Exodus 13

د اولنیو زېږېدل شویو وقفول ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلیانو ټول اولني زېږېدل شوي زامن او هر اولنی زېږېدلی نر حیوان ماته وقف کړه. هغه زما دي.> د فطیرې ډوډۍ اختر ۳حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <دا ورځ په یاد ساتئ، یعنې هغه ورځ چې تاسو له مصر څخه چې په کې غلامان […]
Exodus 12

د فسحې اختر ۱څښتن په مصر کې حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<له دې وروسته به دا میاشت ستاسو دپاره د کال اوله میاشت وي. ۳د اسراییلو ټول قوم ته دا لارښودنې ورکړه: د دې میاشتې په لسمه ورځ باید هر سړی د خپلې کورنۍ دپاره یو یو وری یا سېرلی واخلي. ۴که […]
Exodus 11

د اخرنۍ بلا خبرداری ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه به په فرعون او د هغه په خلکو باندې اخرنۍ بلا نازله کړم. د هغې څخه وروسته به هغه تاسو پرېږدي چې له دې ځای څخه لاړ شئ او تاسو ټول به له دې ځایه وشړي. ۲د اسراییلو خلکو ته ووایه چې نارینه او ښځې […]
Exodus 10

د ملخانو بلا ۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <فرعون ته ورشه، ځکه چې ما د هغه او د هغه درباریانو زړونه سخت کړي دي ترڅو هغوی ته خپلې معجزې وښایم ۲او د دې دپاره چې تاسو وکولی شئ خپلو اولادونو او لمسیو ته ووایئ چې څنګه مې د معجزو په ښودلو سره د مصریانو […]
Exodus 9

په حیواناتو باندې بلا ۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <فرعون ته ورشه او ورته ووایه چې د عبرانیانو څښتن خدای داسې فرمایي: زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي. ۲که چېرې ته بیا د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې، ۳زه به تاته سزا درکړم او ستا حیوانات یعنې اسونه، خره، […]
Exodus 8

د چونګښو بلا ۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <فرعون ته ورشه او هغه ته ووایه چې څښتن فرمایي: زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي. ۲که چېرې ته د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې، زه به ستا په ټول هېواد باندې د چونګښو بلا نازله کړم. ۳د نیل سیند به […]
Exodus 7

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه به تا فرعون ته لکه د خدای په شان کړم او ستا ورور هارون به ستا د پیغمبر په توګه د هغه سره خبرې کوي. ۲زه چې تاته د هر شي په باره کې حکم کوم، هغه هارون ته ووایه او هغه به فرعون ته ووایي چې اسراییلیان پرېږدي […]
Exodus 6

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اوس به ته وګورې چې زه د فرعون سره څه کوم. زه به هغه دومره مجبور کړم چې زما قوم پرېږدي چې لاړ شي او هغوی به په زوره د خپلې خاورې څخه وباسي.> خدای پاک حضرت موسیٰ راغواړي ۲خدای پاک د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې او ویې فرمایل: […]
Exodus 5

حضرت موسیٰ او حضرت هارون د فرعون په حضور کې ۱بیا حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته ورغلل او ورته ویې فرمایل: <د اسراییلو څښتن خدای فرمایي: زما قوم پرېږده چې دښتې ته لاړ شي او هلته زما د احترام په خاطر اختر ولمانځي.> ۲فرعون وویل: <څښتن څوک دی؟ زه ولې د هغه خبرو […]
Exodus 4

خدای پاک حضرت موسیٰ ته د معجزو د ښودلو قدرت ورکوي ۱حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <فرض کړه که چېرې اسراییلیان زما په خبرو باندې باور ونه کړي او ماته غوږ ونه نیسي او ووایي چې څښتن تاته نه دی ښکاره شوی، نو بیا څه وکړم؟> ۲څښتن له حضرت موسیٰ څخه پوښتنه وکړه: <ستا […]