Genesis 43

مصر ته دوهم سفر ۱په کنعان کې قحطي نوره هم سخته شوه. ۲نو کله چې هغوی هغه ټوله غله چې د مصر څخه یې راوړې وه وخوړله، نو حضرت یعقوب خپلو زامنو ته وفرمایل: <بېرته لاړ شئ او لږه نوره غله زمونږ دپاره واخلئ.> ۳مګر یهودا هغه ته وویل: <هغه سړي مونږ ته په ټینګه […]
Genesis 42

د حضرت یوسف ورونه د غلو دانو اخیستلو دپاره مصر ته ځي ۱کله چې حضرت یعقوب خبر شو چې په مصر کې غلې دانې شته، نو هغه خپلو زامنو ته وویل: <تاسو ولې هسې ناست یئ او یو او بل ته ګورئ؟ ۲ما اورېدلي دي چې په مصر کې غلې دانې شته. هلته لاړ شئ […]
Genesis 41

حضرت یوسف د فرعون خوبونه تعبیروي ۱پوره دوه کاله تېر شوي وو چې فرعون خوب ولیده چې د نیل د سیند په غاړه ولاړ ؤ. ۲ناڅاپه اووه ښې او چاغې غواګانې د سیند څخه راووتلې او په لوخو کې څرېدلې. ۳د هغو څخه وروسته نورې اووه غواګانې چې بدرنګې او ډنګرې وې، راووتلې او د […]
Genesis 40

حضرت یوسف د بندیانو خوبونه تعبیروي ۱څه موده وروسته د مصر د پادشاه یعنې فرعون د ساقیانو او نانوایانو د مشرانو څخه د پادشاه په مقابل کې غلطي وشوه. ۲فرعون په دې دواړو درباریانو باندې په قهر شو ۳او هغوی یې په هغه زندان کې واچول چې د دربار د ګارډ د قوماندان په کور […]
Genesis 39

حضرت یوسف او د فوطیفار ښځه ۱اسماعیلیانو حضرت یوسف مصر ته یووړ او په فوطیفار باندې یې خرڅ کړ چې نوموړی د فرعون د درباریانو څخه ؤ او د دربار د ګارډ قوماندان ؤ. ۲څښتن د حضرت یوسف سره مل ؤ او هغه یې بریالی کړ. هغه د خپل مصري بادار په کور کې اوسېده. […]
Genesis 38

یهودا او تامار ۱داسې وشول چې په هغه وخت کې یهودا خپل ورونه پرېښودل او د حیره په نوم یو سړي سره چې د عدولام د ښار څخه ؤ پاتې شو. ۲هلته یهودا د شوعه په نوم د یو کنعاني د لور سره مخامخ شو. یهودا د هغې سره واده وکړ او ورسره یوځای شو. […]
Genesis 37

د حضرت یوسف خوبونه ۱حضرت یعقوب په کنعان کې په هغه ځای کې ژوند کاوه چېرته چې د هغه پلار اوسېدلی ؤ. ۲دا د حضرت یعقوب د کورنۍ قصه ده. حضرت یوسف اوولس کلن ځوان ؤ او د خپلو ناسکه ورونو سره یې چې د بلهې او زلفې زامن وو رمې ساتلې. حضرت یوسف به […]
Genesis 36

د عیسو اولاده (اول تواریخ ۱: ۳۴ - ۳۷) ۱دا د عیسو اولاده ده (عیسو د ادوم په نوم هم یادېده.) ۲عیسو د کنعاني ښځو سره ودونه وکړل: عاده د حیتي ایلون لور، اهولیبامه چې د عنا لور او د حوي صبعون لمسۍ وه ۳او بسمه چې د حضرت اسماعیل لور او د نبایوت خور وه. ۴عاده الیفاز […]
Genesis 35

حضرت یعقوب بیت ئیل ته راستنیږي ۱خدای پاک حضرت یعقوب ته وفرمایل: <پاڅه او بیت ئیل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. ما یعنې خپل خدای ته چې تاته په هغه وخت کې چې د خپل ورور عیسو څخه تښتېدلې ښکاره شو، د قربانۍ ځای جوړ کړه.> ۲نو حضرت یعقوب خپلې کورنۍ او هغو ټولو خلکو ته […]
Genesis 34

د دینه بې عزته کېدل ۱یوه ورځ د حضرت یعقوب او لیه لور دینه د ځینو کنعاني ښځو د لیدلو دپاره لاړه. ۲حوي حمور د هغې سیمې مشر ؤ. د هغه زوی شکیم دینه ولیدله، هغه یې راونیوله او بې عزته یې کړه. ۳د هغه زړه د حضرت یعقوب لور دینه یووړ او په هغې باندې مین […]