PAUL’S EPISTLES

2 Corinthians Introduction

د کتاب پېژندنه

پولوس دا لیک هغه وخت لیکلی دی چې د قرنتوس د کلیسا سره د هغه اړیکې تر فشار لاندې وې. ځینو خلکو هلته په ښکاره توګه د پولوس سره خپل سخت مخالفت څرګند کړ. خو په دې لیک کې پولوس د هغوی سره د اړیکو د ښه کولو د دپاره خپله ژوره لېوالتیا څرګندوي او د داسې اړیکو رامنځته کول د هغه دپاره د ډېرې خوشحالۍ سبب ګرځي.

د خپل لیک په لومړۍ برخه کې پولوس د قرنتوس کلیسا سره خپله اړیکه تشریح کوي. هغه په ډاګه کوي چې ولې یې هغوی ته دومره سخت ځواب ورکړ او هغوی یې ملامته کړل. پولوس همدا شان خپله خوشحالي څرګندوي چې د هغه دا کار په هغوی کې د توبې او پخلاینې سبب شوی دی. بیا هغه په قرنتوس کې د کلیسا د ټولو غړو څخه غوښتنه کوي چې د یهوديې په ولایت کې د محتاجو ایماندارانو سره سخاوتمندانه مرسته وکړي. د خپل لیک په وروستۍ برخه کې پولوس د یو شمېر خلکو په وړاندې د خپل ځان څخه دفاع کوي چې د قرنتوس په ښار کې یې ځانونه لوی رسولان ګڼل او په هغه باندې یې ناحقه تورونه لګول.

د دې لیک د متن څخه مونږ کولای شو په ښکاره توګه د پولوس د شخصیت ځانګړتیاوې درک کړو او د هغه په شخصي ژوند او د عیسی مسیح په خدمت کې د هغه صداقت او رښتينولي په واضح توګه وګورو.

د موضوعګانو لست

  • د لیک سریزه: ۱: ۱ - ۱۱
  • پولوس او د قرنتوس کلیسا: ۱: ۱۲ – ۷: ۱۶
  • د یهودیې د مسیحیانو د دپاره مرستې: ۸ – ۹ فصلونه
  • پولوس رسول د خپل خدمت څخه دفاع کوي: ۱۰: ۱ – ۱۳: ۱۰
  • د لیک پای: ۱۳: ۱۱ - ۱۴