album-art
00:00
Sorry, no results.
Please try another keyword
  • قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو، او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل
  • اے قومونو تاسو ټول دا واورئ، څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ، خاصو او عامو، مالدارو او غريبانو واورئ،
  • مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے، زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.
  • اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ، او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ.
  • خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے. نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى،
  • زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره، د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.
  • اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.
  • اے پاکه خُدايه، ما بې‌ګناه وګرځوه، د بې‌ايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.
  • څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.
  • بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.
  • په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو. هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم.
  • ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم، ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“
  • اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.
  • د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه، او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه. ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان، او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.
  • د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى. هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.
  • اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى، هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.
  • هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم. په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بې‌وسه خلق دې خوشحالى کوى.
  • اے صادقانو، مالِک خُدائ ته د خوشحالۍ سندرې ووايئ، دا د صادقانو دپاره ښۀ دى چې د هغۀ ثناء ووائى.
  • نو څومره بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.
  • اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم، ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم. په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.
  • اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم، زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.
  • اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.
  • زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه، خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه. کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه، زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.
  • مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
  • اے مالِکه خُدايه، زما د بې‌ګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ، ځکه چې ما تل نېکى کړې ده، ما په مالِک خُدائ بې‌شکه باور کړے دے.
  • زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا، اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا. ما شرمنده کېدو نه بچ کړه، مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما.
  • دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.
  • مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.
  • اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟ تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟
  • مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى. ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.
  • په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى، د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.
  • آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
  • اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې. مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے.
  • اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.
  • اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان، پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان. ما ووئيل مالِک خُدائ ته، ”تۀ زما مالِک يې، زما دغه ټول برکتونه او ښېګړې له تا نه دى.“
  • څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟ ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟
  • ”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان، دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.
  • اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟ تر ابده پورې تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟
  • اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه، په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان، ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.
  • زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
  • اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟ په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟
  • زۀ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم.
  • اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم ‎‎دے، پاس په آسمانونو کښې ‎دې خپل جلال جوړ کړے دے.
  • اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تۀ زما پناه يې، د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دى،
  • اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې. رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه، شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.
  • اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه، زما اسويلو ته توجو وکړه. زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره، زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.
  • نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بې‌ګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.
  • اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما، څومره ډېر را‎پاڅېدلى دى خلاف زما. ډېر زما په حقله داسې وائى، ”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“
  • قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟ د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.
  • نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.