پينځلاسام ساباق
په يروشلم کې ستره غونډه
۱ ځنې خالک دې يهوديې نه انطاکيې ته روغلل او ايماندورون ته يې تعليم ويرکاوه، ”که توسې دې موسیٰ دې شريعت دې مخه سونات نه شئ، بيا خلوصين نه شئ مينده ولائي.“ ۲ پولوس او برناباس دې يغې سره متفق نه وي او ډير ساخت باحث يې ورسره وکه او پئصاله يې وکړه چې پولوس او برناباس دا دې نورې ايماندورونې سره يروشلم ته لوړ شي او دې دغې موضوع په حق کې دا دې رسولونې او نورې مشرونې سره خبرې وکو.
۳ دئ دې انطاکيې دې کليسې دې طاراپ نه ولاژل شول او په داسې حال کې چې اغا دې فنيقيې او سامريې نه تيرېدل، ايماندورون يې خبراول چې څرنګې غير يهوديونې ايمون رواړ. بيا دې دغ خبر په ارويدلې ټول ايماندورون ډير خواشول شول. ۴ کله چې پولوس او برناباس يروشلم ته وراسيدل، بيا دې کليسې دې غړيې، رسولونې او مشرونې دې طاراپ نه ورته شه ار کلائي وويل شه او بيا يې اغا دې يغې ټولې کورينې نه خبر کړل چې خدائ دې يغې په وسيله سار ته رساولي وي. ۵ خو دې فريسيونې دې ډالې ځنې ايماندورون رو چګ شول او ويې ويل، ”غير يهوديون بايد سونات کړل شي او اغا ته دې امر وشي چې دې موسیٰ په شريعت بندې دا عمل وکو.“
۶ رسولون او مشرون سره رو ټول شول چې دې دغې موضوع په حق کې خبرې وکو. ۷ په يوه ويژد باحث نه دې ورستې پطروس چګ شه او اغا ته يې وويل، ”اې وريڼې، توس پئيژئي چې څه وخت دې مخه زه خدائ دې توسې په ميانځ کې غوره کړمه چې غير يهوديون دې مو دې خولې نه دې عيسیٰ مسيح په حق کې زرائي ووروي او ايمون روري. ۸ خدائ چې دې ار چا دې زړه نه خبر دائي، اغا ته يې دې روح القدس دې ويرکاولې په وسيله دا ثابته کړله چې خدائ اغا هه مانلي دي لکه څرنګې يې چې ميژ مانلي يي. ۹ خدائ دې ميژ او دې غير يهوديونې تر ميانځ ايڅ فرق ونه که او دې ايمون دې روړلې په وسيله يې دې يغې زړينه پوک کړل. ۱۰ بيا ويلې توسې ويس خدائ اوزميئ او دې دغې ايماندورونې په ايژه بندې داسې بور ژدئي چې نه ميژ او نه دې ميژ نيکونې وړلائي شه؟ ۱۱ خو ميژ په داغا عقيده يې چې ميژ يهوديونې دې تيشتن عيسیٰ په فاضل خلوصين ميندلائي دائي، په داغا رانګ غير يهوديونې هه خلوصين ميندلائي دائي.“
۱۲ دې غونډې ټول خالک غلائي پوتې شه او دې برناباس او پولوس خبرې ته يې غوژ ونيوه چې دې يغې ټولې معجزې او حيروناوينکي کورينې په حق کې يې کړلې چې خدائ دې يغې په وسيله په غير يهوديونې کې وشوليې وې. ۱۳ کله چې دې برناباس او پولوس خبرې ختم شولې، يعقوب وويل، ”اې وريڼې، دې مو خبرې ته غوژ ونسئ. ۱۴ شمعون ميژ ته ويلي وي چې خدائ څرنګې دې اوال وور دې پوره دې غير يهوديونې سره تعلق جوړ او دې يغې دې ميانځ نه يې دې خپل ځون دې پوره يو قوم غوره که. ۱۵ دا دې پيغمبرونې دې خبرې سره سامه دو، لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
۱۶ په اغا نه دې ورستې و زه په څټ روګوډ شمه. په څټ و دې داود ړانګ شوائي کير ابود او مضبيط کمه، ۱۷ ترڅو چې نور انسانون تيشتن ته رجوع وکو يعني ټول غير يهوديون چې مو خپل کړي دي. دا اغا څه دي چې تيشتن يې يائي ۱۸ چې دا شايون يې دې مخه نه شکاره کړي دي.“
۱۹ يعقوب زيوته کړله، ”دا دې مو پئصاله دو چې ميژ بايد اغا غير يهوديون په تکليف نه کي چې دې خدائ خو ته رو ګرځي، ۲۰ بلکې دې دغې په ځوئي اغا ته خاط وليکي او ورته ويائي چې داسې خواروک ونه خوري چې په مذابي رانګ ناپوک وي، ځکه چې اغا بتون ته مخ ته شوي دي او خپل ځونينه دې جنسي بد تعلق نه وسوتي او دې داسې حيوانونې غوشه ونه خوري چې مردوړ شوي وي او په داغا رانګ وينه ونه تشي. ۲۱ ځکه چې دې مخته زمونې نه په ار شار کې دې موسیٰ دې شريعت په حق کې تبليغ کيژي او اغا په عبادتخانې کې دې ار سبت په وريځ ويلل شي.“
غير يهودي ايماندورون ته دې خاط لاژل
۲۲ بيا رسولونې، مشرونې او دې کليسې ټولې غړيې دا پئصاله وکړله چې په خپل ميانځ کې يو څو کاسون غوره کو او اغا دې پولوس او برناباس سره انطاکيې ته ولاژي. بيا يغې دوه کاسون يعني يهودا چې دې برسابا په نوم يوديده او سيلاس چې دې ايماندورونې دې طاراپ نه يې ډير دراناوائي کيده، غوره کړل ۲۳ او دې دغې په لوس يې داغا خط ولوژه:
”ميژ رسولون او مشرون توس ټولې غير يهوديونې ايماندورونې ته چې په انطاکيه، شام او قيليقيه کې پنډيژئ، خپل سالومينه يائي.
۲۴ ميژ دا ارويدلي دي چې ځنې خالک چې دې ميژ دې ډالې نه تللي دي، توس په خپلې خبرې پريشانه کړي يئ او دې توسې فکرينه يې ګاډ واډ کړي دي، خو اغا ميژ نه دي دير لاژلي. ۲۵ بيا ميژ ټولې په ګاډه پئصاله وکړله چې يو څو کاسون غوره کي او دې خپلې ګرونې ملګريې برناباس او پولوس سره يې توسې ته دير لاژي، ۲۶ يعني اغا خالک چې خپل ځونينه يې دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې خيذمات دې پوره په خاطره کې اچاولي دي. ۲۷ بيا دې دغ اماله ميژ يهودا او سيلاس توس ته دير ولاژل چې اغا په خپله خوله بندې توس ته اغا څه ويائي چې ميژ ليکلي دي. ۲۸ دا دې روح القدس او دې ميژ په نظير کې شه شکاره شوله چې دې دغې نه وره دا لوندې ضروري شايون په توس بندې نور بور نه وچاوي: ۲۹ توسې بايد اغا خواروک چې بتون ته مم مخ ته کيژي ونه خورئي، وينه ونه تشئ او دې يغې حيوانونې غوشه ونه خورئي چې مردوړ شوي وي او خپل ځانينه دې جنسي بد تعلق نه وسوتئ. که توسې خپل ځونينه دې دغې شايونې نه وسوتئ بيا دا و شه کئ. دې خدائ په امون.“
۳۰ بيا کله چې يهودا او سيلاس ريخصات کړائي شول، انطاکيې ته لوړل او دې کليسې ټول غړي يې سره روټول کړل او اغا خاط يې ورته ويرکه. ۳۱ کله چې خالکې اغا ووييه، بيا اغا په دا تسالي کاوينکي پيغام بندې ډير خواشول شول. ۳۲ يهودا او سيلاس چې په خپله پيغمبرون وي، په خپلې زيوتې خبرې يې يغې ته ډاډ ويرکه او تاکړه يې کړل. ۳۳ وولته دې څه وخت تيراولې نه دې ورستې اغا دې ايماندورونې دې طاراپ نه په خير سره ريخصات شول او په څټ اغا خالک ته ويراغلل چې دئ يې لاژلي وي. ۳۴-۳۵ خو پولوس او برناباس په انطاکيه کې پوتې شول او وولته يې دې ډيرې نورې سره يو ځوئي تعليم ويرکاوه او دې تيشتن عيسیٰ پيغام يې ارووه.
دې پولوس او برناباس جدا کيدل
۳۶ څه وخت دې ورستې پولوس برناباس ته وويل، ”روڅئ چې په څټ لوړ شي او په اغا ټول شارينه کې چې ميژ په کې دې تيشتن عيسیٰ پيغام ارواولائي و، دې ايماندورونې سره ليدل کاتل وکي او وکسي چې اغا څرنګې دي.“ ۳۷ برناباس غوشتل چې يوحنا چې دې مرقوس په نوم يوديده هه دې ځون سره بوځي. ۳۸ خو پولوس دا مناسبه نه ګاڼله چې مرقوس دې ځون سره بوځي، دې ځکه چې اغا يې په پمفيليه کې پريشي وي او دې چارې دې اخير پره دې دئ سره پوتې نه شه. ۳۹ دې پولوس او دې برناباس په ميانځ کې يوه داسې ساخته لنجه روپئيدو شوله چې دې يو بل نه ګوشي شول. برناباس مرقوس دې ځون سره ووخست او په کشتئ کې قبرس ته راون شول. ۴۰ خو پولوس سيلاس خواش که او په اغا نه دې ورستې چې ايماندورونې اغا دې تيشتن فاضل ته وسپورل، اغا راون شول. ۴۱ کله چې پولوس دې شام او قيليقيې په ليارې تيريده، بيا کليسې ته يې ډاډګيرنه ويرکړله.