PAUL’S EPISTLES

Colossians Introduction

د کتاب پېژندنه

دا کولسیانو ته یو لیک دی چې پولوس رسول هغه وخت لیکلی دی چې په زندان کې ؤ. کولسیه د کوچنۍ اسیا د ښارونو څخه یو ښار دی چې په اوسنۍ ترکیه کې د افسیس د ښار په ختیځ کې پروت دی. دا لیک د پولوس له خوا کولسیې ته د تیخیکاس او اونیسیموس په لاس یووړل شو. اونیسیموس چې د دې لیک په اخره کې ورڅخه یادونه شوې ده، هغه غلام دی چې پولوس د هغه په خاطر د هغه بادار فیلیمون ته د دې لیک سره یو بل لیک هم ولیکه. په دې لیک کې په دې باندې ټینګار شوی دی چې اوس په مسیح کې غلامان او باداران یو د بل سره ورونه ګڼل کیږي.

دا کلیسا د پولوس له خوا نه وه جوړه شوې، خو دا کلیسا په هغې سیمې کې وه چې پولوس د هغې په اړه د مسوولیت احساس کاوه. نو له دې امله هغه د افسیس نه چې د روم د یو ولایت مرکز ؤ، د کلیسا ځینې استاذان هلته ولېږل. په دې ښار کې د ایماندارانو په منځ کې د عیسی مسیح د رښتیني شخصیت په هکله یو سوال پیدا شوی ؤ. هغه سوال دا ؤ چې ایا مسیح یوازې یو انسان ؤ او که همدارنګه خدایي شخصیت هم ؤ؟ هو، هغه د انسان والي تر څنګ خدایي فطرت هم درلود. پولوس په دې باندې زیات ټینګار کاوه چې عیسی مسیح څنګه په ټولو روحاني قوتونو او ټولو انساني قوانینو او اصولو باندې واک او اختیار لري.

پولوس خبر شوی ؤ چې د کولسیې په ایماندارانو کې ځینې داسې استاذان شته چې غلط تعلیم ورکوي. هغوی په دې باندې ټینګار کاوه چې د خدای پېژندلو او پوره خلاصون دپاره باید خلک د فرښتو عبادت وکړي. برسېره پر دې هغوی به ویل چې باید ځانګړو مذهبي دودونو لکه سنتولو ته غاړه کېږدي او باید د خوړو او نورو شیانو په هکله سخت قوانین او مقررات مراعت کړي.

پولوس د یو رښتیني مسیحي پیغام سره د دې تعلیمونو په خلاف لیکي. د دې ځواب مهم او اصلي ټکی دا دی چې عیسی مسیح کولای شي پوره خلاصون ورکړي او نورې عقیدې او کارونه په حقیقت کې انسان د مسیح نه لېرې کوي. خدای د عیسی مسیح په وسیله دنیا پیدا کړه او د هماغه په وسیله تاسو بېرته د خپل ځان سره پخلا کوي. یوازې د مسیح سره په یووالي کې د ټولو خلکو دپاره د خلاصون هیله شته. پولوس د خلکو نه په ټینګه غوښتنه کوي چې په خپل ژوند کې د ګناه په ضد جنګ وکړي، ترڅو پاک او سپېڅلي پاتې شي او د رښتینو ایماندارانو د کورنیو په توګه ژوند وکړي.

د موضوعګانو لست:

  • سلامونه او د شکرګزارۍ دعا: ۱: ۱ - ۸
  • د عیسی شخصیت او کار: ۱: ۱۵ – ۲: ۱۹
  • د انسان زوړ فطرت او په مسیح کې نوی فطرت: ۲: ۲۰ – ۴: ۶
  • وروستني سلامونه او نصیحت: ۴: ۷ - ۱۸