Psalm 132

داود او د خدای کور (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره) ۱ای څښتنه، در په یاد کړه داود ټولې سختۍ یې چې زغملې در په یاد کړه هغه ۲ای څښتنه، در په یاد هغه قسم کړه چې هغه کړی ؤ او نذر یې ورکړ ستا په نوم: «ای د یعقوب قادره […]

Psalm 131

د خاکساره سړي دعا (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور) ۱ای څښتنه، زما په زړه کې کبر نشته زما په سترګو کې غرور نشته نه کوم فکر هغه څه په هکله چې دي بهر زما له وسه یا هغو کارو په هکله چې ډېر سخت دي راته […]

Psalm 130

د بخښنې او رحم دپاره دعا (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره) ۱د ډېرې زیاتې مایوسۍ نه کړم فریاد تاته ای څښتنه ۲زما زارۍ واوره ای څښتنه فریاد مې واوره د کومک په خاطر ۳که مو حساب د ګناهونو وکړې ای څښتنه نو څوک ستا مخکې ودرېدلی شي؟ ۴خو ته بخښونکی […]

Psalm 129

د اسراییلو د دښمنانو په ضد دعا (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره) ۱پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي: «هغوی څومره ځورولی یمه خپل دښمنانو د ځوانۍ له وخته ۲چې هغوی څومره ځورولی یمه خپل دښمنانو د ځوانۍ له وخته خو دوی په ما بریالي شوي نه دي ۳هغوی جوړ کړي […]

Psalm 128

د څښتن څخه د اطاعت کولو اجر (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره) ۱بختور دي هغه خلک چې وېریږي له څښتنه او څوک چې روان وي د هغه په لاره ۲ستاسو کار به کړي پوره ضرورتونه ستاسو اوسئ خوشحاله او نېکمرغه به یئ ۳ستا ښځه به ستا کور کې وي لکه […]

Psalm 127

څښتن د کور جوړوونکی دی (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د سلیمان زبور) ۱ترڅو څښتن جوړ نه کړي کور نو بې فایدې به وي د جوړوونکو کار ترڅو څښتن ونه ساتي هغه ښار نو بې فایدې به وي ولاړ ورته پهره دار ۲دا بې فایدې ده چې سخت کار وکړئ خواړه پیدا کړئ […]

Psalm 126

د اسیرتوب څخه وروسته د خوشبختۍ دپاره دعا (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره) ۱کله چې بېرته څښتن راوستلو مونږه اورشلیم ته له اسارته څخه معلومېده داسې چې مونږ لیدلی دی کوم خوب ۲څومره مونږ وخندل او د خوشحالۍ نه مونږ ووهلې چیغې بیا نورو قومونو داسې وویل زمونږ په هکله […]

Psalm 125

د خدای د قوم امنیت (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره) ۱څوک چې څښتن باندې توکل کوي دي د صهیون د غره په شان هغوی چې هېڅکله نه لړزیږي او ټینګ وي تل دپاره ۲لکه څنګه چې ساتنه کیږي له اورشلیم نه په غرونو له هرې خوا نه داسې څښتن کوي […]

Psalm 124

څښتن د خپل قوم ساتونکی دی (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور) ۱راکړئ ځواب ای د اسراییلو قومه څه به شوي وای په مونږه که څښتن نه وای طرفدار زمونږه ۲که څښتن نه وای طرفدار زمونږه کله چې وکړله حمله خلکو په مونږ باندې ۳کله چې دوی […]

Psalm 123

د رحم او مهربانۍ دپاره دعا (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره) ۱سترګې مې ستا په لور نیولې دي څښتنه تاته چې تخت دې په اسمان کې دی ۲مونږه سترګې دي نیولې ای زمونږه څښتن خدایه لکه نوکر چې وي نیولې سترګې خپل بادار ته لکه چې وینځې وي نیولې سترګې […]