Acts 20
مقدونیې او یونان ته د پولوس سفر ۱کله چې شور او غوغا پای ته ورسېدله، نو پولوس ایمانداران راوغوښتل، هغوی یې وهڅول او خدای پاماني یې ورسره وکړه او مقدونیې ته روان شو. ۲هغه د مقدونیې د سیمو له لارې تېرېده او ایماندارانو ته یې ډاډګېرنه ورکوله او بیا یونان ته ورسېده. ۳درې میاشتې هلته […]
Acts 19
پولوس په افسیس کې ۱کوم وخت چې اپولوس په قرنتوس کې ؤ، نو پولوس د هغه ولایت له داخلي سیمو څخه تېر شو او افسیس ته ورسېده او هلته د څو ایماندارانو سره مخامخ شو. ۲د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «کله چې تاسو ایمان راوړ، نو روح القدس مو تر لاسه کړ؟» هغوی ځواب ورکړ: […]
Acts 18
پولوس په قرنتوس کې ۱له هغې وروسته پولوس له آتن څخه روان شو او قرنتوس ته لاړ. ۲په هغه ځای کې هغه د یو یهودي سره چې اکیلا نومېده او په اصل کې د پونتوس څخه ؤ، مخامخ شو. اکیلا د خپلې ښځې پریسکیلا سره نوی له ایټالیې څخه راغلی ؤ، ځکه چې کلودیوس امپراتور […]
Acts 17
په تسالونیکیه کې ناارامي ۱پولوس او سیلاس د امفیپولیس او اپولونیا د ښارونو څخه تېر شول او تسالونیکیې ته چې د یهودیانو کنیسه په کې وه، ورسېدل. ۲پولوس د خپل عادت له مخې کنیسې ته لاړ او درې هفتې یې د هر سبت په ورځ د خدای د کلام په هکله د هغوی سره بحثونه […]
Acts 16
د پولوس او سیلاس سره د تیموتاوس ملګرتیا ۱پولوس دربې او لسترې ته ورسېده او په لستره کې یې ولیدل چې د تیموتاوس په نوم یو ایماندار اوسېده چې مور یې یهودۍ ایمانداره وه، خو پلار یې یوناني ؤ. ۲د لسترې او قونیې ایماندارانو د هغه صفت کاوه. ۳پولوس غوښتل چې تیموتاوس د ځان سره […]
Acts 15
په اورشلیم کې لویه غونډه ۱ځینې خلک د یهودیې څخه انطاکیې ته راغلل او ایماندارانو ته یې تعلیم ورکاوه او ویل یې: «که تاسو د موسی د شریعت له مخې سنت نه شئ، نو خلاصون نه شئ موندلی.» ۲پولوس او برناباس د هغوی سره موافق نه وو او ډېر سخت بحث یې ورسره وکړ او […]
Acts 14
پولوس او برناباس په قونیه کې زېری خپروي ۱په همدې ډول په قونیه کې پولوس او برناباس د یهودیانو کنیسې ته ورغلل او داسې خبرې یې وکړې چې زیات شمېر یهودیانو او غیریهودیانو ایمان راوړ. ۲خو هغو یهودیانو چې ایمان یې نه ؤ راوړی، غیریهودیان ولمسول او د هغوی ذهنونه یې د ایماندارانو په وړاندې […]
Acts 13
د انطاکیې کلیسا برناباس او شاوول د خدمت دپاره لېږي ۱د انطاکیې په کلیسا کې ځینې پیغمبران او استاذان وو لکه برناباس، شمعون چې د تور په نوم یادېده، لوکیوس قیرواني او مناحم چې د هیرودیس پاچا سره لوی شوی ؤ او شاوول هم د هغوی سره ؤ. ۲یوه ورځ چې هغوی د څښتن عبادت […]
Acts 12
د یعقوب وژنه او د پطروس بندي کېدل ۱په هماغه وخت کې هیرودیس پاچا د کلیسا د ځینو غړو په ځورولو پیل وکړ. ۲هغه د یوحنا ورور یعقوب په توره باندې وواژه. ۳کله چې هیرودیس ولیدل چې یهودیان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس یې هم ونیوه. دا کار د فطیرې ډوډۍ د اختر […]
Acts 11
پطروس د اورشلیم کلیسا خبروي ۱په ټوله یهودیه کې رسولان او ایمانداران خبر شول چې غیریهودیانو هم د خدای پیغام منلی دی. ۲کله چې پطروس بېرته اورشلیم ته راغی، نو یوې ډلې چې د غیریهودیانو د سنتولو غوښتونکي وو په هغه باندې اعتراض وکړ ۳او ویل یې: «ته ولې د ناسنت شویو خلکو کور ته […]