Hosea 10
۱ د اسراییلو قوم د انګورو د یو داسې تاک په شان ؤ چې د انګورو نه ډک ؤ. هرڅومره چې د هغه مېوه زیاتېدله، نو هماغومره ډېر د بتانو د قربانۍ ځایونه به یې جوړول. هرڅومره چې د هغوی د ځمکې حاصلات زیاتېدل، نو هغوی د تیږو مذهبي ستنې ښایسته کولې. ۲ د هغو خلکو چې زړونه […]
Hosea 9
هوشع اسراییلو ته د سزا ورکولو اعلان کوي ۱ ای د اسراییلو خلکو، د نورو قومونو د اخترونو د لمانځلو نه لاس واخلئ، ځکه چې تاسو خپل خدای پریښی دی او د هغه سره مو بېوفایي کړې ده. تاسو بتانو ته په عبادت کولو سره په ټولو ځایونو خپل ځانونه لکه د فاحشو په شان خرڅ […]
Hosea 8
څښتن اسراییل د بتپرستۍ په خاطر غندي ۱ څښتن وایي: «د خطر سرنی ووهئ! دښمنان لکه د عقاب په شان زما په وطن باندې غوټې وهي! ځکه چې زما خلکو هغه لوظ مات کړی دی چې د هغوی سره مې کړی ؤ او زما د قوانینو نه یې سرکښي کړې ده. ۲ که څه هم هغوی ماته خپل […]
Hosea 7
۱ څښتن وایي:«کله چې زه وغواړم خپلو خلکو اسراییلو ته روغتیا ورکړم او هغوی یوځل بیا نېکمرغه کړم، نو د اسراییلو د خلکو بدکاري به ښکاره شي او د سامریې د خلکو بد عملونه به څرګند شي. هغوی یو د بله سره ټګي کوي. د خلکو په کورونو باندې وراوړي او غلاګانې کوي او په کوڅو […]
Hosea 6
د خلکو ریاکارانه توبه ویستل ۱ خلک وایي: «راځئ چې د څښتن خواته راوګرځو! هغه مونږ ټوټې ټوټې کړي یو، خو اوس به مونږ روغ کړي. هغه مونږ زخمي کړي یو، خو اوس به زمونږ په زخمونو باندې پټۍ کېږدي. ۲ په ډېر کم وخت کې به هغه مونږ ته نوی ژوند راکړي او مونږ به راپورته کړي، […]
Hosea 5
د اسراییلو او یهودا د سزا ورځ راروانه ده ۱ څښتن وایي: «ای کاهنانو، دې ته غوږ ونیسئ! ای د اسراییلو مشرانو، پام وکړئ! ای د شاهي کورنۍ خلکو، واورئ! نو اوس به ستاسو په هکله قضاوت کیږي! ځکه چې تاسو بتانو ته په عبادت کولو سره خلک د مصفه په ښار کې په دام او […]
Hosea 4
څښتن د اسراییلو خلک ملامتوي ۱ ای د اسراییلو خلکو، د څښتن خبرو ته غوږ ونیسئ. څښتن د دې وطن په اوسېدونکو باندې تور لګوي، ځکه چې په دې وطن کې نه وفاداري شته، نه مینه او دا خلک خدای نه پېژني. ۲ هغوی په نورو باندې لعنت وایي، دروغ وایي، قتل کوي، غلا کوي او زنا کوي. […]
Hosea 3
هوشع او بېوفا ښځه ۱ څښتن ماته وویل: «یوځل بیا لاړ شه او هغې ښځې ته خپله مینه وښایه چې د خپل عاشق سره زنا کوي. د هغې سره به داسې مینه کوې لکه څنګه چې زه یې د اسراییلو د خلکو سره کوم، که څه هم هغوی نورو خدایانو ته اووښتي دي او بتانو ته […]
Hosea 2
۱ نو خپل اسراییلي ورونه عمي یعنې «زما قوم» او خپلې خویندې روحامه یعنې «چې په چا باندې رحم شوی وي» وبولئ. بېوفا جومر د بېوفا اسراییلو یو مثال دی ۲ څښتن داسې وایي: «ای زما اولادونو، خپله مور یعنې اسراییل ورټئ، ځکه چې هغه نوره زما ښځه نه ده او زه د هغې مېړه نه یم. […]
Hosea 1
۱ دا هغه پیغام دی چې څښتن د بیري زوی هوشع ته په هغه وخت کې ورکړی ؤ چې عزیا، یوتام، آحاز او حزقیا د یهودا پاچاهان وو او د یهوآش زوی یروبعام د اسراییلو پاچا ؤ. د هوشع ښځه او اولادونه ۲ کله چې څښتن د لومړي ځل دپاره د هوشع په وسیله د اسراییلو سره […]