اووام ساباق
ملکصدق امام دې مسيح يو مثال
۱ملکصدق دې ساليم بادشا او دې خدائ تعالي امام و. کله چې ابراهيم بدشاونې ته دې موتيې ويرکاولې نه ورستې واپس روغائي، نو ملکصدق دې يغ سره مخومخ شه او اغا ته يې براکات ويرکه ۲او ار څه چې ابراهيم په جنګ کې تر لوسه کړي وي، دې يغې لاسمه برخه يې ملکصدق ته ويرکړه. دې ملکصدق دې نوم اوالينئ معنی ”صادق بادشا“او بيا دې ساليم بادشا يعني ”دې صولحې او سالومتئ بادشا“دائي. ۳اغا بې پلوره، بې موره او بې شجرې دائي. دې يغ دې ژوند شيري او اخير نه دائي ماليم. خو اغا دې خدائ دې زي په رانګ تل ترتله امام دائي.
۴وکسئ چې ملکصدق څومره ستر انسان و، تر داغا چې دې ميژ نيکه ابراهيم ورته دې خپل غنيمت لاسمه برخه ويرکړه. ۵شريعت دې لاوي الود ته چې دې امامئ مقام ته راسيژي، حکم کو چې دې اسرائيلې دې خالکې يعني خپل قوم نه لاسمه برخه روټوله کو، که څه هه اغا دې ابراهيم الود دائي. ۶سره دې دغې چې ملکصدق دې لاوي دې الود نه نۀ دائي، خو اغي دې ابراهيم نه لاسمه برخه وخاستله او ابراهيم ته يې چې خدائ ورسره وعده کړيې وه، براکات ويرکه. ۷په دا کې شک نشته چې براکات ويرکاوينکائي په براکات وخستينکي نه ډير ستر دائي. ۸دې يوه طرفه اغا امامون چې لاسمه برخه روټوله وي، فاني انسانون دي او دې بل طرفه ملکصدق چې لاسمه برخه يې وخاستله، ژواندائي دائي لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ويل شوي دي. ۹نو ويلائي شي چې کله ابراهيم لاسمه برخه ويرکاوله، لاويونې هه چې دې لسمې برخې وخستينکي وي، دې ابراهيم په وسيله ملکصدق ته لاسمه برخه ويرکړه. ۱۰دې ځکه چې کله ملکصدق دې ابراهيم سره ملاو شه، نو لاوي ليا دې ابراهيم په کورانۍ کې نه و پئيدو شوائي.
۱۱دا دې لاويونې دې امامتوب په بنياد و چې دې اسرائيلې خالک ته شريعت ويرکړل شوائي و. نو که چيرې دې لاوي امامونې کور پيره شوائي وائي، نو بيا دې بل امام روتللې ته څه اجات و چې دې ملکصدق په رانګ وي، نه دې هارون په رانګ. ۱۲دې ځکه کله چې په امامتوب کې بادلين روميانځته شي، نو په شريعت کې هه بادلين روميانځته شي. ۱۳نو دې چا په حق کې چې دا خبرې شويې دي اغا دې بلې قبيلې و او دې يغې قبيلې نه ايچا هه دې قربانئ دې ځوئي خيذمات نه و کړائي. ۱۴دې ځکه دا شکاره دو چې دې ميژ تيشتن دې يهودا دې قبيلې نه دائي. سره دې دغې چې موسیٰ ايڅکله دې امامتوب په حق کې دې دغې قبيلې سره خبرې نه دي کړيې.
۱۵دا موضوع و نوره هه شه روشانه شي کله چې دې ملکصدق په رانګ بل امام روپئيدو شي. ۱۶اغا امام شه، خو دې يغې قوانينې دې مخې نه نۀ چې اغا و دې لاوي په کورانۍ کې پئيدو شي، بلکې دې يغ ژوند دې قدرات په وسيله چې ايڅکله نه خاتميژي. ۱۷دې ځکه چې دې خدائ کلام دې يغ په حق کې داسې شائدي ويرکاوي:
”ته و امام يې تر ابده دې ملکصدق په رانګ.“
۱۸نو وختيني حکمينه باطل شول، دې ځکه چې اغا کمزوري او بې اثره وي، ۱۹دې ځکه چې شريعت ايڅ شائي کامل نه کړل. خو ويس په مخکې نه يوه شه ايله پئيدو شوه چې دې يغې په وسيله ميژ خدائ ته نژدې کيدائي شي.
۲۰دا نوائي امامتوب دې قاسام په خواړلې سره شيري شه، خو نور بې دې څه قاسام نه امامون شول. ۲۱خو عيسیٰ په قاسام خواړلې سره امام شه، کله چې خدائ يغ ته وويل:
تيشتن قاسام خواړلئ
موت و نه شي ايڅ وخت
چې تر ابده و ته يې امام
۲۲دې دغ قاسام دې اماله عيسیٰ دې خدائ سره دې مخکې نه دې يوه شه لوظ ضامن شه.
۲۳په وختينئ زمونه کې زيوت شمير امامون روغلل، دې ځکه چې مارګ اغا نه پريشول چې خپل خيذمات جاري وسوتي، ۲۴خو دې عيسیٰ امامتوب دې ار وخت دې پوره دائي، دې ځکه چې اغا تل ترتله ژواندائي دائي، ۲۵نو دې دغ اماله عيسیٰ کړائي شي اغا خالک ته چې دې يغ په وسيله خدائ ته نژدې شي، په پيره رانګ خلوصين ويرکو، دې ځکه چې اغا تل ترتله ژواندائي دائي او دې يغې شفاعت کو.
۲۶نو ميژ داسې ستر امام ته اجات لري چې اغا سپيڅلئ، بې ګناه، بې عيبه، دې ګونانګورونې نه ګوشائي او په اسمونينې نه چګ وي. ۲۷اغا دا ته اجات نه لري چې دې نورې سترې امامونې په رانګ اره وريځ اوال دې خپلې ګونائينې دې پوره او بيا دې خالکې دې ګونائينې دې پوره قرباني ويرکو، دې ځکه چې يغ خپل ځون يورې او دې ار وخت دې پوره قرباني که. ۲۸شريعت داسې خالک دې سترې امامونې په رانګ مقراره وي چې په روحاني رانګ کمزورائي وي، خو دې شريعت نه دې ورستې خدائ دې قاسام په خواړلې سره خپل زيائي امام مقرار که چې دې ار وخت دې پوره کامل کړائي شوائي دائي.