Psalm 82
خدای تر ټولو لوی واکمن (د آساف زبور) ۱خدای دی ناست په اسماني دربار کې نورو قومونو د خدایانو ترمنځ کړي قضاوت ۲«بې انصافۍ سره ترڅو به تاسو کړئ قضاوت او د بدکارو طرفداري به کوئ؟ ۳د غریبانو یتیمانو د حقوقو نه ساتنه وکړئ کوئ انصاف د محتاجانو او بې وزلو سره ۴خلاص کړئ بې وزله او غریب […]
Psalm 81
د اختر سندره (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د آساف زبور) ۱خدای ته سندرې د خوښۍ ووایئ چې دی قوت زمونږه د خوشحالۍ ووهئ چیغې د یعقوب خدای ته! ۲سازونه پیل کړئ او چمبې ووهئ وغږوئ د خوشحالۍ ساز په ربابونو او چنګونو سره ۳د اختر دپاره ووهئ […]
Psalm 80
بېرته پخواني حالت ته د اسراییلو د راوستلو دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سوسن د ګل» په تال د آساف شاهدي او هم زبور) ۱ای د اسراییلو شپونه ته مونږ ته غوږ ونیسه ای چې د یوسف د قبیلې کړې لارښوونه د رمې په څېر ته په خپل تخت ناست یې […]
Psalm 79
د قوم د خلاصون دپاره دعا (د آساف زبور) ۱ای خدایه، پردي قومونو ستا په خاوره باندې برید کړی بې حرمتي ستا د سپېڅلي کور ده کړې هغوی او اورشلیم یې بدل کړی کنډواله باندې ۲کړل جسدونه یې د ستا د بندګانو د مرغانو خوراک ستا د وفادارو د بدن غوښې شوې د ځنګل د ځناورو […]
Psalm 78
خدای او د هغه قوم (د آساف زبور) ۱ای زما قومه، زما تعلیم ته غوږ شئ واورئ په غور زما د خولې خبرې ۲خبرې وبه کړمه زه په مثالونو باندې زه به رازونه کړم بیان د تېرو شوو وختو ۳هغه شیان چې اورېدلي او زده کړي مو دي هغه شیان چې مو نیکونو بیان کړي […]
Psalm 77
د مصیبت په وخت کې تسلي (د سرود مشر یدوتون دپاره: د آساف زبور) ۱په لوړ اواز خدای ته فریاد کومه په لوړ اواز ورته فریاد کومه چې ماته غوږ ونیسي ۲زه د سختۍ په وخت کې کړمه څښتن ته رجوع زه په دعا کې ټوله شپه پورته کوم لاسونه خو زما زړه تسلي نه […]
Psalm 76
خدای فاتح دی (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره یوه سندره او هم د آساف زبور) ۱خدای مشهور دی یهودا کې نوم یې عظیم په اسراییلو کې دی ۲په اورشلیم کې ده خېمه د هغه استوګنځای یې د صهیون په غره کې ۳تاوده غشي یې کړل مات په […]
Psalm 75
خدای قاضي دی (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال یوه سندره او هم د آساف زبور) ۱مونږه ستا شکر کوو خدایه شکر کوو مونږه ځکه چې نژدې یې راته بیانوي خلک ستا عجیبه کارونه ۲وایي خدای چې ما ټاکلی قضاوت دپاره وخت دی او په انصاف سره به کړم قضاوت […]
Psalm 74
د قوم د مرستې او دفاع دپاره دعا (د آساف زبور) ۱خدایه ولې دې رد کړي یو د تل دپاره؟ ستا قهر ولې لکه اور په شان دی بل په مونږه؟ مونږه خو یو ستا د رمې پسونه ۲ته در په یاد کړه هغه خپل قوم چې ډېر پخوا نه غوره کړی تا خپل ځان […]
Psalm 73
درېم کتاب (زبور ۷۳ - ۸۹) د خدای عدالت (د آساف زبور) ۱په رښتیا چې خدای ښه دی اسراییلو سره د هغه چا سره چې زړونه یې پاک دي ۲خو زما په هکله دا چې نژدې ؤ چې رانه ورک وای د پښو د ایښودلو ځای او زما پښې وای ښوېدلې ۳ما ځکه وکړله بخیلي د کبرجنو […]