Romans 13

د واک د خاوندانو په وړاندې زمونږ دنده ۱هرڅوک دې د حکومتي واکمنانو تابعداري کوي، ځکه چې د خدای له اجازې پرته څوک نه شي کولای چې حکومت وکړي او اوسني واکمنان د خدای له خوا ټاکل شوي دي. ۲له دې امله څوک چې د واکمنانو سره مخالفت کوي، نو د خدای سره چې هغوی […]

Romans 12

په مسیح کې نوی ژوند ۱نو له دې امله ای خویندو او ورونو! زه د خدای د رحمتونو په خاطر ستاسو نه غوښتنه کوم چې خپل ځانونه خدای ته د ژوندۍ او سپېڅلې قربانۍ په توګه چې هغه ته د منلو وړ وي، وړاندې کړئ. دا ستاسو رښتینی او مناسب عبادت دی. ۲د دې دنیا […]

Romans 11

په اسراییلو باندې د خدای رحم ۱زه پوښتنه کوم چې ایا خدای خپل قوم رد کړی دی؟ هېڅکله نه! زه خپله هم اسراییلی یم، د ابراهیم د نسل نه او د بنیامین د قبیلې څخه یم. ۲خدای خپل هغه قوم نه دی رد کړی چې د مخکې نه یې غوره کړی ؤ. ایا تاسو نه […]

Romans 10

۱ای خویندو او ورونو! زما د زړه غوښتنه او خدای ته دا دعا ده چې زما قوم خلاصون ومومي. ۲زه په دې شاهدي ورکوم چې هغوی د خدای په هکله غیرتي دي، خو د هغوی غیرت د پوهې له مخې نه دی. ۳ځکه چې هغوی هغه لاره ونه پېژندله چې خدای د هغې په وسیله […]

Romans 9

د خدای غوره شوی قوم ۱زه د مسیح سره تړاو لرم، نو رښتیا وایم او دروغ نه وایم. زما وجدان چې د روح القدس تابعداري کوي، د دې شاهد دی ۲چې زما په زړه کې د خپل قوم یعنې یهودیانو په خاطر چې زما خپلوان دي ډېر لوی غم او نه ختمېدونکی خفګان دی. ۳د هغوی […]

Romans 8

روحاني ژوند ۱نو اوس چې کوم خلک د عیسی مسیح سره په یووالي کې ژوند کوي، هغوی هېڅ محکوم کېدای نه شي. ۲ځکه چې د خدای د روح قانون چې ماته په عیسی مسیح کې ژوندون راکوي، زه یې د ګناه او د مرګ د قانون نه خلاص کړی یم. ۳هغه څه چې شریعت د […]

Romans 7

زمونږ اړیکې د شریعت سره ۱ای خویندو او ورونو! تاسو چې د شریعت څخه خبر یئ، ایا تاسو نه پوهېږئ چې شریعت په هغو ټولو کسانو باندې عملي کیږي چې ترڅو پورې هغوی ژوندي وي؟ ۲د مثال په ډول د شریعت له مخې یوه ښځه تر هغه وخته پورې د خپل مېړه سره تړاو لري […]

Romans 6

د ګناه په وړاندې مړه یو، خو د مسیح سره ژوندي یو ۱نو بیا مونږ څه ووایو؟ ایا باید خپل ژوند ته په ګناهونو کې دوام ورکړو، ترڅو د خدای فضل زیات شي؟ ۲هېڅکله نه! مونږ چې د ګناه په وړاندې مړه یو، نو بیا څنګه کولای شو چې په ګناه کې خپل ژوند ته […]

Romans 5

د خلاصون نتیجه ۱له دې امله چې مونږ د ایمان په وسیله عادل ګڼل شوي یو، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله د خدای سره زمونږ روغه جوړه وشوه. ۲د هغه په وسیله او د خپل ایمان له لارې د خدای په دې تجربه شوي فضل هغه ځای مونږ ته راکړل شو چې […]

Romans 4

د ابراهیم د ایمان مثال ۱نو اوس مونږ د خپل بنیاد ايښودونکي نیکه ابراهیم د تجربې په هکله څه ووایو؟ ۲که چېرې ابراهیم په خپلو نېکو عملونو د خدای په نظر کې عادل ګڼل شوی ؤ، نو د هغه سره یو دلیل ؤ چې ویاړ یې ورباندې کړی وای، خو د خدای په مخکې نه. […]