دوېم تواريخ - ١١ باب

رحبعام ته د شمعیه نبي خبرداری (لومړی پاچاهان ۱۲: ۲۱ - ۲۴) ۱کله چې رحبعام اورشلیم ته ورسېده، هغه د یهودا او بنیامین د قبیلو څخه یوسلو اتیا زره غوره شوي عسکر راغونډ کړل. هغه پرېکړه وکړه چې په اسراییلو باندې حمله وکړي او د اسراییلو شمالي قبیلې یوځل بیا تر خپل واک لاندې راولي. ۲خو څښتن شمعیه […]

دوېم تواريخ - ١٠ باب

د شمالي قبیلو یاغیتوب (لومړی پاچاهان ۱۲: ۱ - ۲۰) ۱رحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راغونډ شوي وو چې هغه پاچا کړي. ۲کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، نو هغه د مصر څخه راستون شو. ۳بیا هغوی یروبعام راوغوښت او هغه او […]

دوېم تواريخ - ٩ باب

د سلیمان او د شیبا د ملکې لیدنه او کتنه (لومړی پاچاهان ۱۰: ۱ - ۱۳) ۱کله چې د شیبا ملکې د سلیمان د شهرت په اړه واورېدل، نو هغه اورشلیم ته راغله چې په سختو پوښتنو سره هغه وازمایي. هغه د یو لوی کاروان او اوښانو سره چې عطر، ډېر سره زر او قیمتي تیږې ورباندې بار […]

دوېم تواريخ - ٨ باب

د سلیمان نور کارونه (لومړی پاچاهان ۹: ۱۰ - ۲۸) ۱سلیمان په شلو کالو کې د څښتن کور او خپله ماڼۍ جوړه کړه. ۲سلیمان هغه ښارګوټي هم بېرته ودان کړل چې حیرام پاچا هغه ته ورکړي وو او اسراییلیان یې هلته ولېږل چې په کې واوسیږي. ۳سلیمان په حمات صوبه باندې برید وکړ او هغه ځای یې ونیوه. ۴هغه […]

دوېم تواريخ - ٧ باب

سلیمان او د خدای د کور وقف کېدل (لومړی پاچاهان ۸: ۶۲ - ۶۶) ۱څنګه چې سلیمان د دعا کولو څخه وزګار شو، نو د اسمان څخه اور نازل شو او سوځېدونکې نذرانه او نورې قربانۍ یې وسوځولې. بیا د څښتن د جلال څخه کور ډک شو ۲او کاهنانو له دې امله نه شو کولای چې دننه لاړ […]

دوېم تواريخ - ٦ باب

قوم ته د سلیمان وینا (لومړی پاچاهان ۸: ۱۲ - ۲۱) ۱بیا سلیمان دعا وکړه: «څښتنه، تا ویلي دي چې زه به په توره تیاره کې اوسیږم. ۲ستا دپاره مې یو پرتمین کور جوړ کړی دی، داسې ځای چې د تل دپاره په کې واوسېږې.» ۳هغه وخت چې د اسراییلو خلک په هغه ځای کې ولاړ وو، پاچا […]

دوېم تواريخ - ٥ باب

۱کله چې سلیمان پاچا د څښتن د کور ټول کارونه پای ته ورسول، بیا سلیمان هغه شیان یعنې سپین او سره زر او نور سامان چې د هغه پلار داود څښتن ته وقف کړی ؤ، هغه یې د خدای د کور په خزانو کې کېښود. د خدای کور ته د لوظ صندوق راوړل (لومړی پاچاهان […]

دوېم تواريخ - ٤ باب

د خدای د کور دپاره سامان (لومړی پاچاهان ۷: ۲۳ - ۵۱) ۱سلیمان د برنجو څخه د قربانۍ ځای جوړ کړ چې اندازه یې نهه متره مربع او لوړوالی یې څلورنیم متره ؤ. ۲هغه د برنجو څخه یوه ګرده ټانکۍ هم جوړه کړه چې ژوروالی یې دوه متره او شل سانتي، قطر یې څلورنیم متره او ګردچاپېر یې […]

دوېم تواريخ - ٣ باب

سلیمان او د څښتن د کور جوړول (لومړی پاچاهان ۶: ۱ - ۳۸) ۱‏-۲سلیمان د څښتن د کور جوړول د خپلې پاچاهۍ د څلورم کال په دوهمه میاشت د اورشلیم د موریا په غره باندې پیل کړل. داود همدا ځای د عبادت ځای په توګه ټاکلی ؤ. هغه ځای یو وخت د یبوسي ارونه درمند ځای ؤ، یعنې […]

دوېم تواريخ - ٢ باب

د څښتن د کور د جوړولو تیاری (لومړی پاچاهان ۵: ۱ - ۱۸) ۱سلیمان پرېکړه وکړه چې د څښتن په نوم د عبادت دپاره یو کور او د خپل ځان دپاره یوه ماڼۍ جوړه کړي. ۲هغه اویا زره تنه د ودانۍ د موادو د وړلو په کار او اتیا زره تنه یې د غونډیو څخه د تیږو د […]