album-art
00:00
Sorry, no results.
Please try another keyword
  • خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے، د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.
  • ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه، ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره.
  • اے زما خلقو زما تعليم ته غوږ ونيسئ، زما د خولې خبرو ته غوږ ونيسئ.
  • اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بې‌حرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.
  • اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
  • خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے، د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ
  • خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى ”ترڅو پورې به تاسو په بې‌اِنصافۍ سره فېصلې کوئ، ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟ ،
  • پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه، پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه.
  • ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے، اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه،
  • اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو، او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه.
  • اے مالِکه خُدايه، سوال مې واوره، او قبول يې کړه، ځکه چې زۀ غريب او حاجتمند يم.
  • هغۀ د ښار بنياد په مقدس غر باندې لګولے دے.
  • اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.
  • زۀ به د تل دپاره د مالِک خُدائ د ابدى مينې سندرې وايم، او ستا د وفادارۍ په حقله به وړو او زړو ته ووايم.
  • اے مالِکه او پاکه خُدايه، تۀ همېشه زمونږ د اوسېدو ځائ يې، نسل در نسله پورې يې.
  • هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.
  • دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه، او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ.
  • مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده.
  • اے مالِکه خُدايه، بدله اخستونکى، پاکه خُدايه، بدله اخستونکى پاکه خُدايه خپل جلال دې وځلوه.
  • راځئ، چې مالِک خُدائ ته حمد و ثناء ووايو، راځئ چې د خوشحالۍ نعرې زمونږ د خلاصون ګټ ته ووايو.
  • مالِک خُدائ ته يوه نوې سندره ووايئ، اے ټولې دُنيا مالِک خُدائ ته سرود ووايئ.
  • مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى، او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.
  • سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.
  • مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
  • اے د دُنيا خلقو، د خوشحالۍ نعرې مالِک خُدائ ته ووهئ،
  • زۀ به ستا د مينې او اِنصاف سرود ووايم، او زۀ به تا ته مالِک خُدايه د ثناء سرود ووايم.
  • اے مالِکه خُدايه، سوال قبول کړه زما، تا ته دې سوال زارى درورسيږى زما.
  • اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه.
  • اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه. اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه، تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.
  • د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، او د هغۀ نوم واخلئ، کوم کارونه چې هغۀ کړى دى قومونه ترې خبر کړئ.
  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.
  • د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے، او د هغۀ مينه تر ابده ‎پاتې کيږى.
  • اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے، زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.
  • اے پاکه خُدايه، د چا چې زۀ ثناء صِفت کوم، تۀ خاموشه مۀ پاتې کېږه،
  • مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“
  • د خُدائ ثناء ووايئ. زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.
  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.
  • مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى. اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ.
  • کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه بهر راووتل، او د يعقوب خاندان چې د پردى مُلک نه راووتل،
  • مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.
  • د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده.
  • اے ټولو قومونو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيان کړئ.
  • د مالِک خُدائ شُکر وباسئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.
  • بختور دى هغوئ د چا کارونه چې بې‌داغه وى څوک چې د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق چليږى.
  • ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى. چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟
  • ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى. چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟
  • ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“
  • ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے.
  • کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى
  • هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.
  • کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل، مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.
  • ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى.
  • بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى.
  • ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“ بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.
  • اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،
  • زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.
  • اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته.
  • څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.
  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو، څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.
  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ، اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو تاسو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،
  • د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے. د هغۀ مينه ابدى ده.
  • نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل، هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو.
  • زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه، او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.
  • اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم او تۀ ما پېژنې.
  • اے مالِکه خُدايه، د بدکارانو نه ما بچ کړه، او د ظالمانو انسانانو نه ما وساته،
  • اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه، زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم.
  • زۀ په زوره مالِک خُدائ ته ‎ژړا کوم، او ما د رحم دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړو.
  • اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره، زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه، په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه.
  • مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې زما ګټ دے، څوک چې زما لاسونه د جنګ دپاره تياروى، او زما ګوتې د جنګ دپاره تياروى.
  • اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم، او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم.
  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه، اے زما ځانه.
  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو، او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو.
  • د آسمانونو نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت په اوچتو آسمانونو کښې وکړئ.
  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ. مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ، د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ.
  • د مالِک خُدائ ثناء ووايئ. د هغۀ په مقدس ځائ کښې د هغۀ ثناء ووايئ، د هغۀ په زورَور آسمان کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.