PAUL’S EPISTLES

2 Timothy Introduction

د کتاب پېژندنه

دا لیک پولوس رسول هغه وخت لیکلی دی چې هغه په زندان کې ؤ. پولوس د مسیح د زېري د موعظه کولو په جرم زنداني شوی ؤ. هغه پوهېده چې د هغه ژوند به په دې دنیا کې زر ختم شي. هغه دا لیک د نصیحت او وصیت په توګه خپل همکار او ځوان مرستیال تیموتاوس ته لیکي.

پولوس په دې لیک کې تیموتاوس ته نصیحت کوي چې د عیسی مسیح د وفادار شاګرد په توګه د هغه زېري او د خدای د کلام رښتیني تعلیم ته وفادار پاتې شي. هغه باید د سختیو او ستونزو سره سره خپلې وظیفې د ښوونکي او زېري رسوونکي په توګه سرته ورسوي. همدارنګه پولوس تیموتاوس ته په کلکه خبرداری ورکوي چې د کم عقلتوب او د جهالت په بحثونو کې ګډون ونه کړي، ځکه چې د هغو پای شخړه ده. پولوس په دې هکله خپل ځان هغه ته د یو مثال په توګه ورښایي چې څنګه د ستونزو په وړاندې ټینګ ودریږي او هېڅکله د حقیقت نه ونه ګرځي.

په دې لیک کې اصلي خبره دا ده چې ستونزې او کړاوونه د ایماندار د ژوند یوه برخه ده، خو کله چې مونږ د داسې ستونزو سره مخ کېږو، نو د ایمان، خدای او زېري په قوت سره مونږ هغه زغملی شو.

موضوعګانو لست

  • سلامونه: ۱: ۱ - ۲
  • شکرګزاري او هڅونه: ۱: ۳ – ۲: ۱۳
  • مشوره او خبرداری: ۲: ۱۴ – ۴: ۵
  • د پولوس رسول حالت: ۴: ۶ - ۱۸
  • وروستنۍ خبرې: ۴: ۱۹ - ۲۲