په شان دی. هغه د یوې حاصلخېزې درې په سر پروت دی، خو ښایست به یې لکه د ګلانو په شان مړاوی شي. دا د هغو خلکو دپاره ویاړ دی چې […]
Isaiah 27

۱ په هغه ورځ به څښتن په خپلې تېرې، وژونکې او غټې تورې سره بحري بلا ته یعنې هغه تښتېدونکی مار چې تاویږي او راتاویږي، سزا ورکړي او هغه ښامار به ووژني چې په بحیره کې اوسیږي. ۲ په هغه ورځ به څښتن ووایي: «د یو زړه وړونکي د انګورو باغ په اړه سندره ووایئ: ۳ زه څښتن […]
Isaiah 26

خدای به خپلو خلکو ته بری ورکړي ۱ هغه ورځ راتلونکې ده چې خلک به د یهودا په خاوره کې دا روحاني سندره ووایي: دی قوي زمونږه ښار ځکه چاپېر دي له هغه نه دېوالونه د خدای د خلاصون ۲ دروازې د ښار کړئ خلاصې ترڅو راننوځي نېک قوم هغه قوم چې څښتن ته وفادار دی ۳ ای […]
Isaiah 25

د څښتن د ثنا او صفت سندره ۱ ای څښتنه، ته یې خدای زما زه به کومه درناوی ستا او ثنا او صفت به کوم ستا د نامه ځکه تا کړي دي ډېر عجیبه کارونه هغه څه چې پلان کړي تا پخوا وو په وفادارۍ دې رسولي هغه سرته ۲ تا بدل کړي دي ښارونه کنډوالو باندې […]
Isaiah 24

نړۍ ته د څښتن سزا ۱ ګورئ، نژدې دی چې څښتن ځمکه ورانه او ویجاړه او شاړه کړي. هغه به د ځمکې مخ کندې کپرې او خلک به یې خواره واره کړي. ۲ که هغه عادي خلک وي یا کاهنان، غلامان وي یا باداران، وینځې وي یا بادارانې، اخیستونکي یا خرڅوونکي، پور ورکوونکي یا پور اخیستونکي، د دې […]