د حکمت د خاوند او د کم عقل خبرې
۱ځان غوښتونکی انسان د خلکو نه ځان لېرې ساتي
او تل د حکمت مخالفت کوي.
۲کم عقل سړی د پوهې سره مینه نه لري
او یوازې د خپل نظر په څرګندولو خوشحالیږي.
۳کله چې شرارت راشي نو رسوایي هم راځي
او شرم او سپکاوی هم ورسره ملګري وي.
۴د انسان د خولې خبرې د ژورې څاه اوبه دي
د حکمت چینه د تنګې درې روان خوړ دی.
۵دا ښه کار نه دی چې د مجرم طرفداري دې وشي
او یا د بې ګناه حق تر پښو لاندې شي.
۶د کم عقل خبرې جنجالونه جوړوي
او خوله یې وهلو ته بلنه ورکوي.
۷د کم عقل انسان خپله ژبه بلا ده
او شونډې یې د ځان دپاره دام دي.
۸د غیبت کوونکي خبرې د خوندور خوراک په شان دي
چې د انسان له ستوني تېریږي او د ګېډې تل ته ښکته کیږي.
۹څوک چې په خپل کار کې لټي کوي
نو د ورانکارو سره ورورولي کوي.
۱۰د څښتن نوم ټینګ او قوي مورچل دی
چې نېک انسان هلته پناه اخلي او په امن کې وي.
۱۱د شتمن مال دولت د هغه دپاره ټینګه کلا ده
او فکر کوي چې د هغه دپاره یو لوړ دېوال دی.
۱۲کبر د تباهۍ سبب کیږي
او عاجزي د سرلوړۍ.
۱۳څوک چې د خبرو د اورېدو نه مخکې ځواب ورکوي
نو دا د هغه دپاره جهالت او رسوایي راولي.
۱۴د انسان روح ناروغي زغملی شي
خو خفه روح هېڅوک زغملی نه شي.
۱۵عقلمن انسان تل د علم حاصلولو په لټون کې وي
او د هوښیار انسان غوږونه تل د علم زده کړې ته تیار وي.
۱۶تحفه ورکول د انسان دپاره لار خلاصوي
او د لویو خلکو سره پېژندګلوي پیدا کوي.
۱۷څوک چې په محکمه کې لومړی خبرې کوي بې ګناه ښکاري
ترڅو بل څوک د هغه څېړنه ونه کړي.
۱۸د پچې په اچولو جګړې ختمیږي
او د مخالفینو ترمنځ پرېکړې کیږي.
۱۹د مرور ورور پخلا کول د قوي ښار د فتح کولو نه سخت دي
او شخړې کول د کلا دروازو ته د اړمونو ایښودلو په څېر دي.
۲۰هوښیارې خبرې د ښې ډوډۍ په شان انسان مړوي
او سمې خبرې د خلکو د رضایت سبب ګرځي.
۲۱په مرګ او ژوند کې د ژبې اختیار شته
څوک چې ورسره مینه لري، د خپلو خبرو مېوه به وخوري.
شتمني او حکمت
۲۲چا ته چې ښځه پیدا شي د نعمت خاوند شي
او د څښتن رضا او خوشحالي حاصله کړي.
۲۳مسکین په عاجزۍ زاري کوي
خو شتمن سخت ځواب ورکوي.
۲۴تش په نامه دوستان یو بل ته کنده کیندي
خو رښتینی ملګری د خپل ورور نه هم نژدې وي.
Proverbs 18
WISDOM & POETRY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/proverbs-18/