GOSPEL

Matthew Introduction

د کتاب پېژندنه

د متي انجیل د عیسی مسیح د زېږېدنې له وخت نه د مرګ څخه د بیا راژوندي کېدلو تر وخته د هغه د ژوند منظم راپور وړاندې کوي. متي د عیسی مسیح د نژدې شاګردانو څخه ؤ. دا انجیل د متي له خوا د ۶۰ څخه د ۶۵ میلادي کلونو ترمنځ لیکل شوی دی. مخکې له دې چې متي د عیسی مسیح سره وپېژني هغه یو مالیه ټولوونکی ؤ او د ظالمو رومیانو دپاره یې کار کاوه. هغه د یهودیانو له خوا یو وطن پلورونکی او خاین ګڼل کېده. برسېره پر دې، مالیه ټولوونکي په عمومي توګه فاسد خلک وو او د ډېرو مالیو په راټولولو سره یې ګټه تر لاسه کوله. هغوی د قاتلانو، غلو او بدکارانو په ډله کې شمېرل کېدل. خو کله چې عیسی متي ته بلنه ورکړه چې د هغه شاګرد شي، نو د هغه ژوند بالکل بدل شو.

متي د خپل استاذ عیسی د ژوند کیسه اسمان ته د هغه د پورته کېدلو نه څو کاله وروسته لیکلې ده. څرنګه چې متي د عیسی سره ؤ، نو په دې پوه شو چې هغه د خدای مسیح دی چې د هغه په هکله څو څو ځلې د پخوانیو پیغمبرانو له خوا خبر ورکړل شوی ؤ. متي د خپل انجیل په وسیله مونږ عیسی ته چې وعده شوی مسیح دی ورپېژني. عیسی یوازې د خپل قوم یهودیانو د خلاصون دپاره نه بلکې د ټولې نړۍ د خلاصون دپاره راغلی دی.

متي خپل انجیل د عیسی د نسب نامې په بیانولو سره پیل کوي. دا شجره د ابراهیم څخه پیل کیږي او د داود پاچا تر اولادې پورې رسیږي، ځکه چې خدای وعده کړې وه چې مسیح به د هغوی د نسل څخه نړۍ ته راځي. ځینې نور شیان چې په دې انجیل کې ورباندې ټینګار شوی دی دا دي:
– عیسی مسیح لکه څنګه چې د پیغمبرانو په لیکنو کې راغلي دي، د اسراییلیانو د هیلو پوره کوونکی دی.
– عیسی مسیح دا واک او اختیار لري چې د موسی د شریعت اصلي مقصد تفسیر کړي.
– د کلیسا دنده دا ده چې عیسی مسیح د نړۍ ټولو خلکو ته ور وپېژني.

د موضوعګانو لست:

د عیسی مسیح شجره او زېږېدنه: ۱ – ۲ فصلونه
د تعمید غسل ورکوونکي یحیی خدمتونه: ۳: ۱ - ۱۲
د عیسی د تعمید غسل اخیستل او د شیطان وسوسې: ۳: ۱۳ – ۴: ۱۱
د جلیل په سیمه کې د عیسی کارونه او خدمتونه: ۴: ۱۲ – ۱۸: ۳۵
د جلیل څخه تر اورشلیمه د عیسی تعلیم او معجزې: ۱۹ – ۲۰ فصلونه
په اورشلیم او د هغه په شاوخوا کې وروستنۍ هفته: ۲۱ – ۲۷ فصلونه
د عیسی بیا راژوندي کېدل او اسمان ته د هغه بېرته ختل: ۲۸: ۱ - ۲۰