John 1

د ژوندون کلام ۱په ازل کې کلام ؤ. کلام د خدای سره ؤ او کلام په خپله خدای ؤ، ۲په ازل کې کلام د خدای سره ؤ. ۳خدای ټول شیان د کلام په وسیله پیدا کړل او هېڅ شی بې له کلامه نه دی پیدا شوی. ۴کلام د ژوندون سرچینه وه او دې ژوندون انسانانو […]

Luke 24

د عیسی بیا راژوندي کېدل (متي ۲۸: ۱ - ۱۰ او مرقوس ۱۶: ۱ - ۸ او یوحنا ۲۰: ۱ - ۱۰) ۱د یکشنبې په ورځ سهار وختي ښځو هغه تیار کړي خوشبویه تېل د ځان سره واخیستل او قبر ته لاړې. ۲هغوی ولیدل چې تیږه د قبر د خولې نه رغړول شوې وه. ۳کله چې دننه ورغلې، نو د عیسی مسیح مړی یې […]

Luke 23

عیسی د پیلاتوس په حضور کې (متي ۲۷: ۱ - ۲، ۱۱ - ۱۴ او مرقوس ۱۵: ۱ - ۵ او یوحنا ۱۸: ۲۸ - ۳۸) ۱بیا د شورا ټول غړي پاڅېدل او عیسی یې پیلاتوس ته بوته ۲او په هغه باندې یې په تور لګولو پیل وکړ او ویې ویل: ‎«مونږ ولیدل چې دې سړي زمونږ قوم بې لارې کاوه او خلک یې امپراتور ته د مالیې […]

Luke 22

د عیسی د وژلو دسیسه (متي ۲۶: ۱‏ - ۵ او مرقوس ۱۴: ۱ - ۲ او یوحنا ۱۱: ۴۵ - ۵۳) ۱د فطیرې ډوډۍ اختر چې د فسحې په نامه مشهور ؤ، نژدې شو. ۲مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو هڅه کوله چې یوه لاره پیدا کړي چې عیسی ووژني، خو له خلکو څخه وېرېدل. یهودا اسخریوتي دې ته راضي کیږي چې د […]

Luke 21

د یوې کونډې ښځې نذرانه (متي ۱۲: ۴۱ - ۴۴) ۱عیسی شاوخوا وکتل او ویې لیدل چې شتمن خلک خپلې نذرانې د خدای د کور په خزانه کې اچوي، ۲او همدارنګه هغه یوه غریبه کونډه ولیدله چې خپلې دوه روپۍ یې په هغې خزانه کې واچولې. ۳عیسی وویل: «زه تاسو ته رښتیا وایم چې دې غریبې کونډې د […]

Luke 20

د عیسی د اختیار په هکله پوښتنه (متي ۲۱: ۲۳ - ۲۷ او مرقوس ۱۱: ۲۷ - ۳۳) ۱یوه ورځ کله چې عیسی د خدای په کور کې خلکو ته تعلیم ورکاوه او زېری یې ورته رسولو، مشران کاهنان او د شریعت عالمان د نورو یهودي مشرانو سره راغلل ۲او هغه ته یې وویل: «ته څه حق لرې چې دا کارونه […]

Luke 19

عیسی د زکي کور ته ځي ۱عیسی اریحا ته ننوت او د ښار له منځه تېرېده، ۲نو هلته د زکي په نوم یو سړی ؤ چې د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ. ۳هغه غوښتل وګوري چې عیسی به څنګه سړی وي، خو د هغه قد ډېر ټیټ ؤ او د خلکو د ګڼې ګوڼې […]

Luke 18

د یوې کونډې او قاضي مثال ۱عیسی خپلو شاګردانو ته دا مثال راوړ چې هغوی ته وروښایي چې تل باید دعا وکړي او هېڅکله ناهيلي نه شي. ۲هغه وویل: «په یو ښار کې یو قاضي ؤ چې نه له خدایه وېرېده او نه یې د خلکو پروا لرله. ۳په همدې ښار کې یوه کونډه وه […]

Luke 17

د وسوسه کولو او بخښنې په هکله تعلیم (متي ۱۸: ۶ - ۷، ۲۱ - ۲۲ او مرقوس ۹: ۴۲) ۱عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هرڅوک وسوسه کیږي چې ګناه وکړي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د وسوسې سبب کیږي. ۲د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او بحیرې […]

Luke 16

د ځیرک ناظر مثال ۱عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «یو شتمن سړي یو ناظر درلود. دا سړی خبر شو چې ناظر د هغه شتمني بېځایه لګوي. ۲نو هغه یې راوغوښت او ورته ویې ویل: ‹دا څه دي چې ستا په هکله یې اورم؟ څه چې دې اخیستي او څه چې دې لګولي دي د هغو […]