د الیشع مرسته د یوې غریبې کونډې سره
۱یوه ورځ د نبیانو د ډلې څخه د یو نبي کونډه الیشع ته راغله او ویې ویل: <ښاغلیه! زما مېړه مړ شوی دی. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ هغه یو څښتن پرست سړی ؤ. مګر اوس یو سړی راغلی دی چې زما مېړه د هغه څخه یو څو روپۍ په پور اخیستې وې او هغه غواړي چې د دې پور په بدل کې زما دوه زامن خپل غلامان کړي.>
۲الیشع وویل: <زه ستا دپاره څه وکړم؟ ووایه چې په کور کې څه شی لرې؟>
ښځې ځواب ورکړ: <ښاغلیه، د زیتونو د تېلو د یو کوچني بوتل څخه پرته بل هېڅ څه نه لرم.>
۳الیشع هغې ته وویل: <خپلو ګاونډیانو ته ورشه او څومره چې کولی شې د هغوی څخه ډېر خالي لوښي وغواړه. ۴خپل کور ته لاړه شه او د خپل ځان او خپلو زامنو پسې دې دروازه بنده کړه. بیا لوښي د تېلو څخه ډک کړه او هر یو چې ډکېده هغه یوې خواته ږده.> ۵هغه ښځه لاړه. وروسته کله چې هغه د خپلو زامنو سره خپل کور ته ننوتله او دروازه یې بنده کړه، زامنو ورته لوښي راوړل او هغې ډکول.
۶کله چې ټول لوښي ډک شول، هغې خپل یو زوی ته وویل: <یو بل لوښی راوړه.>
هغه ځواب ورکړ: <مونږ سره نور لوښي نشته.> په دې وخت کې د هغه کوچني بوتل څخه نور تېل توی نه شول.
۷وروسته له دې چې هغې الیشع د خدای نبي ته د دې پېښې په اړه خبر ورکړ، الیشع وویل: <تېل خرڅ کړه او د هغو د پیسو په یوې برخې خپل پور ادا کړه. په پاتې پیسو باندې کولی شې چې د خپلو زامنو سره خپل ژوند وکړې.>
الیشع او د شونیم شتمنه ښځه
۸یوه ورځ الیشع د شونیم ښارګوټي ته لاړ، هلته یوه شتمنه ښځه اوسېدله. هغې الیشع خپل کور ته د ډوډۍ دپاره راوباله. له هغې وروسته، کله چې الیشع به په شونیم کې ؤ نو د هغې ښځې او د هغې د مېړه سره به یې د هغې په کور کې ډوډۍ خوړله.
۹هغې ښځې خپل مېړه ته وویل: <زه یقین لرم چې هغه سړی چې دلته زیات راځي د خدای یو سپېڅلی سړی دی. ۱۰راځئ چې د هغه دپاره د خپل کور په بام باندې یوه کوچنۍ کوټه جوړه کړو. په هغې کې به یو کټ، مېز، چوکۍ او د تېلو څراغ کېږدو. نو کله چې هغه زمونږ کور ته راځي، د دې کوټې او شیانو څخه به استفاده کوي.>
۱۱یوه ورځ الیشع په شونیم کې د هغوی کور ته راغی او خپلې کوټې ته وخوت چې هلته آرام وکړي. ۱۲هغه خپل خدمتګار جیحزي ته وویل: <هغه شونیمي ښځه دلته راوبله.> نو هغه راغله او د الیشع په مخکې ودرېدله. ۱۳الیشع جیحزي ته وویل: <هغې ته ووایه: تا زمونږ دپاره ډېر تکلیف وګاله، اوس ستا دپاره څه وکړم؟ آیا ستا سپارښتنه د پاچا یا د لښکرو د قوماندان څخه وکړم؟>
هغې ښځې ځواب ورکړ: <زه د خپل قوم په منځ کې اوسېږم او هر شي ته چې اړتیا لرم هغه راسره شته.>
۱۴الیشع د جیحزي څخه پوښتنه وکړه: <نو بیا د هغې دپاره څه وکړم؟>
جیحزي په ځواب کې وویل: <زه پوهېږم چې د هغې مېړه زوړ دی او هغه زوی نه لري.>
۱۵الیشع خپل خدمتګار ته وویل: <هغه راوبله چې دلته راشي.> هغه راغله او د الیشع د کوټې په دروازه کې ودرېدله. ۱۶الیشع هغې ته وویل: <په راتلونکي کال کې په همدې وخت به تا خپل زوی په غېږ کې نیولی وي.>
ښځې ځواب ورکړ: <باداره! تاسو د خدای نبي یاست، ما مه غولوئ.>
۱۷مګر لکه څنګه چې الیشع ویلي وو په راتلونکي کال په همدې وخت یې زوی پیدا شو.
۱۸کله چې هغه هلک لوی شو، یوه ورځ د خپل پلار د لیدلو دپاره پټي ته لاړ چېرته چې لوګرو فصلونه رېبل. ۱۹هغه خپل پلار ته شکایت وکړ: <زما سر خوږیږي، هغه ډېر خوږیږي!>
د هغه پلار خپل نوکر ته وویل: <هغه بېرته خپلې مور ته بوځه.> ۲۰نوکر هغه هلک راپورته کړ او خپلې مور ته یې راوړ. هلک تر غرمې پورې د مور په زنګنونو باندې ناست ؤ او د غرمې په وخت کې مړ شو. ۲۱هغې هلک د الیشع کوټې ته وخېژاوه او د هغه په کټ کې یې واچاوه. بیا هغې دروازه بنده کړه او لاړه.
۲۲هغې خپل مېړه راوغوښت او ورته ویې ویل: <یو نوکر د خره سره دلته راولېږه. زه غواړم چې د خدای نبي الیشع ژر ووینم او بېرته به راستنه شم.>
۲۳د هغې مېړه پوښتنه وکړه: <ولې غواړې چې نن هغه ته ورشې؟ نن خو نه د سبت ورځ ده او نه د نوې میاشتې اختر دی!>
هغې ځواب ورکړ: <خیر و خیریت دی.> ۲۴هغې په خره باندې کته واچوله او خپل نوکر ته یې وویل: <خر ژر ژر بوځه، ترڅو چې ما درته ویلي نه وي مه درېږه.> ۲۵بیا هغه روانه شوه او د کرمل غره ته لاړه چېرته چې الیشع موجود ؤ.
کله چې هغه یې ولیدله، خپل خدمتګار جیحزي ته یې وویل: <هغه شونیمي ښځه ده چې راروانه ده. ۲۶منډه کړه، د هغې مخې ته ورشه او پوښتنه وکړه چې هغه او د هغې مېړه او زوی ښه دي او که نه.>
هغې جیحزي ته ځواب ورکړ: <هو، خیر و خیریت دی.> ۲۷مګر څنګه چې هغه غره ته ورسېدله، الیشع ته ورغله او د هغه پښې یې ونیولې. جیحزي د هغې خواته ورروان شو چې هغه لیرې ټېل وهي، مګر الیشع وویل: <هغه پرېږده! آیا ته نه وینې چې هغه څومره خفه ده؟ مګر څښتن ماته په دې هکله څه نه دي ویلي.>
۲۸هغې ښځې وویل: <ښاغلیه، آیا ما ستاسو څخه د زوی غوښتنه کړې وه؟ آیا تاسو ته مې ویلي نه وو چې ما مه غولوئ؟>
۲۹الیشع وویل: <ای جیحزي، ځان تیار کړه، زما امسا درسره واخله او د هغې کور ته لاړ شه. په لاره کې به چاته سلام نه اچوې او نه به د چا سلام ځوابوې. کله چې هلته ورسېدلې، امسا د هلک په مخ باندې کېږده.>
۳۰مګر د هلک مور الیشع ته وویل: <زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم چې زه به بې له تا لاړه نه شم.> نو الیشع راپاڅېده او د هغې سره لاړ.
۳۱جیحزي د هغوی څخه مخکې لاړ او د هلک په مخ باندې یې امسا کېښوده، مګر هلک ونه خوځېده او هېڅ غږ یې ونه کړ. جیحزي بېرته الیشع ته ورغی او هغه ته یې وویل: <هلک راویښ نه شو.>
۳۲الیشع د هغې ښځې کور ته ورسېده، خپلې کوټې ته ورغی او ویې لیدل چې د هلک مړی د هغه په کټ کې پروت دی. ۳۳هغه کوټې ته ورننوت، دروازه یې بنده کړه او څښتن ته یې دعا وکړه. ۳۴بیا هغه کټ ته ورغی او په مړي باندې پرېوت. خپله خوله یې د هلک په خوله کېښوده، سترګې یې د هلک په سترګو او خپل لاسونه یې د هغه په لاسونو باندې کېښودل. څنګه چې هغه په هلک باندې خپل ځان وغزاوه د هلک وجود تود شو. ۳۵الیشع راپاڅېده او په کوټه کې یوه خوا او بله خوا ګرځېده، بیا هغه بېرته لاړ او د هلک په مړي باندې یې خپل ځان وغزاوه. په دې وخت هلک اووه ځلې وپرنجېده او خپلې سترګې یې وغړولې.
۳۶الیشع جیحزي ته غږ وکړ او ورته ویې ویل: <د هلک مور ته ووایه چې دلته راشي.> جیحزي هماغسې وکړل او کله چې هغه راغله الیشع ورته وویل: <خپل زوی دې واخله.> ۳۷هغه الیشع ته ټیټه شوه او پښو ته یې پرېوته، بیا یې خپل زوی واخیست او ووته.
د الیشع دوه نورې معجزې
۳۸کوم وخت چې الیشع جلجال ته راستون شو، په هغه ځای کې قحطي وه.
کله چې د نبیانو یوه ډله د هغه په وړاندې ناسته وه، الیشع خپل خدمتګار ته وویل: <یو غټ لوښی په اور باندې کېږده او دغو نبیانو ته قورمه پخه کړه.>
۳۹د هغو څخه یو تن ځنګل ته لاړ چې یو څه بوټي راټول کړي. هغه یو د کدو ځنګلي بوټی پیدا کړ او دومره کدوان یې ورڅخه راوشکول چې هغه وړلی شول. مګر هغه نه پوهېده چې دا څه شی دی. کله چې هغه بېرته راستون شو، نو هغه کدوان یې ټوټې ټوټې کړل او په قورمه کې یې واچول. ۴۰کله یې چې قورمه نبیانو ته واچوله چې ویې خوري او هغوی په خوړلو پیل وکړ، ناڅاپه هغو چیغې کړې او ویې ویل: <ای د خدای نبي، په دې کې زهر دي!> نو هغوی دا قورمه ونه شوه خوړلی.
۴۱الیشع وویل: <لږ اوړه راته راوړئ.> الیشع هغه اوړه په قورمه کې واچول او ویې ویل: <اوس یې هغوی ته ورکړه چې ویې خوري.> نو په خوړو کې زهر نه وو.
۴۲یو سړی د بعل شلیشه څخه راغی او الیشع ته یې یو څه تازه غلې دانې او د اولنیو رېبل شویو اوربشو شل ډوډۍ راوړې. الیشع وویل: <دا خلکو ته ورکړه چې ویې خوري.>
۴۳د هغه خدمتګار وویل: <آیا دا د سلو سړیو دپاره بس دي؟>
الیشع ځواب ورکړ: <هغوی ته یې ورکړه چې ویې خوري. ځکه چې څښتن فرمایي: هغوی به ماړه شي او یو څه به ورڅخه پاتې هم شي.> ۴۴نو خدمتګار د هغوی په مخ کې ډوډۍ کېښوده او لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو هغوی ټول ماړه شول او یو څه ورڅخه پاتې هم شول.
2 Kings 4
HISTORY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/2-kings-4/