EA Icon - Torah
The third book of the Torah

Leviticus 20

د سرغړونې دپاره سزا

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه: که ستاسو څخه یو څوک یا کوم بېګانه نفر چې په اسراییلو کې اوسیږي د خپلو ماشومانو څخه کوم ماشوم د مولک بت ته ورکړي، هغه باید ووژل شي. د قوم خلک دې هغه سنګسار کړي. ۳زه به د هغه نفر په ضد شم او د خپل قوم څخه به یې وشړم، ځکه چې مولک ته د خپلو ماشومانو په ورکولو سره یې زما مقدس ځای ناپاک کړی او زما مقدس نوم یې رسوا کړی دی. ۴کله چې هغه نفر داسې کار وکړي او قوم ورباندې خپلې سترګې پټې کړي او هغه نفر ونه وژني، ۵نو زه به په خپله د هغه نفر، د هغه د ټولې کورنۍ او هغو ټولو په ضد شم چې د هغه سره یوځای زما سره بې وفایي کوي او د مولک عبادت کوي. زه به هغوی د خپل قوم څخه وشړم.

۶که چېرې تاسو هغو خلکو ته ورشئ چې دا دعوه کوي چې دوی کولی شي د مړو سره خبرې وکړي، نو زه به ستاسو په ضد شم او تاسې به د خپل قوم څخه وشړم. ۷خپل ځانونه وقف کړئ او مقدس اوسئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم. ۸زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ. زه څښتن یم چې تاسو مقدس کوم.

۹که چېرې یو څوک خپل پلار یا خپلې مور ته ښکنځلې وکړي نو هغه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.

۱۰که چېرې یو سړی د بل سړي د ښځې سره زنا وکړي، هغه سړی او هغه ښځه دواړه باید ووژل شي. ۱۱که چېرې یو سړی د خپل پلار له ښځو څخه د یوې ښځې سره زنا وکړي هغه خپل پلار سپکوي نو هغه سړی او ښځه دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي. ۱۲که چېرې یو سړی د خپلې نږور سره زنا وکړي، هغوی دواړه باید ووژل شي. کوم کار چې هغوی کړی دی هغه ډېر بد کار دی او خون به یې په خپله غاړه وي. ۱۳که چېرې یو سړی د یو بل سړي سره بد کار وکړي، هغوی د کرکې وړ کار کړی دی او دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي. ۱۴که چېرې یو سړی د یوې نجلۍ او د هغې د مور دواړو سره واده وکړي نو درې واړه باید د خپل ډېر بد کار له کبله وسوزول شي چې مړه شي، ترڅو ستاسو په منځ کې بدکاري نه وي. ۱۵که چېرې یو سړی د یو حیوان سره جنسي اړیکې ولري، هغه باید د حیوان سره یوځای ووژل شي. ۱۶که چېرې یوه ښځه د یو حیوان سره د جنسي اړیکو د لرلو هڅه وکړي، هغه باید د حیوان سره یوځای ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.

۱۷که چېرې یو سړی د خپلې سکه یا ناسکه خور سره واده وکړي، دا یوه رسوایي ده. هغوی باید په عام محضر کې د قوم څخه وشړل شي. هغه د خپلې خور سپکاوی کړی دی او مسئولیت به یې په خپله غاړه وي. ۱۸که چېرې یو سړی د یوې ښځې سره د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې یوځای شي، هغوی دواړه دې د قوم څخه وشړل شي، ځکه چې هغوی د پاکوالي په اړه مقررات مات کړي دي.

۱۹د خپلې مور د خور یا د خپل پلار د خور سره زنا مه کوئ، ځکه چې دا کار به د یو نژدې خپلوان سپکاوی وي، د دغه ناوړه کار مسئولیت به ستاسو دواړو په غاړه وي. ۲۰که چېرې یو سړی د خپل تره د ښځې سره زنا کوي هغه خپل تره سپکوي. مسئولیت به د هغوی په غاړه وي، هغوی به بې اولاده پاتې شي. ۲۱که چېرې یو سړی د خپلې ورېندار سره واده وکړي، هغوی به بې اولاده وي. هغه یو ناپاکه کار کړی او د خپل ورور سپکاوی یې کړی دی.>

۲۲څښتن وفرمایل: <زما د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي وکړئ، ترڅو تاسو د کنعان د ځمکې څخه چې هلته مو راولم ونه شړم. ۲۳د هغو خلکو د رواجونو څخه پیروي مه کوئ چې هلته اوسیږي او زه یې د دې په خاطر شړم ترڅو تاسو وکولی شئ هغې خاورې ته ورننوزئ. زه د هغوی څخه د هغوی د ټولو بدو عملونو له کبله کرکه کوم. ۲۴مګر ستاسو سره مې د دې غني او حاصلخېزې ځمکې وعده کړې ده ترڅو هغه ستاسو ملکیت شي او هغه به تاسو ته درکوم. زه ستاسو څښتن خدای یم او تاسو مې د نورو قومونو څخه جدا کړي یئ. ۲۵له دې کبله تاسو باید د پاکو او ناپاکو حیواناتو او مرغانو ترمنځ ښکاره فرق وکړئ. هغه حیوانات یا مرغان چې هغه مې ناپاک اعلان کړي دي مه خورئ. د هغو په خوړلو به ناپاک شئ. ۲۶تاسو به مقدس شئ او یوازې زما به شئ، ځکه چې زه څښتن مقدس یم. ما تاسو له نورو قومونو څخه جدا کړي یئ ترڅو یوازې زما شئ.

۲۷هر سړی یا هره ښځه چې دا دعوه کوي چې د مړو سره مشورې کوي، باید ووژل شي. تاسو باید هغه سنګسار کړئ، خون به یې په خپله غاړه وي.>

Leviticus 20

The third book of the Torah

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/leviticus-20/