EA Icon - Historical Books
HISTORY

Acts 18

پولوس په قرنتوس کې

۱له هغې وروسته پولوس له آتن څخه روان شو او قرنتوس ته لاړ. ۲په هغه ځای کې هغه د یو یهودي سره چې اکیلا نومېده او په اصل کې د پونتوس څخه ؤ، مخامخ شو. اکیلا د خپلې ښځې پریسکیلا سره نوی له ایټالیې څخه راغلی ؤ، ځکه چې کلودیوس امپراتور امر کړی ؤ چې ټول یهودیان دې له روم څخه ووځي. پولوس لاړ چې د هغوی سره وګوري ۳او په دې خاطر چې هغه هم د هغوی په شان خېمه جوړوونکی ؤ، نو د هغوی سره پاتې شو او یوځای یې ورسره کار کاوه. ۴د هر سبت په ورځ هغه په کنیسه کې بحث کاوه او کوښښ یې کاوه چې یهودیانو او یونانیانو ته قناعت ورکړي.

۵کله چې سیلاس او تیموتاوس د مقدونیې څخه راغلل، نو پولوس خپل ټول وخت د کلام په بیانولو تېر کړ. هغه یهودیانو ته دا شاهدي ورکوله چې عیسی هماغه مسیح دی. ۶خو کله چې یهودیانو د هغه سره مخالفت وکړ او هغه ته یې بد رد وویل، نو پولوس خپل کالي وڅنډل او هغوی ته یې وویل: «ستاسو خون ستاسو په خپله غاړه دی. زه یې د مسوولیت څخه خلاص یم. زه به له دې وروسته غیریهودیانو ته ورځم.» ۷نو پولوس له هغه ځای څخه لاړ او د تیتیوس یوستوس په نوم د یو غیریهودي کور ته چې د خدای عبادت به یې کاوه، لاړ. د هغه کور د کنیسې په څنګ کې ؤ. ۸کرسپوس چې د کنیسې مشر ؤ، د خپلې ټولې کورنۍ سره په څښتن عیسی باندې ایمان راوړ. همدارنګه د قرنتوس ډېرو خلکو چې د پولوس پیغام یې اورېده، نو ایمان یې راوړ او د تعمید غسل ورته ورکړل شو.

۹یوه شپه څښتن په رویا کې د پولوس سره خبرې وکړې او ورته ویې ویل: «مه وېرېږه، بلکې خپل تبلیغ کوه او غلی مه پاتې کېږه، ۱۰ځکه چې زه درسره مل یم او هېڅوک به ونه شي کولای چې په تا باندې حمله وکړي او زیان درته ورسوي، ځکه چې په دې ښار کې ډېر داسې خلک شته چې زما دي.» ۱۱نو پولوس د یو کال او شپږو میاشتو دپاره هلته پاتې شو او خلکو ته یې د خدای د کلام تعلیم ورکاوه.

۱۲خو کله چې ګالیون د جنوبي یونان د اخیې د ولایت والي وټاکل شو، نو یهودیان سره راټول شول او پولوس یې ونیوه او محکمې ته یې راوست ۱۳او ویې ویل: «دا سړی خلک په داسې ډول د خدای عبادت ته هڅوي چې د قانون خلاف دی.» ۱۴څنګه چې پولوس خبرې پیل کړلې، نو ګالیون یهودیانو ته وویل: «ای یهودیانو، که چېرې په دې خبره کې کومه غلطي او یا کوم سخت جرم وای چې هغه کړی وي، نو ما به ستاسو دعوه اورېدلې وای. ۱۵خو څرنګه چې دا ستاسو د بحثونو موضوع، اصطلاحګانو او ستاسو د خپل شریعت خبره ده، نو تاسو خپله یې باید حل کړئ. زه نه غواړم چې د دې شیانو په هکله قضاوت وکړم.» ۱۶نو هغوی یې له محکمې څخه وویستل. ۱۷خلکو سوستینیس چې د کنیسې مشر ؤ، راونیوه او د محکمې په مخکې یې وواهه. خو ګالیون یې کومه پروا ونه کړه.

پولوس د قرنتوس څخه د سوریې انطاکیې ته سفر کوي

۱۸پولوس د څه وخت دپاره د ایماندارانو سره په قرنتوس کې پاتې شو او بیا یې د هغوی سره خدای پاماني وکړه او په کشتۍ کې د پریسکیلا او اکیلا سره سوریې ته لاړ. د کينخریې په ښار کې هغه خپل سر وخرایه، ځکه چې نذر یې ایښی ؤ. ۱۹کله چې هغوی افسیس ته ورسېدل، نو پولوس پرسکیلا او اکیلا هلته پرېښودل. بیا یوازې کنیسې ته لاړ او هلته یې د یهودیانو سره بحث وکړ. ۲۰هغوی ورڅخه وغوښتل چې د ډېر وخت دپاره پاتې شي، خو هغه ونه منله. ۲۱نو د هغوی سره یې خدای پاماني وکړه او ویې ویل: «که د خدای رضا وي، نو بېرته به راشم.» نو هغه د افسیس څخه په کشتۍ کې روان شو. ۲۲کله چې هغه په قیصریه کې د کشتۍ څخه راښکته شو، نو اورشلیم ته لاړ او د کلیسا د خلکو سره د سلام او احوال اخیستنې څخه وروسته انطاکیې ته لاړ. ۲۳په انطاکیه کې د څه مودې تېرولو څخه وروسته پولوس بیا په سفر روان شو او د غلاتیې او فریجیې په ټوله سیمه کې یې د یو ځای څخه بل ځای ته سفر کاوه او د ټولو ایماندارانو زړونه یې غښتلي کول.

اپولوس په افسیس او قرنتوس کې

۲۴په دې وخت کې یو یهودي چې اپولوس نومېده او په اصل کې د سکندریې څخه ؤ، افسیس ته راغی. هغه یو ښه ویاند ؤ او د خدای په کلام ډېر ښه پوهېده. ۲۵هغه ته د څښتن د لارې تعلیم ورکړل شوی ؤ او په زیات شور او شوق سره یې خبرې کولې او په سمه توګه یې د عیسی په هکله تعلیم ورکاوه، که څه هم هغه یوازې د یحیی د تعمید د غسل څخه خبر ؤ. ۲۶هغه په کنیسه کې په زړورتیا سره خبرې پیل کړې. کله چې پریسکیلا او اکیلا د هغه خبرې واورېدلې، نو هغه یې ګوښه کړ او په سمه توګه یې ورته د خدای لاره بیان کړه. ۲۷اپولوس جنوبي یونان ته د تګ په هکله فکر کاوه، نو د افسیس ایماندارانو هغه وهڅاوه چې لاړ شي. هغوی د اخیې ایماندارانو ته لیک ولېږه چې هغه ته تود هرکلی ووایي. کله چې هغه هلته ورسېده، نو د هغو خلکو سره یې ډېره مرسته وکړه چې د خدای په فضل سره یې ایمان راوړی ؤ. ۲۸هغه د یهودیانو سره سخت بحث وکړ او د خلکو په مخکې یې د خدای د کلام څخه دا ثابته کړه چې عیسی هماغه مسیح دی.

Acts 18

HISTORY

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/acts-18/