اوولاسام ساباق

 

دې اوزميشتينې او باخشنې په حق کې تعليم

(متي ۱۸‏: ۶ ‏- ۷، ۲۱ ‏- ۲۲ او مرقوس ۹‏: ۴۲)

۱عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”اوزميشتينه و خامخا روڅي خو چې دې چا دې لوسه روڅي د يغې په حال افسوس دائي. ۲دې يغ پوره و دا شه وي چې دې ژراندې پل وير ته په غوړه کې وچاول شي او داريوب ته سنړ والل شي، په ځوئ دې دغې چې په دا خالکې کې چې په مو بندې دې واړيکيې په رانګ ايمون لري، دې يوه دې ګونانګورولې سبب شي. ۳پام کئ! که چيرې ورور دې درسره بدي وکو، بيا اغا سپک که او که توبه وبوسي، بيا ويې باخشه. ۴او که اغا دې وريځې اووه ووره درسره بدي وکو او ار وور روشي او درته ويايي چې دې مو توبه دو، بيا اغا وباخشه.“

 

طاقتور ايمون

۵رسولونې عيسیٰ ته وويل، ”دې ميژ ايمون طاقتور که.“ ۶عيسیٰ وويل، ”که چيرې توسې دې شاړشمې دې دونې په اندازه ايمون لرلائي، بيا توس کړائي شول چې دې تيت دا ونې ته ويايئ چې دې وليې رووځه او په داريوب کې روشنه شه. بيا اغا و دې توسې خبره منليې وائي.

 

دې يوه نيکار وظيفه

۷فرض کئ په توس کې کيم څوک نيکار لري چې يويې کو ليا پسينه سوتي. کله چې اغا دې پاټي نه روشي ايا مشر و ورته ويائي چې زر روشه، کشينه او ماړئي وخوره؟ ۸ايڅکله نه، دې دغ په ځوئي و اغا ته ويائي: ’موته دې لماشوم ماړئي تايوره که، ملا دې وتړه او ترڅو پره چې زه ماړئي خورمه دې مو خيذمات که، په اغا نه دې ورستې کړائي شې چې خپله ماړئي وخورې.‘ ۹ايا مشر و دې يغ نيکار نه چې دې يغ امر يې په ځوئي کړائي دائي، مننه وکو؟ ۱۰او په دغ رانګ کله چې توس هه خپل ټول کورينه چې درته حکم شوائي دائي سار ته وراساوئي، بيا ويايئ: ’ميژ نيکارون دې شاباسي وړ نه يې، ميژ خالي خپله وظيفه سار ته رساوليې دو.‘“

 

عيسیٰ لاس جذوميون ته شفا ويرکاوي

۱۱کله چې عيسیٰ يروشلم ته تۀ، بيا دې جليل او سامريې ترميانځ په پيله تير شه. ۱۲اغا يوه کلي ته دې نناوتلې په وخت کې دې لاسې کاسونې سره چې دې جذوم په بيموري وخته وي، مخومخ شه. اغا لرې ودريدل ۱۳او په چګ اووز يې سيرې کړې، ”اې عيسیٰ مشره! په ميژ راحم وکه.“ ۱۴عيسیٰ اغا ته وکاتل او ورته ويې ويل، ”لوړ شئ او خپل ځونينه امامونې ته وشايئ.“ څرنګې چې اغا راون شول، بيا پوک او روغ شول. ۱۵کله چې په اغا کې يوه کاس وليدل چې روغ شوائي دائي، بيا په څټ روګوډ شه او په چګ اووز يې دې خدائ ثنا وويله. ۱۶اغا دې عيسیٰ په پشې کې ولويد او دې يغ نه يې مننه وکړه. دا ساړائي يو سامري و. ۱۷عيسیٰ وويل، ”ايا ټول لاس کاسون پوک او روغ نه شول؟ بيا اغا نور نهه کاسون چيرته دي؟ ۱۸ايا دې دغ پرادي ساړي نه وره بل څوک نه و چې په څټ روغلئ وائي او دې خدائ ثنا يې ويليې وائي؟“ ۱۹عيسیٰ يغ ساړي ته وويل، ”چګيژه او لوړ شه، خپل ايمون ته روغ کړې.“

 

دې خدائ دې بدشايئ روتاګ

(متي ۲۴‏: ۲۳ ‏- ۲۸، ۳۷ ‏- ۴۱)

۲۰ځنې فريسيونې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه چې دې خدائ بدشائي و کله روشي. عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”دې خدائ بدشائي په داسې رانګ نه روڅي چې اغا وليدل شي. ۲۱نه و هه څوک ويايې چې وکسئ، دولته دو ليا وولته دو. دې ځکه چې په اقيقات کې دې خدائ بدشائي دې توسې په ميانځ کې دو.“

۲۲بيا يې شاګردونې ته وويل، ”داسې وخت و روشي چې توسې و په دا ارمون وائي چې اغا وريځ ووينئ چې دې انسان زيائي بدشائي کو، خو و ويې نه وينئ. ۲۳خالک و توس ته ويائي چې وکسئ دولته دائي ليا وکسئ وولته دائي. خو توس په اغا پسې مه څئ. ۲۴دې ځکه په کيمه وريځ چې دې انسان زيائي روڅي دې يغې بريشنو په رانګ و وي چې دې اسمون دې يوه سار نه تر بل سار پره چړکيژي. ۲۵خو اوال بايد اغا ډير کړاوينه وزغمي او دې دغې زمونې دې خالکې دې خو و راد شي. ۲۶لکه څرنګې چې دې نوح په زمونه کې شوي وي، داسې و دې انسان دې زي په زمونه کې هه وشي. ۲۷خالکې تر يغې وريځې پوره خواړل تشل، او ورو و يې کړې، ترڅو چې نوح کشتئ ته نناوت او سيلاب روغائي او ټول يې تباه کړل. ۲۸دې لوط په زمونه کې داسې شوي وي چې يغې و خواړل، تشل، وخاستل او خرڅاول، کرنه يې کړله او ويدونئ و يې جوړاولې، ۲۹خو په اغا وريځ چې لوط دې سدوم نه لوړ شه، بيا دې اسمون نه يور او دې ګيګاړې وور روواريد او اغا ټول يې تباه کړل. ۳۰په اغا وريځ چې دې انسان زيائي روجاوات شي، بيا داسې و وشي.

۳۱په اغا وريځ څوک چې دې چات په سار وي او سامان يې په کوټه کې وي، بيا اغا دا دې خپل سامان دې وړلې دې پوره روکيز نه شي. په دغ رانګ څوک چې په پاټي کې وي بيا خپل کير ته دا په څټ لوړ نه شي. ۳۲دې لوط شځه دير په يود کئ چې دې يغې سره څه وشول. ۳۳ار څوک چې دې خپل ځون دې سوتلې کوشش وکو بيا اغا و دې لوسه ويرکو، او څوک چې خپل ځون دې لوسه ويرکو، بيا اغا و يې وژغوري. ۳۴زه توس ته يايمه، په اغا شپه کې که چيرې دوه کاسون په يوه کاټ کې پروته وي، يو و يې بوتلل شي او بل و پريشول شي. ۳۵دې دوې شځې نه چې يوځوئي سره مچن کو، يوه و يې بوتلله شي او بله و يې پريشوله شي. ۳۶که چيرې دوه ساړي په پاټي کې وي، بيا يو و يې بوتلل شي او بل و يې پريشول شي.“ ۳۷شاګردونې دې يغ نه پشتنه وکړه، ”چيرته، اې ايستوذه؟“ عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”چيرته چې مردوړه وي، وولته دې مردوړې مرغون روټوليژي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword