GOSPEL

John Introduction

د کتاب پېژندنه

دا انجیل د یوحنا له خوا چې د عیسی مسیح د ډېرو نژدې شاګردانو څخه ؤ، د پنځه اتیا میلادي کلونو شاوخوا کې لیکل شوی دی. د ډېرو خلکو سره دا سوال پیدا کیږي چې عیسی مسیح څوک دی او هغه ته ولې د خدای زوی وایي؟ یوحنا دې سوالونو ته په ځواب ورکولو سره د عیسی رښتینی شخصیت خلکو ته ورپېژني، ځکه چې یوحنا د نورو شاګردانو په پرتله خپل زیات وخت د عیسی مسیح سره تېر کړی دی.

یوحنا عیسی د ازلي کلام په توګه معرفي کوي او د هغو معجزو په بیانولو سره چې عیسی د نښې په توګه وښودلې، څرګندوي چې هغه وعده شوی خلاصوونکی او د خدای زوی دی. برسېره پر دې چې یوحنا په خلکو کې د عیسی د محبوبیت په اړه خبرې کوي، د هغو مخالفتونو په اړه هم لیکي چې د عیسی په وړاندې رامنځته کیږي.
یوحنا د شاګردانو سره د عیسی د نژدې والي او اخلاص یادونه هم کوي. مخکې له دې چې عیسی ونیول شي او په صلیب باندې ځوړند کړای شي، هغه خپل شاګردان د داسې حالت سره د مخامخ کېدلو دپاره تیاروي. یوحنا په خپله د عیسی د نیولو، محاکمې او په صلیب باندې د ځوړندېدلو شاهد ؤ.

د یوحنا انجیل د ایمان د انجیل په نوم هم مشهور دی، یعنې په عیسی باندې ایمان چې د تلپاتې ژوندون ورکولو سبب ګرځي. دا تلپاتې ژوندون هغو خلکو ته ورکول کیږي چې عیسی جنت ته د لارې، حقیقت او ژوندون په توګه قبلوي. یوحنا هغه روحاني اصطلاح ګانې روښانه کوي چې عیسی مسیح به د ژوند په ورځنیو خبرو کې ترې کار اخیسته لکه اوبه، ډوډۍ، رڼا، شپون او تاک ترڅو خلک په روحاني توګه د هغو په معنی پوه شي او د هغه رښتینی شخصیت خلکو ته ورپېژني.

د یوحنا انجیل د جوړښت او مضمون له مخې د نورو درې انجیلونو یعنې متي، مرقوس او لوقا سره فرق لري. په دې انجیل کې د عیسی د ژوند هغو پېښو او تعلیمونو ته اشاره شوې ده چې په نورو درې انجیلونو کې نشته او په داسې ډول چې د دې کتاب په مطالعه کولو سره د عیسی د ژوند پوره خیال او تصور څرګندیږي.

د یوحنا د انجیل مهم او د پام وړ ټکی دا دی چې عیسی د هغه قدرت په وسیله چې په مرګ باندې یې درلود، خلکو ته د تلپاتې ژوندون ورکولو بلنه ورکوي. عیسی دا ثابته کړه چې هغه ژوند ورکولای شي، لکه څنګه چې یې ایلعازر د مړو نه راژوندی کړ او لکه څنګه چې په خپله د مړو نه راژوندی شو.

د موضوعګانو لست

  • سریزه: ۱: ۱ - ۱۸
  • تعمید ورکوونکی یحیی او د عیسی لومړني شاګردان: ۱: ۱۹ - ۵۱
  • د عیسی کارونه او معجزې: ۲ – ۱۲ فصلونه
  • په اورشلیم او شاوخوا سیمو کې د عیسی د ژوند وروستنۍ هفته: ۱۳ – ۱۹ فصلونه
  • د عیسی بیا راژوندي کېدل او ښکاره کېدل: ۲۰: ۱ - ۳۱
  • په جلیل کې شاګردانو ته ښکاره کېدل او د کتاب پای ۲۱: ۱ - ۲۵