دې شپون مثال

1 ”په يقين سره زه توسې ته دا يايمه چې ار څوک چې دې پسونې شپول ته دې دروزې په ليار نه وير نناوځي، بلکه دې کيمې بلې ليارې نه وير نناوځي اغا غال او شيکاوينکائي دائي. 2 خو کيم ساړائي چې په دروزه وير نناوځي اغا دې پسونې شپون دائي. 3 چوکيدور اغا ته دروزه خلوصاوي او کله چې اغا خپل پسون ته نوم وخلي او سيرې ورته کو نو پسون دې يغ ژاغ پيژاني او اغا يې دې ورچانې وبوسي. 4 کله چې اغا خپل ټول پسون وبوسي نو شپون يې مخ ته راون وي او پسون وير پسې وي، ځکه چې دې يغ ژاغ پيژاني. 5 اغا په پرادي ساړي پسې نه څي، بلکې دې يغ نه تشتي، ځکه چې اغا دې پرادي ساړي ژاغ نه پيژاني.“ 6 عيسیٰ اغي ته دا مثال رواړ، خو اغا په دا پوئي نه شول چې دې يغ مقصد څه دائي.

عيسیٰ نيک شپون دائي

7 عيسیٰ يور بيا اغا ته وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې زه دې پسونې دې پوره دې دروزې په رانګ يمه. 8 اغا نور ټول چې په مو نه مخته روغلي وي، غله او شيکاوينکي وي او پسونې دې يغ ژاغ ته غوژ نه دائي نيولائي. 9 زه دې دروزې په رانګ يمه. ار څوک چې دې مو دې ليارې نناوځي نو اغا و وژغورل شي. اغا و څي او روڅي او شه دې څارلې ځوئي و مينده وي. 10 غله خالي دې غلې، قاتل او بربودئي دې پوره روڅي. زه دې دغې دې پوره روغلائي يمه چې دې مو پسون ژوند مينده کو او دې يغ په ژوند کې ار څه پريمون وي. 11 زه نيک شپون يمه، داسې شپون چې دې خپلې پسونې په خاطر خپل ځون قربان کاوي. 12 خو يو مزدير چې شپون نه دائي او پسينه يې خپل نه دي، نو کله چې وويني چې ليوه روراون دائي، پسون پريژدي او تشتي. ليوه و په پسون بندې اماله وکو، پسون و په زور بوځي او خوره ووره و يې کو. 13 اغا و وتشتي، ځکه چې اغا مزدير دائي او دې پسونې پيروه نه لري. 14 زه نيک شپون يمه. زه خپل پسينه پيژانمه او اغا مو پيژاني. 15 لکه څرنګې چې مو پلور پيژاني، زه هه پلور پيژانمه او زه خپل ځون دې پسونې دې پوره قرباني کاومه. 16 زه نور پسون هه لارمه خو اغا دې دغې شپول نه دي، اغا هه بايد روالمه. اغا و هه دې مو ژاغ ووروي او يوه رامه و شي او شپون و يې هه يو وي. 17 پلور دې مو سره مينه کو ځکه چې زه خپل ځون قربانه ومه دې دغې دې پوره چې اغا بيا مينده کمه. 18 ايڅوک دې مو نه دې مو ژوند نه ووخلي، بلکې په خپله خواشه يې قرباني کاومه. دا دې مو اختيار دائي چې ځون قربان کمه او دا واک او اختيار لارمه چې اغا په څټ لوس ته کمه. دا اغا څه دي چې پلور مې روته حکم کړائي دائي چې ويې کمه.“

19 دې عيسیٰ په دا خبرې يور بيا دې يهوديونې په ميانځ کې اختلاف پئيدو شه. 20 په اغا کې ډيرې وويل، ”اغا پيريونې نيولائي دائي او ليوانائي دائي. ويلي دې يغ خبرې ته غوژ نسئ؟“ 21 خو نورې وويل، ”څوک چې پيريونې نيولائي وي اغا داسې خبرې نه شي کړائي. ايا پيرائي کړائي شي چې ړونده سترګاور کو؟“

يهوديون عيسیٰ نه ماني

22 دا دې ژمي وخت و او په يروشلم کې دې بيت المقدس دې وقف کيدلې اختر و. 23 عيسیٰ دې بيت المقدس په يوه ځي کې چې دې سليمان دې برينډې په نوم يوديده، ګرځيده. 24 خالک دې يغ نه ګړد وړد بادال شول او ورته ويې ويل، ”تر څو پره و ميژ پريژدي چې شاکمن وګرځي؟ که چيرې ته مسيح يې بيا ميژ ته په جاواته ويايه.“ 25 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”مو توس ته وويل خو توسې په يقين نه کئ. زه چې دې خپل پلور په نوم کيم کورينه کمه اغا دې مو په حق کې شائدي ويرکاوي. 26 خو توسې په يقين نه کئ ځکه چې توسې دې مو پسون نه يئ. 27 دې مو پسون دې مو ژاغ پيژاني او زه اغا پيژانمه او اغا په مو پسې روڅي. 28 زه اغا ته تل پوتې ژواندين وير کاومه او اغا و ايڅ کله هه الوک نه شي او ايڅوک نه شي کړلائي چې اغا په زور روخا بوځي. 29 دې مو پلور چې اغا خالک يې موته روکړائي دائي اغا په ټول نه ستر دائي او ايڅوک نه شي کړلائي چې اغا دې مو دې پلور نه په زور بوځي. 30 زه او پلور يو يي.“

31 خالکې يور بيا تيژې رو ووخستلې چې اغا سنګسار کو. 32 عيسیٰ يغې ته وويل، ”مو توس ته دې پلور دې خو نه ډير شه کورينه وکړل. توس دې يغې نه دې کيم يوه په خاطر مو سنګسارا وائي؟“ 33 يغې ورته ځاوب ويرکه، ”ميژ تو دې کيم نيک کور په خاطر نه سنګسارا وي، بلکې دې کفر ويلې په خاطر. ځکه چې ته ګوشائي يو انسان يې، خو دې خدايئ دعویٰ کې.“ 34 عيسیٰ يغې ته په ځاوب کې وويل، ”ايا دې توسې په شريعت کې نه دي ليکل شوي چې خدائ وويل: ***’توس خدايون يئ؟‘ 35 ميژ پئيژي چې دې خدائ کلام نه شي بادليدائي. بيا که چيرې خدائ اغا خالک چې دې يغ پيغام ورته راسيدلائي دائي خدايون باللي دي، 36 نو بيا ويلې توس په مو بندې دې کفر ويلې تومات لګاوئي چې کله يايمه چې زه دې خدائ زيائي يمه؟ لکه څرنګې چې پلور زه وقف کړائي يمه او دنيو ته يې رولاژلئ يمه. 37 که چيرې زه دې خپل پلور کورينه نه کمه نو په مو بندې ايمون مه رورئي. 38 خو که چيرې زه اغا کورينه کمه چې پلور يې کو، که بيا هه په مو بندې ايمون نه رورئي نو څه نه څه دې مو په کورينه بندې خو ايمون رورئي. بيا توسې دا ومانئ او په دا پوئي شئ چې پلور په مو کي دائي او زه په پلور کې يمه.“ 39 يغې يور بيا اڅه وکړله چې عيسیٰ ونسي، خو اغا دې يغې دې نظير نه ورک شه.

40 بيا عيسیٰ دې اردن دې سيند بله غوړه ته ووشت او يغ ځوئي ته لوړ شه چې مخکې يحيیٰ په کې بپتسمه ويرکاوله او وولته پوتې شه. 41 ډير خالک ورته روغلل او يغې وويل، ”يحيیٰ ايڅ کله کيمه معجزه نه وشوله، خو اغا چې ار څه دې دغ ساړي په حق کې ويلي وي اغا رشتيا وي.“ 42 او په اغا ځوئي کې ډيرې خالکې په عيسیٰ بندې ايمون رواړ.

Sorry, no results.
Please try another keyword