EA Icon - General Epistles
GENERAL EPISTLES

2 Peter 2

جعلي پیغمبران او استاذان

۱خو لکه څنګه چې مخکې په اسراییلو کې هم جعلي پیغمبران پیدا شوي وو، همداسې به ستاسو په منځ کې هم د دروغجن استاذان راپیدا شي. هغوی به په پټه تباه کوونکی او د غلطو عقیدو تعلیم ورکوي. حتی هغوی به د هغه بادار نه هم انکار کوي چې هغوی یې په بیه اخیستي دي او په خپلو ځانونو باندې به ډېر زر تباهي راولي. ۲ډېر خلک به د هغوی په غیر اخلاقي لارو روان شي او د هغوی له امله به د عدالت لاره بدنامه شي. ۳دا دروغجن استاذان به د خپل حرص له امله د هغو کیسو په ویلو سره چې له ځانه یې جوړې کړې دي، ستاسو څخه ګټه واخلي. خو خدای لا د پخوا نه دا پرېکړه کړې ده چې هغوی ته سزا ورکړي او د هغوی په تباه کولو کې به ځنډ رامنځته نه شي.

۴ځکه خدای هغه فرښتې چې ګناه یې کړې وه بې سزا پرېنښودلې، بلکې دوزخ ته یې ولېږلې او په تیارو کندو کې یې واچولې چې په هغه ځای کې د قضاوت تر ورځې پورې وساتل شي. ۵همدارنګه په پخوا زمانه کې یعنې د نوح د توفان نه مخکې هم خدای څوک بې سزا پرېنښودل، بلکې د هغه وخت په بې دینه خلکو یې سېلاب راوست او یوازې نوح یې چې د خدای د عدالت وعظ کوونکی ؤ، د نورو اوو کسانو سره خوندي وساتل. ۶وروسته بیا خدای د سدوم او عموره ښارونو ته سزا ورکړه او هغه یې په اور باندې له منځه یووړل او په ایرو یې بدل کړل، ترڅو د راتلونکې زمانې د بې دینه خلکو دپاره عبرت وي. ۷خو خدای لوط چې نېک سړی ؤ او د بدکاره خلکو د غیر اخلاقي چلند څخه تنګ شوی ؤ، وژغوره. ۸ځکه چې هغه نېک سړی چې د هغوی په منځ کې اوسېده، د هغه پاک زړه به هره ورځ د هغوی د بدو کارونو په لیدلو او اورېدلو ځورېده. ۹نو څښتن پوهیږي چې څنګه دینداره خلک د خپلو ازمېښتونو څخه خلاص کړي او بدکاره خلکو ته د قضاوت تر ورځې پورې په پرله پسې توګه سزا ورکړي، ۱۰په ځانګړې توګه هغه خلک چې د جسماني ناپاکو غوښتنو پسې ګرځي او د خدای واک او اختیار سپک ګڼي.

دا د دروغجنو استاذانو بې پروایي او غرور دی چې اسماني روحاني موجوداتو ته د کفر ویلو څخه نه وېریږي. ۱۱سره له دې چې فرښتې د دې دروغجنو استاذانو څخه ډېرې قوي او غښتلې دي، خو د څښتن په حضور کې په سپکو خبرو سره هغوی نه ملامتوي. ۱۲دا خلک د بې شعوره ځناورو په شان د دې دپاره پیدا شوي دي چې ونیول شي او ووژل شي. د کومو شیانو څخه چې خبر نه دي د هغو په هکله سپکې سپورې وایي. نو هغوی به د ځنګلي ځناورو په شان تباه شي. ۱۳د نورو خلکو سره چې هغوی کومه بدي کړې ده نو په بدل کې به یې بدي وویني. هغوی په رڼا ورځ د عیاشۍ نه خوند اخلي. دروغجن استاذان بې شرمه او بې عزته خلک دي. کله چې هغوی ستاسو سره په مېلمستیا کې کښېني، نو ستاسو د بدنامۍ سبب ګرځي، ځکه چې هغوی په خپلې غولونې باندې خوشحالیږي. ۱۴هغوی ښځو ته د زنا په سترګو ګوري او هېڅکله د ګناه څخه لاس نه اخلي. هغوی هغه کسان چې په خپل ایمان کې ټینګ نه دي، په دام کې رانیسي. د هغوی زړونه په حرص اموخته شوي دي او په هغوی د خدای لعنت دی. ۱۵هغوی سمه لاره پریښې ده او بې لارې شوي دي او د بعور د زوی بلعام په لاره روان دي چا چې د هغو پیسو سره مینه لرله چې په بدو کارونو یې ګټلې. ۱۶خو بلعام د خپلو بدو کارونو په خاطر ورټل شو. ځکه چې یو خره د انسان په ژبه خبرې وکړې او هغه نبي یې د لېونتوب د کارونو څخه منع کړ.

۱۷دا خلک د وچو چینو په شان دي او د هغو ورېځو په شان دي چې باد یې وړي راوړي. خدای د هغوی دپاره په تورو تیارو کې ځای تیار کړی دی. ۱۸هغوی لاپې وهي او بې عقلې خبرې کوي. او د جسماني غوښتنو څخه په کار اخیستلو سره هغه خلک په دام کې رانیسي چې همدا اوس د هغو خلکو څخه تښتېدلي دي چې په ګمراهۍ کې ژوند تېروي. ۱۹هغوی ته د ازادۍ وعده ورکوي خو حال دا چې په خپله د فساد غلامان دي، ځکه څوک چې د کوم شي تابع وي، نو د هغه غلام هم دی. ۲۰ځکه کله چې هغوی زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح د پېژندنې په وسیله د دې نړۍ د ناپاکیو څخه خلاص شول او بیا وروسته په هغو ناپاکیو کې راګېر او هغوی یې لاندې کړل، نو د هغوی وروستنی حال به د اول نه هم ډېر بد وي. ۲۱ځکه چې د هغوی دپاره به دا ښه وای چې هېڅکله یې د عدالت لاره نه وای پېژندلې، له دې نه چې ویې پېژني او د هغه سپېڅلي حکم څخه مخ واړوي چې ورته ورکړل شوی دی. ۲۲د هغوی سره چې څه وشول نو دا متل یې په هکله رښتیا کیږي: «سپی خپلې کانګې بېرته څټي.» او «لمبول شوی خوګ بېرته په خټو کې رغړي.»

2 Peter 2

GENERAL EPISTLES

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/2-peter-2/