عيسیٰ دې پيلاتوس په حضور کې

(متي ۲۷:_۱_-_۲،_۱۱_-_۱۴ او لوقا ۲۳:_۱_-_۵ او يوحنا ۱۸:_۲۸_-_۳۸)

1 ستر واختي مشرونې امامونې دې قومي مشرونې او دې شريعت دې عالمونې او دې شورا نورې ټولې غړيې سره يوه غونډه جوړه کړه او يوه پريکړه يې وکړه. يغې عيسیٰ په زنځيرينه وتوړه او راون يې که او پيلاتوس ته يې ويرکه. 2 پيلاتوس دې يغ نه پشتنه وکړه، ”ايا ته دې يهوديونې بادشا يې؟“ عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ته په خپله يائې.“ 3 مشرونې امامونې په يغ بندې ډير زيوت توماتينه ولګاول، 4 بيا پيلاتوس دې يغ نه بيا پشتنه وکړله، ”ايا دې تو سره ايڅ څه ځاوب نشته؟ کسه دئ په تو بندې څومره زيوت توماتينه لګاوي.“ 5 خو عيسیٰ ځاوب وير نه که، بيا په داغا بندې پيلاتوس حيرون شه.

په عيسیٰ بوندې دې اعدام حکم

(متي ۲۷:_۱۵_-_۲۶ او لوقا ۲۳:_۱۳_-_۲۵ او يوحنا ۱۸:_۳۹ – ۱۹:_۱۶)

6 پيلاتوس و دې فسحې په ار اختر کې دې خالکې په غوشتنه يو باندي ازوده و. 7 په اغا وخت کې يو ساړائي چې نوم يې باراباس و او دې باغيونې سره يې دې اله ګولې په وخت کې يو ساړائي قاتل کړائي و باندي و. 8 خالک پيلاتوس ته ويرراغلل او دې يغ نه يې وغوشتل چې دې ميژ دې پوره اغا کور وکه لکه څرنګې چې ار وخت دې په اختر کې که. 9 پيلاتوس دې يغې نه پشتنه وکړه، ”ايا توسې غوړئي چې دې يهوديونې بادشا درته روخلوص کمه؟“ 10 دې ځکه چې پيلاتوس په دا پئيده چې مشرونې امامونې دې بخيلئ دې اماله عيسیٰ اغا ته په لوس وير کړائي دائي. 11 خو مشرونې امامونې خالک روچګ کړل چې دې پيلاتوس نه دا وغوړي چې دې عيسیٰ په ځوئي ورته باراباس ازود کو. 12 پيلاتوس يورې بيا يغې ته وويل، ”نو بيا دې يغ ساړي سره چې توسې ورته دې يهوديونې بادشا يايئ زه څه وکمه؟“ 13 يغې بيا سيرې کړلې، ”اغا په صليب بندې لاک کئ.“ 14 پيلاتوس دې يغې نه پشتنه وکړه، ”ويلې، يغ څه جرم کړائي دائي؟“ خو يغې سيرې نورې هه زيوتې کړلې، ”اغا په صليب بندې لاک کئ.“ 15 پيلاتوس غوشتل چې خالک خواشول کو، بيا باراباس يې ورته ازود که. بيا يې حکم وکه چې عيسیٰ په کوړې بندې ووايئ او اغا دا عسکر ته ويرکو چې په صليب بندې يې لاک کو.

عسکر په عيسیٰ بوندې مالانډې وائي

(متي ۲۷:_۲۷_-_۳۱ او يوحنا ۱۹:_۲_-_۳)

16 عسکرې عيسیٰ دې ننه دې والي موڼئ ته بوته او ټول کنډک يې روټول کړل. 17 يغې عيسیٰ ته ارغوني چوپانه وير وغاستله او دې اغزئي تاج يې وير په سار که. 18 بيا يې يغ ته سالومي کړله، ”ژواندائي دا وي دې يهوديونې بادشا.“ 19 اغا يې په لارګي بندې په سار سار وويه او لياړې يې په توئي کاولې او دې يغ په مخکې په ګينډې شول چې دا وير وشائي چې دراناوائي يې کو. 20 کله چې يغې مالانډې وال باس کړل، بيا يې اغا ارغوني چوپانه ځنې وياستله او خپلې جومې يې ورته په واپس وير وغاستلې. بيا يې اغا دې ورچانې بوته چې په صليب بندې يې لاک کي.

عيسیٰ په صليب بوندې ټاک والل کيژي

(متي ۲۷:_۳۲_-_۳۴ او لوقا ۲۳:_۲۶_-_۴۳ او يوحنا ۱۹:_۱۷_-_۲۷)

21 دئ په ليار کې دې شمعون په نوم بندې دې يو ساړي سره چې دې کليولې سيمې نه شار ته رارون و، مخومخ شول. عسکرې اغا مجبور که چې دې عيسیٰ صليب يوسي. (شمعون دې قيروان نه و او دې سکندر او روفس پلور و.) 22 يغې بيا عيسیٰ اغا ځوئي ته بوته چې دې جلجتا په نوم يودې ده چې معنی يې دې ”سار کاپارئي“ دو. 23 يغ ته يې داسې شاروپ ويرکړل چې دې مرکنډ په نوم يوه دوئي په کې ګاډه شويې وه، خو يغ ونه تشل. 24 بيا يغې عيسیٰ په صليب بندې ټاک ويه او خلائي يې وکه او دې يغ جومې يې په خپل ميانځ کې سره وويشلې چې کيم شائي پکې دې چا شي. 25 دې ګائيز نه باجې وې چې اغا يې په صليب بندې لاک که. 26 په اغا بندې لګاول شوائي تومات چې په يوه تاخته بندې داسې ليکل شوائي و، ”دې يهوديونې بادشا.“ 27 دې يغ سره يې دوه ليارشيکاونکي هه په صليب بندې ټاک والل، يو يې دې يغ شي لوس ته او بل يې کيڼ لوس ته و. 28 [په داغا رانګ دې پيغمبرونې اغا ليکنې پيرا شوې چې يائې، ”اغا په بد کورينې کي وشميرل شه.“] 29 څوک و چې په ليار کې تيرېدل بيا و يې خپل سرينه خيځاول، عيسیٰ ته و يې زياړې کړلې او ويل و يې، ”واه، تو غوشتل چې بيت المقدس ړانګ کې او بيا و يې په درې وريځې کې په څټ جوړ کې، 30 ويس دې خپل ځون وژغوره او دې صليب نه رو کيز شه.“ 31 په دغه رانګ مشرونې امامونې او دې شريعت عالمونې و په خپل ميانځ کې په يغ بندې مالانډې واللې او ويل و يې، ”يغ نور خالک ژغورل، خو ويس خپل ځون نه شي ژغورلائي. 32 پرې يې ژدئي چې مسيح دې اسرائيلې بادشا ويس دې صليب نه رو کيز شي ترڅو ميژ اغا وويني او ايمون په روري.“ يغې دوې کاسونې چې دې عيسیٰ سره په صليب لاک کړل شوي وي هه يغ ته زياړې کړلې.

دې عيسیٰ مارګ

(متي ۲۷:_۴۵_-_۵۶ او لوقا ۲۳:_۴۴_-_۴۹ او يوحنا ۱۹:_۲۸_-_۳۰)

33 دې غارمې دې دولاس باجې نه دې مسپيشين دې درې باجې پوره په ټول وطن کې تياره روړانګه شوله. 34 او په درې باجې عيسیٰ په چګ اووز سيره وکړه، ”ايلي، ايلي، لما سبقتني؟“ چې معنی يې دو، ”اې دې مو خدايه، اې دې مو خدايه، زه دې ويلې پريشومه؟“

35 ځنې خالک چې وولته نژدې ويلوړ وي دا يې وورويدل او ويې ويل، ”وکسئ، اغا الياس نبي ته سيرې ويرکو.“ 36 دې يغې نه يو کاس منډه کړل او يو سوپنج يې په تروه شاروپ کې ليمند که او اغا يې بيا دې لارګي په سار کشياش او عيسیٰ ته يې ويرکه چې ويې تشي او ويې ويل، ”صابر وکئ. پريژدئي چې وويني چې الياس نبي روڅي که نه، چې اغا دې صليب نه رو کيز کو.“ 37 بيا عيسیٰ يوه سيره وواله او سياه يې وخاتله. 38 دې بيت المقدس پاړده دې سار نه تر بيخ پره وشيکدله او دوې ټوټې شوله. 39 کله چې اغا رومي واکمن چې عيسیٰ ته مخومخ ويلوړ و وليدل چې يغ څرنګې سياه ويرکړله بيا يغ وويل، ”داغا ساړائي په رشتيا دې خدائ زيائي و.“

40 په يغ ځوئي کې يو څو شځې هه وې چې دې لرې نه يې کاتل. په اغا کې مريم چې دې مجدليې دې شار نه وه او مريم دې کشر يعقوب، يوشا او سالومې مور وه. 41 چې کيم وخت عيسیٰ په جليل کې و بيا و دا شځې وير سره ملګريې وې او خذمات و يې ورته که. ډيرې نورې شځې چې دې يغ سره يروشلم ته روغليې وې هه په اغا ځوئي کې وې.

دې عيسیٰ شخاول

(متي ۲۷:_۵۷_-_۶۱ او لوقا ۲۳:_۵۰_-_۵۶ او يوحنا ۱۹:_۳۸_-_۴۲)

42 دا دې جيمې وريځ وه يعني دې سبت نه يوه وريځ مخته دې اختر دې پوره دې تايورئي نيولې وريځ وه. څرنګې چې لماشوم شه، 43 يوسف چې دې رامه دې شار نه و او دې شورا يو عزت ماند غړائي و او دې خدائ دې بدشايئ دې روتللې انتظار يې که، په پياوړتوب سره پيلاتوس ته ويراغائي او دې عيسیٰ مړائي يې ځنې وغوشته. 44 کله چې پيلاتوس خبر شه چې عيسیٰ مړ شوائي دائي بيا اغا حيرون شه. يغ دې عسکر واکمن روغوشته او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ايا اغا مړ شوائي دائي؟“ 45 کله چې پيلاتوس دې يغ واکمن دې طاراپ نه خبر شه چې عيسیٰ دې وخته مړ شوائي دائي، بيا يې يوسف ته اجازات ويرکه چې اغا مړائي يوسي. 46 بيا يوسف دې کتان کافن رو وخست، دې عيسیٰ مړائي يې دې صليب نه روکيز که، په اغا کې يې بادال که او په يوه قبر کې چې په يوه تيژه کې کندلائي شوائي و کشياش. بيا يې يوه غوټه تيژه دې غور خوله ته رو وتيلاوله. 47 مريم مجدليې او دې يوشا مور مريم وليدل چې دې عيسیٰ مړائي يې په کيم ځوئي کې يشائي دائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword