Micah 3

میکاه د اسراییلو مشران او پیغمبران ملامتوي ۱ میکاه وویل: «ای د اسراییلو د قوم مشرانو، غوږ ونیسئ! تاسو باید عدالت وپېژنئ، ۲ خو تاسو د نېکۍ نه کرکه کوئ او بدي خوښوئ. تاسو لکه قصاب د خلکو نه پوستکي وباسئ او لکه ځنګلي ځناور د هغوی د هډوکو نه غوښې شلوئ. ۳ تاسو زما د خلکو غوښې خورئ. تاسو […]

Micah 2

د هغو خلکو سرنوشت چې په غریبانو باندې ظلم کوي ۱ افسوس ستاسو په حال چې په شپه کې ویښ پراته یئ او بدې نقشې جوړوئ! کله چې سهار شي، نو څنګه چې موقع په لاس درشي، تاسو خپلې بدې نقشې عملي کوئ. ۲ کله چې ستاسو زړه پټي وغواړي، نو د خلکو پټي په زور نیسئ. کله […]

Micah 1

۱ په هغه وخت کې چې یوتام، آحاز او حزقیا د یهودا پاچاهان وو، څښتن دا پیغام میکاه ته چې د مورشیت د ښارګوټي څخه ؤ، ورکړ. میکاه د سامرې او اورشلیم په هکله دا رویا ولیدله: د سامرې او اورشلیم په خلاف شاهدي ۲ ای ټولو قومونو، واورئ دا خبره ای د ځمکې په مخ ټولو […]

Jonah 4

د یونس قهر او د خدای رحم ۱ یونس په دې باندې ډېر خفه ؤ او په قهر شو. ۲ نو هغه داسې دعا وکړه او ویې ویل: «ای څښتنه، ایا دا هغه څه نه دي چې ما هغه وخت وویل کله چې زه په خپل وطن کې وم؟ له همدې امله ما بیړه وکړه چې ترشیش ته […]

Jonah 3

یونس د څښتن اطاعت کوي ۱ بیا په دوهم ځل څښتن یونس ته وویل: ۲ «همدا اوس د نینوا لوی ښار ته لاړ شه او هغه پیغام خلکو ته اعلان کړه چې زه یې تاته درکوم.» ۳ نو یونس د څښتن خبره ومنله او نینوا ته لاړ. نینوا یو ډېر لوی ښار ؤ چې په ګرځېدلو کې یې درې ورځې […]

Jonah 2

د یونس دعا ۱ د ماهي د ګېډې څخه یونس خپل څښتن خدای ته دعا وکړه: ۲ په خپل تکلیف کې مې ای څښتنه تاته غږ وکړ او تا ځواب راکړ د مړو د نړۍ د ډېر ژور ځای څخه ما فریاد وکړ د مرستې په خاطر او تا واورېده ۳ تا زه ژورو اوبو ته ورګوزار کړم […]

Jonah 1

یونس د څښتن څخه تښتي ۱ یوه ورځ څښتن د امتای زوی یونس ته وویل: ۲ «د نینوا لوی ښار ته لاړ شه او په ضد یې وعظ وکړه. ځکه ما ولیدل چې د هغه ځای خلک څومره بدکاره دي.» ۳ خو یونس په بلې خوا روان شو، په دې خاطر چې له څښتن څخه وتښتي. هغه یافا ته لاړ […]

Amos 9

د قربانۍ په ځای کې د خدای رویا ۱ ما ولیدل چې څښتن د قربانۍ د ځای سره ولاړ ؤ. هغه حکم وکړ: «د عبادتځای د ستنو سرونه دومره وټکوه چې ټول بنیادونه یې ولړزیږي. هغه ټوټې ټوټې کړه چې د خلکو په سرونو باندې راولویږي. پاتې خلک به زه په جنګ کې ووژنم. هېڅوک به […]

Amos 8

د مېوو د ټوکرۍ په هکله رویا ۱ څښتن تعالی ماته یوه بله رویا وښودله. په هغې کې ما د پخو مېوو یوه ټوکرۍ ولیدله. ۲ څښتن پوښتنه وکړه: «ای عاموسه، ته څه وینې؟» ما ځواب ورکړ: «د پخو مېوو ټوکرۍ.» څښتن راته وویل: «زما د قوم اسراییلو اخري وخت رارسېدلی دی. زه به تاسو نور بې له […]

Amos 7

د ملخانو په هکله رویا ۱ څښتن تعالی ماته رویا وښودله. په هغې رویا کې ما ولیدل چې وروسته له هغې چې د پټیو څخه هغه حاصلات چې د پاچا برخه وه، راټول شول او د غلو دوهم فصل نوی شین شوی ؤ، څښتن ډلې ډلې ملخان راپیدا کړل. ۲ ما په خپلې رویا کې ولیدل چې ملخانو […]