شپوړاسام ساباق

 

دې پولوس رسول خاص سالومينه

۱زه توس ته دې ميژ خور فيبي چې دې کينخريه دې کليسې خادمه دو، دير پيژانمه. ۲ توس اغا ته دې عيسیٰ مسيح په نوم لکه څرنګې چې دې خدائ دې خالکې سره مناسب دي، ار کلائي ويايئ او ار شي ته چې ضرورات ولري ورسره مراسته وکئ، دې ځکه چې يغې دې ډيرې سره مراسته کړيې دو او دې مو سره يې هه کړيې دو.

۳ پريسکيلا او اکيلا ته چې دې عيسیٰ مسيح په خيذمات کې دې مو ملګري دي، سالوم ويايئ. ۴ يغې خپل ځونينه دې مو په خاطر په خاطره کې وچاول، دې يغې ګوشائي زه نه بلکې دې غير يهوديونې ټولې کليسې ګونې شکر ګزوري کو. ۵ دې يغې کليسا غړي ته هه سالومينه ويايئ چې دې يغې په کير کې سره رو ټوليژي. دې مو ګرون دوست اپنتوس ته چې دې اسيا په ولايت کې اوالينئ کاس و چې په مسيح بندې يې ايمون رواړ، هه سالومينه ووايئ. ۶ مريم ته چې دې توس دې پوره يې ډيره خوري کړيې دو، سالوم ويايئ. ۷ اندرونيکاس او يونيا ته چې دې مو وطندورون دي او دې مو سره په زندان کې وي، سالومينه ويايئ. اغا په رسولونې کې مشهور خالک دائي او دې مو نه مخکې يې په مسيح بندې ايمون رو وړائي و. ۸ په دغ رانګ امپلياتوس ته چې په تيشتن عيسیٰ مسيح کې دې مو ګرون ملګرائي دائي، سالوم ويايئ. ۹ اوربانوس ته چې دې مسيح په خيذمات کې دې ميژ ملګرائي دائي او استاخيس ته چې په مو بندې ګرون دائي، سالومينه ويايئ. ۱۰ اپليس ته چې وفادوري يې مسيح ته ثابته شويې دو او دې ارستبولوس کورانۍ ته دې مو سالومينه ويايئ. ۱۱ دې مو وطندور هيروديون او نرکيسوس دې کورانۍ ايماندورونې ته سالومينه ويايئ. ۱۲ تريفينا او تريفوسا ته چې دې تيشتن خيذمات کو او ګرونې پرسيس ته چې دې تيشتن دې پوره يې ډيره خوري کړيې دو، سالومينه ويايئ. ۱۳ روفس ته چې دې تيشتن دې طرفه غوره شوائي دائي او دې يغ مور ته چې موته هه لکه دې مور په رانګ دو، سالومينه ويايئ. ۱۴ اسونکريتوس، فليګون، هرميس، پتروباس، هرماس او نورې خوانديې او وريڼه ته چې دې يغې سره دي، سالومينه ويايئ. ۱۵ فيلولوګاس، جوليه، نيرياس او دې يغ خور او اوليمپياس او ټول ايماندورونې ته چې دې يغې سره دي، سالومينه ويايئ. ۱۶ يوه بل ته سالوم ويايئ او په پوکه مينه يو بل کوشال کئ. دې مسيح ټولې کليسې ګونې توس ته سالوم يايي.

 

اخري ليار وشونې

۱۷ اې خوانديې او وريڼې، زه دې توس نه غوشتنه کمه چې اغا خالک ته مو پام وي چې بې اتفاقي روميانځ ته کاوي او نور بې ليارې کاوي او دې يغ تعليم په خلاف دي چې توسې حاصل کړائي دائي. دې يغې نه ځون لرې وسوتئ. ۱۸ دې ځکه چې داس خالک دې ميژ دې تيشتن مسيح خيذمات نه کو، بلکې دې خپلې ګډې دې پوره کور کو او په خواژې خبرې او په چاپلوسئ سره ساده خالک غلاطاوي. ۱۹ دې ځکه چې تيشتن ته دې توسې اطاعت کړل ټول خالک ته ماليم دائي او دې دغې اماله زه دې توسې په خاطر خواشول يمه. خو زه غوړمه چې توس په شه کور کې ويشور ګرځئ او په بد کور کې بې ګناه ګرځئ. ۲۰ خدائ چې دې سالومتئ سار چنه دو، اغا و زر شيطون دې توسې دې پشې لوندې وچخړوي کو. په توس بندې دا دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل وي.

۲۱ دې مو ملګرائي تيموتاوس او په دغ رانګ دې مو وطندورون لوسيوس او ياسون او سوسيپاتوس هه توس ته سالومينه يايي. ۲۲ زه ترتيوس دې پولوس منشي دې دغ خاط ليکينکائي هه توس ته دې تيشتن په نوم سالومينه يايمه. ۲۳‏-۲۴ ګايوس چې دې مو او دې يغ په کير کې دې ټولې کليسا کوربه دائي، توس ته سالومينه يايي او دې شار خزونه دور اراستوس او دې ميژ ورور کوارتس هه توس ته سالومينه يايي.

 

دې پولوس اخري داعو

۲۵ ويس دا خدائ ته جلال وي چې کړائي شي چې توس په ايمون کې دې عيسیٰ مسيح دې زري دې مخه چې زه يې اعلانه ومه او دې يغ اقيقات دې جاواتولې دې مخه چې دې پيړئي پيړئي نه پټ پوتې و، طاقتور کو. ۲۶ ويس دا اقيقات دې پيغمبرونې دې صحيفې په وسيله جاوات شوائي دائي او دې ابدي خدائ دې حکم دې مخه دې دنيو ټول قومينه ته جاوات شوائي دائي، ترڅو اغا ايمون روري او دې يغ تابعدوري وکو.

۲۷ اغا يوه او ګوشي خدائ ته چې په ار څه پئيژي دې عيسیٰ مسيح په وسيله تل ترتله جلال وي. امين.

Sorry, no results.
Please try another keyword