Mark 11

عیسی په بریالیتوب سره اورشلیم ته ننوځي (متي ۲۱‏: ۱‏ - ۱۱ او لوقا ۱۹‏: ۲۸‏ - ۴۰ او یوحنا ۱۲: ۱۲‏ - ۱۹) ۱کله چې عیسی او د هغه شاګردان اورشلیم ته نژدې شول او بیت فاجي او بیت عنیا ته چې د زیتون په غره کې وو ورسېدل، نو عیسی خپل دوه شاګردان ولېږل ۲او هغوی ته یې وویل: «مخامخ کلي ته ورشئ. څنګه […]

Mark 10

د طلاق په هکله د عیسی تعلیم (متي ۱۹: ۱‏ - ۱۲ او لوقا ۱۶‏: ۱۸) ۱بیا عیسی له هغه ځای نه روان شو او د یهودیې سیمې ته چې د اردن د سیند بلې غاړې پرته ده، لاړ. یوځل بیا ګڼ شمېر خلک ورته راغلل او د خپل عادت له مخې یې هغوی ته تعلیم ورکول پیل کړ. […]

Mark 9

۱عیسی زیاته کړه: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته ځینې داسې خلک ولاړ دي چې تر هغې پورې به مړه نه شي، ترڅو یې د خدای پاچاهي چې په قدرت سره به راشي لیدلې نه وي.» د عیسی د څېرې بدلېدل (متي ۱۷‏: ۱‏ - ۱۳ او لوقا ۹‏: ۲۸‏ - ۳۶) ۲شپږ ورځې وروسته عیسی پطروس، […]

Mark 8

عیسی څلور زره کسانو ته خواړه ورکوي (متي ۱۵‏: ۳۲‏ - ۳۹) ۱په هغو ورځو کې یوځل بیا ګڼ شمېر خلک راټول شول او د هغوی سره د خوړلو دپاره هېڅ شی نه ؤ، نو عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل: ۲«په دې خلکو باندې زما زړه سوځي، ځکه چې درې ورځې کیږي هغوی زما سره […]

Mark 7

د خدای حکمونه د نیکونو د روایتونو نه لوړ دي (متي ۱۵: ۱‏ - ۹) ۱ځینې فریسیان او د شریعت عالمان چې له اورشلیم څخه راغلي وو، د عیسی نه ګردچاپېره راټول شول. ۲هغوی ولیدل چې د هغه ځینو شاګردانو په ناپاکو لاسونو ډوډۍ خوړله. ۳فریسیانو او ټولو یهودیانو به تر هغې پورې ډوډۍ نه خوړله، ترڅو پورې […]

Mark 6

د ناصرې خلک عیسی نه مني (متي ۱۳: ۵۳‏ - ۵۸ او لوقا ۴: ۱۶‏ - ۳۰) ۱عیسی له هغه ځای څخه روان شو او د خپلو شاګردانو سره بېرته خپل ښار ته راغی. ۲د سبت په ورځ عیسی په کنیسه کې په تعلیم ورکولو پیل وکړ او ډېرو خلکو چې د هغه تعلیم واورېد، نو حیران شول او پوښتنه یې […]

Mark 5

عیسی یو پېریاني سړي ته شفا ورکوي (متي ۸: ۲۸‏ - ۳۴ او لوقا ۸: ۲۶‏ - ۳۹) ۱عیسی او شاګردان یې د بحیرې بلې غاړې ته د جدریان سیمې ته لاړل. ۲کله چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو، نو هلته د یو پېریاني سړي سره چې د هدیرې څخه راوتلی ؤ، مخامخ شو. ۳هغه په هدیره کې اوسېده او […]

Mark 4

د بزګر مثال (متي ۱۳‏: ۱‏ - ۹ او لوقا ۸: ۴‏ - ۸) ۱عیسی یوځل بیا د بحیرې په غاړه تعلیم ورکول پیل کړل. او دومره زیات خلک ورته راټول شوي وو چې هغه ترې کشتۍ ته وخوت او هلته کښېناست او ټول خلک د بحیرې په غاړه ولاړ وو. ۲هغه هغوی ته په مثالونو کې ډېر شیان ورزده کول. […]

Mark 3

عیسی د سبت په ورځ شفا ورکوي (متي ۱۲: ۹‏ - ۱۴ او لوقا ۶: ۶‏ - ۱۱) ۱عیسی یوځل بیا کنیسې ته لاړ او هلته یو سړی ؤ چې لاس یې وچ شوی ؤ. ۲ځینو خلکو هڅه کوله ترڅو یو دلیل پیدا کړي چې په عیسی تور ولګوي، نو هغوی دې ته کتل چې هغه د سبت په ورځ هغه […]

Mark 2

عیسی شل سړي ته بخښنه او شفا ورکوي (متي ۹: ۱‏ - ۹ او لوقا ۵: ۱۷‏ - ۲۶) ۱څو ورځې وروسته کله چې عیسی بېرته کپرناحوم ته لاړ، نو خلک خبر شول چې هغه په کور کې دی. ۲هلته دومره زیات خلک راټول شول چې نور ځای نه ؤ، تر دې چې د کور د دروازې مخې ته هم ځای […]