پولوس رسول د خپل خدمت څخه دفاع کوي
۱زه پولوس ستاسو څخه د مسیح په عاجزۍ او نرمۍ کې غوښتنه کوم. هو، هماغه پولوس چې خلک وایي ستاسو په مخکې عاجز یم خو کله چې ستاسو نه لېرې یم، نو زړور یم. ۲خو زه ستاسو څخه غوښتنه کوم چې کله تاسو سره یم، نو ما مه مجبوروئ چې سخت چلند وکړم لکه څنګه چې ځینې خلک ګومان کوي چې مونږ د انساني معیارونو له مخې عمل کوو. ۳که څه هم مونږ په دې نړۍ کې اوسېږو، خو زمونږ جنګ انساني نه دی. ۴کومې وسلې چې مونږ ورباندې جنګ کوو، هغه دنیاوي وسلې نه دي، بلکې زمونږ وسلې خدایي او اسماني قدرت دی چې قوي کلاګانې ورانوي. ۵مونږ هغه بحثونه او د غرور نه ډکې نظریې چې د خدای پېژندنې په خلاف دي، له منځه وړو او د هر ډول نافرمانه خیالونو مخه نیسو او هغوی ته زده کوو چې د مسیح اطاعت وکړي. ۶کله چې تاسې په پوره توګه فرمانبردار شئ، نو بیا به مونږ هر هغه چاته چې نافرمانه پاتې کیږي سزا ورکړو.
۷تاسو یوازې د یو شي ظاهري شکل ته ګورئ. که چېرې څوک په دې باندې باور لري چې د مسیح سره تړاو لري، نو پرېږدئ چې هغوی یوځل بیا د خپلو ځانونو په هکله فکر وکړي لکه څنګه چې هغوی دي، نو مونږ هم یو. ۸نو که چېرې زه په هغه اختیار باندې لږ زیات ویاړ وکړم چې خدای راته ستاسو د ایمان د قوي کولو دپاره راکړی دی، نه ستاسو د بربادۍ دپاره، نو زه په دې نه شرمېږم. ۹زه نه غواړم تاسو ته داسې ښکاره شي چې په خپلو لیکونو سره تاسو ووېروم. ۱۰ځکه چې ځینې به ووایي: «د هغه لیکونه سخت او قوي دي، خو کله چې هغه په خپله حاضر وي، نو کمزوری وي او خبرې یې بې ارزښته وي.» ۱۱داسې خلک باید په دې پوه شي څه چې مونږ په خپل نشتون کې د لیکونو په وسیله تاسو ته وایو، نو کله چې تاسو سره یو، نو هغه به عملي کوو.
۱۲مونږ خپل ځانونه د هغو خلکو سره نه برابروو او نه پرتله کوو چې د خپلو ځانونه ستاینه کوي. خو کله چې هغوی خپل ځانونه د یو بل سره اندازه او پرتله کوي، نو معلومیږي چې هغوی هېڅ نه پوهیږي. ۱۳خو مونږ د حد نه زیات ویاړ نه کوو، بلکې د کار تر هغه حده پورې ویاړو چې خدای زمونږ دپاره ټاکلی دی او په هغه کې هغه کار هم شامل دی چې مونږ یې تاسو سره کوو. ۱۴مونږ د خپل حد څخه تېری نه کوو، داسې لکه چې مونږ هېڅکله تاسو ته نه یو راغلي. ځکه چې مونږ لومړني کسان وو چې د مسیح زېری مو تاسو ته ورساوه. ۱۵مونږ د نورو په کار باندې ویاړ نه کوو چې د هغه حد نه یې زیات کړی دی چې خدای زمونږ دپاره ټاکلی دی. خو مونږ په دې هیله یو چې ستاسو ایمان قوي شي او وکولای شو چې ستاسو په منځ کې د خپل خدمت او کار ساحه پراخه کړو، ۱۶ترڅو مونږ وکولای شو چې ستاسو نه هغه خوا سیمو ته زېری ورسوو او په هغه خدمت او کار باندې ویاړ ونه کړو چې پخوا د بل چا په ساحه کې شوی دی.
۱۷لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
څوک چې غواړي ویاړ وکړي، نو په څښتن باندې دې ویاړ وکړي.
۱۸ځکه څوک چې په خپله د خپل ځان ستاینه کوي، هغه د منلو وړ نه دی، بلکې هغه څوک خدای ته د منلو وړ دی چې څښتن یې ستاینه کوي.
2 Corinthians 10
PAUL’S EPISTLES
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/2-corinthians-10/