Genesis 23

د ساره مړینه ۱ساره یوسلو اووه ویشت کاله ژوندۍ وه. ۲هغه په قریه اربع (حبرون) کې چې د کنعان په هېواد کې دی مړه شوه او حضرت ابراهیم د ساره دپاره غمجن شو او په هغې پسې یې وژړل. ۳بیا حضرت ابراهیم د خپلې ښځې د مړي له څنګه پاڅېده او حیتیانو ته ورغی او […]

Genesis 22

خدای پاک حضرت ابراهیم ته امر کوي چې حضرت اسحاق قرباني کړي ۱څه موده وروسته خدای پاک په حضرت ابراهیم باندې ازمایښت وکړ او هغه ته یې وفرمایل: <ای ابراهیمه!> او حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <هو، زه حاضر یم!> ۲خدای پاک وفرمایل: <خپل زوی اسحاق چې ستا یوازینی زوی دی او په تا باندې ډېر […]

Genesis 21

د حضرت اسحاق زېږېدنه ۱لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، هغه په ساره باندې مهربانه شو. څښتن هغه وعده سرته ورسوله چې د ساره سره یې کړې وه. ۲ساره امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. په هغه وخت کې حضرت ابراهیم زوړ ؤ. دا هلک په هماغه وخت کې پیدا شو چې خدای پاک […]

Genesis 20

حضرت ابراهیم او ابي ملک ۱حضرت ابراهیم له ممري څخه د کنعان جنوب خواته کډه وکړه او د قادش او شور په منځ کې یې سکونت اختیار کړ او د یو څه وخت دپاره په جرار کې پاتې شو. ۲هلته حضرت ابراهیم د خپلې ښځې ساره په هکله وفرمایل: <هغه زما خور ده.> د جرار پادشاه […]

Genesis 19

د سدوم د خلکو ګناهونه ۱کله چې هغه دوه فرښتې د ماښام په وخت کې سدوم ته ورسېدلې، حضرت لوط د ښار په دروازه کې ناست ؤ. څنګه چې حضرت لوط هغوی ولیدلې راپاڅېده او د هغوی د هرکلي دپاره ورغی او په ځمکه باندې پړمخې پرېوت، ۲ویې فرمایل: <ای زما بادارانو، د خپل خدمتګار […]

Genesis 18

حضرت ابراهیم او ساره ته د زوی ورکولو وعده ۱څښتن حضرت ابراهیم ته د ممري لویو ونو ته نژدې ښکاره شو. په هغه وخت کې هغه د ورځې په ګرمۍ کې د خېمې د دروازې په خوله کې ناست ؤ. ۲حضرت ابراهیم پورته وکتل او ویې لیدل چې درې نفره هلته ولاړ دي او چې […]

Genesis 17

سنت ګیري یعنې د لوظ نښه ۱هغه وخت چې حضرت ابرام د نهه نوي کالو په عمر ؤ، څښتن هغه ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <زه مطلق قادر خدای یم. زما منونکی او بې ګناه اوسه. ۲زه به ستا سره یو لوظ وکړم او ډېره اولاده به درکړم.> ۳نو هغه وخت حضرت ابرام پړمخې پرېوت […]

Genesis 16

هاجره او حضرت اسماعیل ۱نو د حضرت ابرام ښځه سارای شنډه وه او هیڅ اولاد یې نه درلود. مګر هغې یوه مصرۍ وینځه درلودله چې هاجره نومېدله. ۲نو هغې حضرت ابرام ته وویل: <څښتن زه د اولادونو د راوړلو څخه بنده کړې یم. لاړ شه او زما د وینځې سره یوځای شه، کېدای شي چې […]

Genesis 15

د حضرت ابرام سره د خدای پاک لوظ ۱وروسته بیا څښتن په رویا کې حضرت ابرام ته وفرمایل: <ای ابرامه مه وېرېږه، زه ستا سپر یم او تاته به ډېر لوی اجر درکړم.> ۲حضرت ابرام وفرمایل: <ای څښتن تعالیٰ، ماته به څه راکړې ځکه چې زه بې اولاده پاتې شوم. زما یوازینی وارث دمشقي الیعازر دی. […]

Genesis 14

حضرت ابرام لوط ژغوري ۱په هغه وخت کې د شنعار پادشاه امرافل، د الاسار پادشاه اریوک، د عیلام پادشاه کدرلاعمر او د قوئیم پادشاه تدعال ۲لاړل چې د نورو پنځو پادشاهانو یعنې د سدوم د پادشاه بارع، د عمورې د پادشاه برشاع، د ادمه د پادشاه شنعاب، د صبوئیم د پادشاه شمئیبر او د بالع […]