Mark 2

عیسی شل سړي ته بخښنه او شفا ورکوي (متي ۹: ۱‏ - ۹ او لوقا ۵: ۱۷‏ - ۲۶) ۱څو ورځې وروسته کله چې عیسی بېرته کپرناحوم ته لاړ، نو خلک خبر شول چې هغه په کور کې دی. ۲هلته دومره زیات خلک راټول شول چې نور ځای نه ؤ، تر دې چې د کور د دروازې مخې ته هم ځای […]

Mark 1

۱دا د خدای د زوی عیسی مسیح د زېري پیل دی. ۲هغه داسې پیل شو لکه څنګه چې د اشعیا نبي په کتاب کې لیکل شوي دي: «ګوره، زه به خپل استازی ستا څخه مخکې ولېږم چې ستا دپاره لاره تیاره کړي. ۳یو څوک چیغې وهي دښته کې کړئ تیاره د څښتن دپاره لاره لاره […]

Matthew 28

د عیسی بیا راژوندي کېدل (مرقوس ۱۶: ۱‏ - ۱۰ او لوقا ۲۴: ۱‏ - ۱۲ او یوحنا ۲۰: ۱‏ - ۱۰) ۱د سبت ورځ تېره شوه او د یکشنبې سهار وختي ؤ چې مریم مجدلیه او هغه بله مریم د قبر لیدلو ته لاړلې. ۲ناڅاپه یوه سخته زلزله وشوه، ځکه چې د څښتن فرښته له اسمانه راښکته شوه، قبر ته ورغله او هغه […]

Matthew 27

عیسی پیلاتوس ته وړل کیږي (مرقوس ۱۵: ۱ او لوقا ۲۳: ۱ - ۲ او یوحنا ۱۸: ۲۸‏ - ۳۲) ۱کله چې سهار شو، نو ټولو مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو په خپل منځ کې مشوره وکړه چې عیسی څنګه ووژني. ۲بیا یې هغه وتړلو او روان یې کړ او د روم والي پیلاتوس ته یې وسپاره. د یهودا ځان وژنه […]

Matthew 26

د عیسی په ضد دسیسه (مرقوس ۱۴: ۱‏ - ۲ او لوقا ۲۲: ۱ - ۲ او یوحنا ۱۱‏: ۴۵ - ۵۳) ۱کله چې عیسی خپلې خبرې خلاصې کړې، نو خپلو شاګردانو ته یې وویل: ۲«لکه څنګه چې تاسو خبر یئ چې دوه ورځې وروسته به د فسحې اختر وي او د انسان زوی به دښمنانو ته په لاس ورکړل شي چې په صلیب […]

Matthew 25

د لسو پېغلو مثال ۱عیسی زیاته کړه: «په هغه وخت کې به اسماني پاچاهي د هغو لسو پېغلو په شان وي چې خپل څراغونه یې واخیستل او د زوم لیدلو ته لاړلې. ۲په هغوی کې پنځه یې کم عقلې وې او پنځه یې هوښیارې وې. ۳کم عقلو انجونو خپل څراغونه د ځان سره واخیستل، خو تېل یې […]

Matthew 24

د خدای د کور د ورانېدلو پېشګویي (مرقوس ۱۳: ۱‏ - ۲ او لوقا ۲۱: ۵‏ - ۶) ۱کله چې عیسی د خدای د کور څخه روان شو، نو شاګردان یې ورته راغلل چې د هغه پام د خدای د کور ودانۍ ته راواړوي. ۲خو هغه وویل: «ایا دا ټولې ودانۍ وینئ؟ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې […]

Matthew 23

عیسی په مذهبي مشرانو نیوکه کوي (مرقوس ۱۲: ۳۸ - ۳۹ او لوقا ۱۱: ۴۳‏ - ۴۶‏، ۲۰: ۴۵ - ۴۶) ۱بیا عیسی خلکو او خپلو شاګردانو ته وویل: ۲«د شریعت عالمان او فریسیان د موسی په چوکۍ ناست دي، ۳هغوی چې هرڅه درته وایي تاسو یې ومنئ او عمل ورباندې وکړئ، خو د هغوی په شان کارونه مه کوئ، ځکه دوی چې څه […]

Matthew 22

د واده د مېلمستیا مثال (لوقا ۱۴: ۱۵‏ - ۲۴) ۱عیسی یوځل بیا خلکو ته یو بل مثال راوړ او ویې ویل: ۲«اسماني پاچاهي د هغه پاچا په شان ده چې د خپل زوی د واده مېلمستیا یې جوړه کړه. ۳هغه خپل نوکران په رابلل شویو مېلمنو پسې ولېږل چې هغوی ته ووایي چې مېلمستیا ته راشي، خو […]

Matthew 21

په بریالیتوب سره اورشلیم ته د عیسی ننوتل (مرقوس ۱۱: ۱ - ۱۱ او لوقا ۱۹: ۲۸‏ - ۴۰ او یوحنا ۱۲: ۱۲‏ - ۱۹) ۱کله چې عیسی او شاګردان یې اورشلیم ته نژدې شول او بیت فاجي ته چې د زیتون په غره کې ؤ ورسېدل، نو عیسی خپل دوه شاګردان ولېږل ۲او هغوی ته یې وویل: «هغه مخامخ کلي ته ورشئ، نو هلته […]