د کتاب پېژندنه
دا لیک د عیسی مسیح رسول، پطروس هغو خورو ورو ایماندارانو ته لیکلی دی چې د پردیو خلکو په شان په هغو سیمو کې اوسېدل چې اوس د ترکیې په نوم یادیږي. دغه لیک د شاوخوا ۶۴ تر ۶۶ میلادي کلونو په ترڅ کې لیکل شوی دی. د دې لیک اصلي مقصد د هغو لوستونکو تشویقول دي چې د خپل ایمان په خاطر د ځورونې او ستونزو سره مخامخ وو. د عیسی مسیح پیروان به د خپل ایمان په خاطر د هماغو خلکو له خوا ځورېدل چې د هغوی په منځ کې یې ژوند کاوه. هغوی ته به د خپل ایمان په خاطر په سپکه سترګه کتل کېدل او د خپلو کورنیو او قوم څخه به شړل کېدل او خپل د کورنۍ او د خپل قوم هویت به یې له لاسه ورکاوه.
پطروس د دې لیک په وسیله هغوی هڅوي او خپلو لوستونکو ته د عیسی مسیح په هکله هغه زېری ور په یادوي چې د هغه مرګ، بیا راژوندي کېدل او د راتللو وعده هغوی ته امیدواري ورکوي. برسېره پر دې پطروس رسول هغوی ته دا ورښایي چې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره د خدای د غوره شویو په توګه د نوي هویت خاوندان شول. هغه داسې لوړ هویت دی چې هېڅوک یې ترې اخیستلی نه شي.
پطروس خپل لوستونکي د تکلیفونو او ستونزو په وخت کې هڅوي او د هغوی څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د هغو خلکو په شان خپل ژوند تېر کړي چې د مسیح سره تړاو لري. هغه هغوی ته لارښوونه کوي چې خدای ته وفادار پاتې شي او په دې ډاډمن اوسي چې عیسی مسیح به د بېرته راتللو په ورځ د هغو اجر ورته ورکړي.
د موضوعګانو لست
- سلامونه: ۱: ۱ - ۲
- ژوندۍ هیله: ۱: ۳ - ۱۲
- د پاک ژوندون دپاره بلنه: ۱: ۱۲ – ۲: ۱۰
- د کړاوونو په وخت کې د ایماندارانو مسوولیت: ۲: ۱۳ – ۴: ۱۹
- د کلیسا مشرانو ته مشوره: ۵: ۱ - ۱۱
- وروستني سلامونه: ۵: ۱۲ - ۱۴