د راستانه شوو جلاوطنو خلکو لست
(نحمیا ۷: ۴ - ۷۳)
۱ډېرو جلاوطنو خلکو د بابل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه بابل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې. ۲دا د هغوی مشران وو: زروبابل، یشوع، نحمیا، سرایا، رعیلایا، مردخای، بلشان، مسفار، بغوای، رحوم او بعنه.
دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:
- ۳-۲۰د فرعوش له طایفې څخه – ۲۱۷۲ تنه
- د شفطیا له طایفې څخه – ۳۷۲ تنه
- د آرح له طایفې څخه – ۷۷۵ تنه
- د فحت مواب له طایفې څخه (چې د یشوع او یواب د اولادې څخه وو) – ۲۸۱۲ تنه
- د عیلام له طایفې څخه – ۱۲۵۴ تنه
- د زتو له طایفې څخه – ۹۴۵ تنه
- د زکي له طایفې څخه – ۷۶۰ تنه
- د باني له طایفې څخه – ۶۴۲ تنه
- د ببای له طایفې څخه – ۶۲۳ تنه
- د عزجد له طایفې څخه – ۱۲۲۲ تنه
- د ادونیقام له طایفې څخه – ۶۶۶ تنه
- د بغوای له طایفې څخه – ۲۰۵۶ تنه
- د عادین له طایفې څخه – ۴۵۴ تنه
- د آطیر له طایفې څخه (د حزقیا په نوم هم یادېده) – ۹۸ تنه
- د بیسای له طایفې څخه – ۳۲۳ تنه
- د یوره له طایفې څخه – ۱۱۲ تنه
- د حاشوم له طایفې څخه – ۲۲۳ تنه
- د جبار له طایفې څخه – ۹۵ تنه
۲۱-۳۵هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل هم راستانه شول:
- د بیت لحم څخه – ۱۲۳ تنه
- د نطوفه څخه – ۵۶ تنه
- د عناتوت څخه – ۱۲۸ تنه
- د عزموت څخه – ۴۲ تنه
- د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه – ۷۴۳ تنه
- د رامې او جبعې څخه – ۶۲۱ تنه
- د مخماس څخه – ۱۲۲ تنه
- د بیت ییل او عای څخه – ۲۲۳ تنه
- د نبو څخه – ۵۲ تنه
- د مغبیش څخه – ۱۵۶ تنه
- د بل عیلام څخه – ۱۲۵۴ تنه
- د حاریم څخه – ۳۲۰ تنه
- د لود، حادید او اونو څخه – ۷۲۵ تنه
- د اریحا څخه – ۳۴۵ تنه
- د سناعه څخه – ۳۶۳۰ تنه
۳۶-۳۹دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
- د یدعیا د طایفې څخه (چې د یشوع د اولادې څخه وو) – ۹۷۳ تنه
- د یمیر د طایفې څخه – ۱۰۵۲ تنه
- د فشحور د طایفې څخه – ۱۲۴۷ تنه
- د حاریم د طایفې څخه – ۱۰۱۷ تنه
۴۰-۴۲د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
- د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه (چې د هودویا اولاده وه) – ۷۴ تنه
- د خدای د کور د سندرغاړو څخه (چې د اساف اولاده وه) – ۱۲۸ تنه
- د خدای د کور د ساتونکو څخه (چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه) – ۱۳۹ تنه
۴۳-۵۴د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس، سیعها، فادون، لبانه، حجابه، عقوب، حاجاب، شملای، حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین، نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای، اسنه، معونیم، نفوسیم، بقبوق، حقوفا، حرحور، بزلوت، محیدا، حرشا، برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.
۵۵-۵۷د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
سوطای، هسوفرت، فرودا، یعله، درقون، جدیل، شفطیا، حطیل، فوخرت حظبایم او آمي.
۵۸د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.
۵۹-۶۰شپږ سوه دوه پنځوس تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادان او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.
۶۱-۶۲د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول. ۶۳د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»
۶۴-۶۷د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر ۲۰۰ تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو:
- اسونه – ۷۳۶
- قچرې – ۲۴۵
- اوښان – ۴۳۵
- خره – ۶۷۲۰
۶۸کله چې جلاوطني خلک په اورشلیم کې هغه ځای ته ورسېدل چې پخوا په کې د څښتن کور ؤ، نو د طایفو ځینو مشرانو رضاکارانه نذرانې ورکړې چې په خپل پخواني ځای کې د خدای د کور په بیا جوړولو کې د هغه څخه کار واخیستل شي. ۶۹هغوی د دې کار دپاره د خپل توان سره سم پنځه سوه کیلوګرامه سره زر، دوه زره اته سوه کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره یې سل دانې چپنې خزانې ته ورکړې.
۷۰کاهنان، لاویان او ځینې نور خلک په اورشلیم کې یا د اورشلیم سره نژدې ځای په ځای شول. سندرغاړي، د خدای د کور ساتونکي او خدمتګاران په نژدې ښارګوټو کې ځای په ځای شول او پاتې اسراییلیان په هغو ښارګوټو کې ځای په ځای شول چې د هغوی نیکونه اوسېدلي وو.
Ezra 2
HISTORY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/ezra-2/