Luke 15
د ورک شوي پسه مثال (متي ۱۸: ۱۲ - ۱۴) ۱په دې وخت کې ډېر مالیه ټولوونکي او ګناهکاران عیسی ته ورنژدې شول چې د هغه خبرې واوري. ۲خو فریسیانو او د شریعت عالمانو په خپلو کې په ګورېدلو پیل وکړ او ویل یې: «دا سړی د ګناهکارانو سره ناسته ولاړه کوي او حتی د هغوی سره یوځای […]
Luke 14
عیسی یو ناروغ سړي ته شفا ورکوي ۱د سبت په یوه ورځ عیسی د ډوډۍ خوړلو دپاره د فریسیانو د ډلې د یو مشر کور ته لاړ او هلته خلکو په ځیر هغه ته کتل. ۲هلته عیسی ته مخامخ یو سړی ولاړ ؤ چې د پړسوب په ناروغۍ اخته ؤ. ۳عیسی د شریعت د عالمانو […]
Luke 13
توبه وباسئ چې تباه نه شئ ۱په همدې وخت کې په هغه ځای کې ځینو حاضرینو عیسی د هغو جلیلیانو څخه خبر کړ چې پیلاتوس هغوی خدای ته د قرباني وړاندې کولو په وخت کې وژلي وو. ۲عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ایا ګومان کوئ چې دغه جلیلیان د جلیل له نورو ټولو […]
Luke 12
د منافقت په خلاف خبرداری (متي ۱۰: ۲۶ - ۲۷) ۱په دې وخت کې په زرګونو خلک راټول شول او دومره زیات وو چې یو بل یې تر پښو لاندې کول، نو عیسی لومړی خپلو شاګردانو ته خبرې پیل کړې: «د فریسیانو د خمیرې یعنې د هغوی د منافقت څخه ځانونه ساتئ. ۲داسې پټ شی نشته چې ښکاره به […]
Luke 11
عیسی خپلو شاګردانو ته د دعا کولو په هکله تعلیم ورکوي (متي ۶: ۹ - ۱۳، ۷: ۷ - ۱۱) ۱یوه ورځ عیسی په یو ځای کې دعا کوله. کله چې هغه خپله دعا خلاصه کړه، نو د شاګردانو څخه یو تن هغه ته وویل: «ای استاذه! لکه څنګه چې یحیی خپلو شاګردانو ته دعا کول زده کړي وو، ته یې […]
Luke 10
د دوه اویا شاګردانو لېږل ۱له هغې وروسته عیسی نور دوه اویا شاګردان وټاکل او هغوی یې دوه دوه تنه د خپل ځان نه مخکې هر ښار او کلي ته چې غوښتل یې هلته لاړ شي، ولېږل. ۲هغوی ته یې وویل: «فصل ډېر دی خو مزدوران لږ دي، نو تاسو د فصل د خاوند څخه […]
Luke 09
د دولسو رسولانو لېږل (متي ۱۰: ۵ - ۱۵ او مرقوس ۶: ۷ - ۱۳) ۱عیسی خپل دولس رسولان راوغوښتل او هغوی ته یې قدرت او اختیار ورکړ چې پېریان وباسي او د ناروغیو علاج وکړي. ۲نو هغوی یې ولېږل چې د خدای پاچاهي اعلان کړي او ناروغان روغ کړي. ۳هغوی ته یې وویل: «د سفر دپاره د ځان سره هېڅ […]
Luke 08
هغو ښځو چې د عیسی سره یې مرسته وکړله ۱څه موده وروسته عیسی ښار په ښار او کلي په کلي ګرځېده، وعظ یې کاوه او د خدای د پاچاهۍ زېری یې ورکاوه او هغه دولس شاګردان هم ورسره وو. ۲یو څو ښځې چې د پېریانو څخه خلاصې شوې وې او د ناروغیو څخه یې شفا […]
Luke 07
عیسی د رومي منصبدار نوکر ته شفا ورکوي (متي ۸: ۵ - ۱۳) ۱کله چې عیسی خلکو ته خپلې ټولې خبرې وکړې، نو کپرناحوم ته لاړ. ۲هلته یو رومي منصبدار ؤ او یو نوکر یې درلود چې په هغه ډېر ګران ؤ. هغه نوکر ناروغ ؤ او مرګ ته نژدې ؤ. ۳کله چې هغه منصبدار د عیسی په […]
Luke 06
د سبت په هکله پوښتنه (متي ۱۲: ۱ - ۸ او مرقوس ۲: ۲۳ - ۲۸) ۱د سبت په یوه ورځ عیسی د خپلو شاګردانو سره د غنمو په پټیو تېرېده. شاګردانو یې د غنمو وږي راشکول او په لاسونو کې یې موږل او خوړل یې. ۲ځینو فریسیانو پوښتنه وکړه: «تاسو ولې داسې کار کوئ چې د سبت په ورځ ناروا […]