2 Corinthians 10

پولوس رسول د خپل خدمت څخه دفاع کوي ۱زه پولوس ستاسو څخه د مسیح په عاجزۍ او نرمۍ کې غوښتنه کوم. هو، هماغه پولوس چې خلک وایي ستاسو په مخکې عاجز یم خو کله چې ستاسو نه لېرې یم، نو زړور یم. ۲خو زه ستاسو څخه غوښتنه کوم چې کله تاسو سره یم، نو ما […]

2 Corinthians 9

د محتاجو ایماندارانو سره مالي مرسته ۱زما دپاره لازمه نه ده چې تاسو ته د یهودیې د ایماندارانو سره د مرستې په هکله ولیکم. ۲ځکه زه پوهېږم چې تاسو غواړئ مرسته وکړئ. ما د مقدونیې د خلکو په وړاندې په تاسو باندې ویاړ وکړ او ومې ویل چې په جنوبي یونان کې زمونږ ورونه یو […]

2 Corinthians 8

سخاوت کول ۱اوس ای خویندو او ورونو! مونږ غواړو چې تاسو د خدای د هغه فضل نه خبر شئ چې د مقدونیې په کلیساګانو باندې شوی دی. ۲که څه هم هغوی د ډېرو ستونزو له امله چې ورسره مخ شوي دي، ازمایل شوي دي او ډېر غریبان وو، خو بیاهم هغوی په ډېرې خوشحالۍ سره […]

2 Corinthians 7

۱نو ای ګرانو ملګرو، څرنګه چې زمونږ سره دا وعدې شوې دي، نو راځئ چې خپل ځانونه د هغو شیانو څخه چې زمونږ جسم او روح ناپاکه کوي، پاک کړو او د خدای له وېرې خپل سپېڅلتوب پوره کړو. د پولوس خوشحالي ۲مونږ ته په خپلو زړونو کې ځای راکړئ. مونږ د هېچا سره بد […]

2 Corinthians 6

۱د خدای د همکارانو په توګه مونږ تاسو نه غوښتنه کوو د خدای کوم فضل چې تاسو یې تر لاسه کوئ، هغه بې ګټې نه شي. ۲ځکه چې خدای وایي: په سم وخت کې چې د ژغورنې ورځ ده زه به واورمه ستا چیغې د کومک دپاره وګورئ، اوس ستاسو دپاره د خدای د مهربانۍ وخت راغلی […]

2 Corinthians 5

په اسمان کې زمونږ تلپاتې کور ۱ځکه مونږ پوهیږو کله چې دا دنیاوي خېمه یعنې زمونږ بدن چې مونږ په کې اوسېږو، راولویږي، نو مونږ په اسمان کې د خدای له خوا کور لرو چې د انسان په لاس نه دی جوړ شوی او هغه تلپاتې کور دی. ۲مونږ په دې خېمه کې زګېروي او […]

2 Corinthians 4

رڼا په تیاره باندې بری مومي ۱څرنګه چې خدای مونږ ته د خپل رحم له مخې دا کار راسپارلی دی، نو مونږ نه ناامیده کېږو. ۲مونږ ټولو د شرم نه ډکو او پټو کارونو څخه خپل ځانونه لېرې ساتلي دي. مونږ کوښښ نه کوو چې یو بل وغولوو او نه مو د خدای کلام غلط […]

2 Corinthians 3

د نوي لوظ خدمتګاران ۱ایا مونږ یوځل بیا د خپلو ځانونو صفت کول پیل کړي دي؟ ایا لکه د نورو په شان ستاسو له خوا او یا ستاسو دپاره د سپارښتنې لیکونو ته اړتیا لرو؟ ۲تاسو په خپله زمونږ دپاره د سپارښتنې لیک یئ چې زمونږ په زړونو کې لیکل شوی دی چې ټول خلک […]

2 Corinthians 2

۱نو ما پرېکړه وکړه چې تاسو ته درنشم، ترڅو نور ستاسو د خفګان سبب نه شم. ۲ځکه که چېرې زه تاسو خفه کړم، نو څوک به پاتې وي چې ما خوشحاله کړي، بې له هغو کسانو چې ما خفه کړي دي؟ ۳ما هغه لیک تاسو ته ولیکه، ترڅو زما د راتګ په وخت هغه خلک […]

2 Corinthians 1

۱دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا د خدای کلیسا ته چې د قرنتوس په ښار کې ده او په ټول جنوبي یونان کې د خدای ټولو خلکو ته. ۲زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او […]